د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

چارواکي: د څه باندې ۳۵۰ ښارګوټو اسناد قانوني نیمګړتیاوې لري


د افغانستان د ځمکو چارو خپلواکه اداره وایي، په هېواد کې اوسني ښار ګوټی تر ډیره ځایه پر دولتي ځمکو ودان شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال، په هېواد کې شاوخوا درې سوه پنځه پنځوس ښار ګوټي په څه باندې دوه لکه دوه شپیته زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

د دی ادارې چارواکو له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، دا ښار ګوټي اکثره زوره ورو خلکو پورې اړه لري او د خپلو ښارګوټو د بشپړولو لپاره یي ځیني دولتي ځمکې هم غضب کړي.

د افغانستان د ځمکو چارو د خپلواکې ادارې چارواکي وایي، په هېواد کې د څه باندې درې سوه پنځه پنځوس جوړو شویو ښارګوټو اسناد قانوني نیمګړتیاوې لري.

دوی وایي، دا ښار ګوټي په څه باندې دوه لکه او دوه شپیته زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

د دې ادارې سرپرست عبدالحمید اریا ازادۍ رادیو ته وویل، د معیار له مخې دا ښار ګوټي باید په یو لکو، نوي زره، دوه سوه، نهه شپیته جریبه ځمکه جوړ شوی وای.

ښاغلي اریا وویل، دا ښار ګوټي سیمه ییزو زروره ورو پورې اړه لري او په ځینو ځایونو کې یي د ښار ګوټو د بشپړولو لپاره دولتي ځمکې نیولي دي:

″هغه چې قانوني هم دي او د زیاتو ځمکو غوښتنه په کې شوې، دی ته هم قانوني نه شو ویلای، ځکه چې د دولت ځمکه یي نیولې ده.

پخوا یي لس جریبه لرله اوس یې پنځه لس نیولې ده.

دا کارغریبو نه بلکې زوره ورو او د ټوپک خاوندانو کړی دی.

په دقیقه توګه یي نه شم ویلای خو په درې سوه پنځه شپیته ټولو ښارګوټو کې دا ستونزه شته.″


د ښاغلي اریا په باور، د دولتي ځمکو د غصبولو عمده لامل، په هېواد کې روانه ناامني ده.

ده وویل، د دولتي ځمکو د نیولو په اړه یي په سلګونو مکتوبونو، مربوطو ادارو ته لیږلي، خو ځواب یي نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د ځمکو چارو د ادارې مسئولینو دا هم وویل، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې یي، شاوخوا څلور لکه جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بیرته راګرځولې خو دا هڅه کافي نه ده.

دا اداره وایي، د ښارګوټو لپاره دولتي ځمکې تر ډیره ځایه د کابل، کندهار، کندز، تخار، پکتیا، خوست، هلمند، غزني، پروان او ننګرهار په ولایتونو کې غصب شوی دی.

له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخوانی ريیس عزیزاله لودین وایي، په افغانستان کې پر دولتي ځمکو له څو کالو راهیسي تالان روان دی.

ده وویل، په دې ادارې کې یي د خپلې دندې پر مهال ستونزه له مربوطو ادارو سره شریکه کړې، خو نتیجه یي نه ده ورکړې:

″ډیرې دوسیې یې ما ته رالیږلې وې، ما وڅیړلې، اسناد مې یي برابر کړل او هغو مراجعو ته مې ولیږلې چې قانون یي حکم کاوه.خو ما وانه وریدل چې په هکله یې اجراات شوي وي.

خلک هڅه کوي چې د پیسو په ذریعه اسناد او قبالې جوړې کړي.

دولت خبر دی چې دا ښارګوټی د چا له خوا او په کوم اساس جوړ شوی پخوا یي څومره ځمکه لرله او اوس څومره لري؟″


ښاغلی لودین وویل، د ځمکو غاصبینو، نه یوازې دا چې د ښارګوټو لپاره دولتي ځمکې غصب کړی بلکې دولتي غونډې او د سیندونو د غاړو ځمکې یې هم غصب کړي دي.

ازادی رادیو هڅه وکړه، چې په دې اړه د لویې څارنوالۍ نظر ولري، خو ونه توانیده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ هم حاضره نه شوه چې په دی اړه څه ووایي.

د افغانستان د ځمکو چارو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخی، تردې دمه په ټول افغانستان کې څه باندې نهه لکه او اته شپیته زره جریبه دولتي ځمکه د شاوخوا شپاړس زرو کسانو له خوا غصب شوې ده.

راپورونه وایي، اداري فساد او د زوره ورو نفوذ، د دولتي ځمکو غصبولو ته زمینه برابره کړې ده.

دا هم ویل کېږي چې د دولتي ځمکو نیول، په وروستیو څه باندې دیرشو کلونو کې زیات شوی او په هېواد کې په یوې لویي ستونزې اوښتې دی.

راپورونه دا هم وایي، د دولتي ځمکو په غاصبینو کې ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي، جهادي قوماندانان او ځیني پانګوال شامل دي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG