د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

سمرقند کې د اووه هېوادونو د استازو ناسته؛ طالب پلاوی هم ور غوښتل شوی


ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.
ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه.

د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د ستونزو پر سیمه‌ییز حل ټینګار کوي.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د افغانستان په اړه په ازبکستان کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په درشل کې سره کتلي دي.

له دې ناستې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرامیر عبدالهیان یو پیغام پر ټلېګرام خپور کړی دی.

هغه ویلي: "موږ د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې سره شریکي کړې، دا اندېښنې په افغانستان کې د تروریزم زیاتوالی، د امریکا او غرب له لوري د تحریمو د ادامې له امله په افغانستان کې د فاجعو رامنځته کېدل، د افغانانو سخت ژوند او دغه شان ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د پراخه ورتګ مسلې د اندېښنې وړ دي چې بحث پرې وشو."

د ايران د بهرنیو چارو د وزیرامیر عبدالهیان
د ايران د بهرنیو چارو د وزیرامیر عبدالهیان

د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو دا دوه ورځنۍ ناسته د روسیې په غوښتنه جوړه شوې.

د روانې حمل میاشتې په ۱۷مه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه غونډې د جوړولو خبر ورکړی و.

هغه ویلي وو چې، په دې ناسته کې به د افغانستان د مهمو انکشافاتو په اړه خبرې وشي.

په دې ناسته کې به د افغانستان د مهمو انکشافاتو په اړه خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل وايي، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو طالب پلاوی د ازبکستان په بلنه دغه هېواد ته رسېدلی دی، چې د غونډې له رسمي پیل وړاندې یې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

ښاغلي تکل له دې وړاندې نن سهار رسنیو ته په یو استولي ویډیو پیغام کې ویلي وو: "تمه ده چې امیر خان متقي به په سمرقند کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په جوړېدونکي کنفرانس کې چې د افغانستان په اړه دایریږي ګډون او وینا وکړي، د دې ترڅنګ به د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو چارواکو سره لیده کاته هم ولري."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي.

په دې ناسته کې به د پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان ازبکستان، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر روان بحران خبرې وکړي.

ياده غونډه کې به په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د چین د بهرنیو چارو وزیر قین ګانګ د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا غونډه به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ چې د دې هېواد په وضعیت کې په مستقیم ډول ښکېل دي، د یوې اجماع له رامنځته کولو سره مرسته وکړي.

چین غواړي افغانستان یو ازاد او ټول‌شموله سیاسي جوړښت ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یو مفصل بیان کې د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی.

په بیان کې د افغانستان په چارو کې د نه لاس‌وهنې د ژمنې ترڅنګ ټینګار شوی چې، پېکېنګ په افغانستان کې د یوه منځ‌لاري او معقول حکومت ملاتړ کوي.

په بیان کې راغلي دي، چین غواړي افغانستان یو ازاد او ټول‌شموله سیاسي جوړښت ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې، د طالبانو سرپرست حکومت به د ښځو، ماشومانو او قومي ډلو په ګډون د ټولو افغان وګړو اساسي حقونه خوندي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې ګټې به په پام کې ونیسي.

د طالبانو سرپرست حکومت د نړۍ هيڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له تاجکستان پرته د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه له واکمنو طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او اکثرو د افغانستان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازو ته سپارلي دي.

د سمرقند غونډه د هغو غونډو د لړۍ څلورمه ده چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان په نوښت پیل شوې او لومړۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په اسلام‌اباد کې جوړه شوه.

د دې لړۍ دوهمه غونډه د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تهران کې او دریمه یې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په چین کې جوړه شوې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG