د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د ځمکو د غاصبینو له خوا را ته د مرګ ګواښ شوی دی


هندیا چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غوڼدې ته خبرې کولې وویل؛ چې په سلګونو جریبه پلرنۍ ځمکې یې غصب شوې دي.

نوموړې همداراز تور ولګاوه، چې ډیرې ځمکې یې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه اولادونو خرڅې کړي دي.

د غازي امان الله خان لور هندیا وایي، چې د ځمکو د مافیا له خوا ورته د مرګ ګواښ شوی دی.

میرمن هندیا له خلکو او افغان دولت نه د مرستې غوښتنه کوي او وایي، چې د دوی ځمکې دې ورته بېرته وروسپارل شي.

میرمن هندیا وایي، چې په کاریز میر کې یې ځمکې د پخواني پاچا د کورنۍ له خوا غصب شوي او د ملي مشارکت د ګوند په مشر نجیب کابلي خرڅې شوې دي.

هغې وویل، کله چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د خپلو ځمکو سرته ولاړه نو د مرګ ګواښ ورته وشو:

"وروسته له هغې بې له دلیله یو کس چې یاسین نومېده، له یوه کوره له ټوپک سره راووت ما ته یې ګواښ وکړ؛ هغه وخت د امنیت کس هم حاضر و."

د غازي امان الله خان لور وایي، چې دغه ځمکې د دې مور ملکې ثریا په خپلو شخصي پیسو د خپلو اولادونو لپاره اخیستې وې؛ چې شرعي قبالې هم لري، خو د پخواني پاچا اولادونو او لمسیانو بې له اسنادو دغه ځمکې په نورو کسانو خرڅې کړي.

میرمن هندیا وایي، چې دوی ۷۰۰ جریبه ځمکه د کابل په ګلباغ، تنګي سیدان او ریشخور کې لري او سر بیره پر دې ۱۹۸۵ جریبه ځمکه په کاریز میر کې لري؛ چې ۶۰۰ جریبه یې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه کورنۍ خرڅه کړې ده.

خو د مصطفی ظاهر د دفتر رییس ډاکټر خالد نسیمي آزادۍ راډیوسره په خبروکې د میرمن هندیا دغه څرګندونې رد کړې او وايي، که چېرې دا د خپلو ځمکو د غصب اړوند اسناد لري، د عدلي او قضايي لارې دې اقدام وکړي.

"په قطعې توګه دوی د شاهدخت هندیه چې د امان الله خان وارث ده؛ د ځمکې په نیولو کې هیڅ قسم رول نه لري، ټولې ادعاوې چې د دوی له خوا شوي ټولې هغه ردوي؛ که چېرې هغوی د خپلو ځمکو د غصب په تړاو اسناد لري، هغوی باید له عدلي، قضايي او کشفې لارې اقدام وکړي."

لویه څارنوالۍ وایي، چې تر دې دمه دوی ته د دې موضوع په اړه کومه دوسیه نه ده وررسیدلې.

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وايي، چې د دوسیې تر رسیدو وروسته به دغه موضوع وڅیړي.

بل خوا د ملي مشارکت د ګوند چارواکي هم د میرمن هندیا خبرې نه مني او د دې ګوند له خوا آزادي راډیو ته وویل شول؛ چې نجیب الله کابلي د دې ځمکو په غصبولو کې لاس نه لري.

تر دې مخکې د ملي سوداګر عبدالمجید زابلي یوه بنیاد هم ادعا کړې وه؛ چې د نوموړي ځمکې د هرات په ګډون په بیلابیلو ځایونو کې د اشخاصو او ځینو دولتي ادارو له خوا غصب شوي دي.
XS
SM
MD
LG