د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

"په سیاسنګ کې د اوسیدو قانوني حق لرو، خو دولت مو ودان کورونه راورانوي"


د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سياه سنګ سیمې اوسېدونکې پر دولت نيوکه کوي، چې له اسنادو ورکولو وروسته يې هم ورته له سيمې د وتلو امر کړى دى.

د دغه ښار ګوټي اوسیدونکې وايي، چې دوی د خپلو ځمکو اسناد په لاس لري، خو د سرخرود ولسوال ورته وروستى اخطار ورکړى او ويلي يې دي، چې په لنډ وخت کې به يې کورونه ورته ړنګ کړي:

«حاجي عبدالرحمن : له ١٣٨١لمريز کال راهيسې د سره رود ولسوالۍ د سياه سنګ په ډاګ کې په زرګونو کورنۍ میشتې دي او قانوني د ولایت احکام هم په لاس لري، خو اوس دولت پلان لري، چې موږ له خپلې سیمې نه وباسي او دا ځای معلمینو ته ښار ګوټی کړي.

دولت شاه: موږ ته والي، مشرانو جرګې او ولايتي شورا په دې سيمه کې د اوسېدو امرونه راکړي دي.

حضرت حسین: د ننګرهار والي خپله امر کړی، چې دا خلک مستحق دي او د احکامو اسناد يي هم راسره په لاس دي، چې زموږ حق نه وای نو بیا ولې والي راته احکام راکول.»


دغه اوسیدونکې وايي، چې د مشرانو جرګې د شکايتونو د اوریدو کمېسيون مشر زلمي زابلي ته يې هم دغه ستونزه وړاندې کړې، چې هغه پرې هم خپله فيصله وړاندې کړې، خو تر اوسه پورې د هغه فيصله هم چا ونه منله.

خو بل خوا د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، چې د سیاسنګ د سیمې خلکو سره قانوني اسناد یانې قبالې نشته او دوی دا ځمکې غصب کړي دي.

د نوموړي په خبره دولت پلان لري، چې ددغه ډول غاصبینو څخه نیول شوې ځمکې بیرته راخلاصې کړي.

خو د سیاسنګ سیمې استوګنو په وار وار وايي،چې دوی په دې سیمو کې له ډير پخوانه میشت دي او هرې کورنۍ په سوونو لکه افغانۍ د خپلو مېنو په جوړولو مصرف کړي او په هیڅ صورت به خپله ځمکه چاته پرې نږدي.

له دې وړاندې د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي هم ازادۍ راډيو سره په مرکه کې ویلي و،چې په سرخرود ولسوالۍ کې یوه ځمکه او درې قبالې موجودې دي.

نوموړي هغه مهال ویلي وو،چې دوی به په کابل کې سترې محکمې ته په دې اړه وړاندیز وکړي،چې اصلي قباله پيدا کړي او حق حقدار ته وسپارل شوي،خو ویل کېږي، تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG