د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

اعتراض کوونکي: حاجي ظاهر، حاجي قلم او سید داود ځمکې غصبوي


د کابل د بګرامیو ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکي وایي چې حکومت باید د دې ولسوالۍ په ګوسفند درې سیمه کې د شخصي او دولتي ځمکو د غصب مخه ونیسي.

اعتراض کوونکو چې یو شمېر قبالې يې په لاس وې او د دوی په خبره چې شرعي دي؛ دعوه کوله، چې ځینې زور واکان غواړي د دوی د پلار اونیکه ځمکې په زور غصب کړي.

د دې اعتراض کوونکو په استازيتوب حاجي محمدزمان د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ حکومت دې د دوی ستونزو ته رسیده ګي وکړي او د غاصبینو مخه دې ونیسي:

"۱۳۵ کلنې قبالې په لاس لرو څو څو ځله دغو کسانو په موږ باندې یرغل راوړی؛ حاجي ظاهر دی، قلم دی او سید داود دی، دا څلورم، پنځم او حتي شپږم ځل دی چې په موږ یرغل کوي؛ له حګو مت نه مو غوښتنه دا ده دا کسان دې راوړغواړي که شرعي قبالې لري پوښتنه دې ترې وکړي؛ کنه نو موږ ولې ځور وي."

اعتراض کوونکو د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر؛ د پخواني قومندان حاجي قلم او د سیمې د یوه اوسیدونکي سید داود نومونه یاد کړل او ادعا یې کوله، چې یاد کسان غواړي چې په سیمه کې شخصي او دولتي ځمکې غصب کړي.

حاجي سید داود چې د قضیې لوری دی وايي؛ په ګوسفندرې کې شخصي او شرعي قباله لرونکې ځمکې لري.

هغه د سیمې د اوسېدونکو دعوه رد کړه او زیاته یې کړه چې ظاهرقدیر او حاجي قلم ورسره هیڅ تړاو نه لري.

ښاغلي سید داود ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د جمعې په ورځ کله چې غوښتل خپلې ځمکې ته ولاړشي د سیمې خلکو ورباندې حمله وکړه:

"دا خلک نه قباله لري نه کوم اسناد له املاکو او ماليې نه پوښتنه کولای شئ؛ بس دلته یې یوه ستونزه جوړه کړه خلک یې له موږ سره په جګړه کې واچول چې دغه ځمکه دوی وخوري؛ دغه ځمکه زموږ ده، شرعي قبالې یې په لاس کې لرو؛ قسم په خدای که نه ظاهر قدیر او نه هم قلم ورکې لاس لري؛ دوی هسې د یادو کسانو نومونو اخلي؛ غواړي په دې سره هغوی بدنام کړي او په داسې کارونو سره هغوی خپلې ګټې لټوي."

حکومتي سرچینې وايي، د جمعې په ورځ د سید داود د کسانو او د ګوسفندرې د خلکو ترمنځ په څو ساعته نښته کې د سیمې یو اوسېدونکی وژل شوی.

د ګوسفندرې د خلکو او سید داود کسانو ترمنځ یادی جنجال په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې افغانستان لویه څارنوالۍ وايي؛ د دوی د ارقامو له مخې په ټوله هیواد کې د غصب شوو ځمکو اندازه څلور میلیونه جریبو ته رسیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG