د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

د پاکستان دفاع وزير: د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي پر ضد درېدل نه‌غواړي


د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه، چې پاکستاني طالبان افغان خاوره په پاکستان د خپلو تروريستي فعالیتونو لپاره استعمالوي، هغه ادعا چې په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت رد کړې ده.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له امریکا غږ ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت که څه هم غواړي چې د پاکستاني طالبانو په مسله کې له پاکستان سره مرسته وکړي خو نه‌غواړي چې د ټي‌ټي‌پي پرضد ودریږي.

د ټي‌ټي‌پي ۸ زره کسانو د ناټو په ضد په جګړې کې د افغان طالبانو سره برخه اخیستې وه،
خواجه اصف

ښاغلي اصف ویلي، د ده د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت او ناټو په وړاندې په جګړه کې د ټي‌ټي‌پي نږدې ۸ زره جنګیاليو د افغان طالبانو سره مرسته کوله او همدا لامل دی چې اوس د طالبانو حکومت نه‌غواړي د دوی پر ضد ودریږي.

نوموړي ويلي: "زما د معلوماتو پر بنسټ د ټي‌ټي‌پي ۸ زره کسانو د ناټو په ضد په جګړې کې د افغان طالبانو سره برخه اخیستې وه، افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي ملګرتیا لري او افغان طالبان د هغوی په ضد درېدل نه‌غواړي، خو غواړي چې د پاکستان سره مرسته وکړي او دا نه‌غواړي دا خلک د پاکستان لپاره خطر شي او یا وضعیت نور خراب شي."

د ټي‌ټي‌پي جنګيالي
د ټي‌ټي‌پي جنګيالي

ښاغلی اصف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ وویل، د پاکستاني طالبانو په شمول د ټولو سخت‌دریځو ډلو د تصفیې عمومي عملیات پیلوي.

دې کمېټې د خپلې غونډې په پای کې په یوه بیان کې وویل، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولس او حکومت په همکارۍ هراړخیز او پراخ عملیات وشي څو هېواد د «تروریزم له شره» خلاص شي.

خو د خیبرپښتونخوا ملت‌پالو ګوندونو ویلي، که حکومت او پوځ یو وار بیا د پښتنو په خاوره کې د دوی په وینا د تپل شوې ترهګرۍ پر ضد عملیات کوي، دوی یې مخه نیسي.

د پاکستان د دفاع وزیر امریکا غږ ټلوېزیون سره په مرکه کې دا ادعا هم کړې، چې په افغانستان کې د امریکا یو شمېر پاتې شوي جنګي وسایل پاکستاني طالبانو ته هم په لاس ورغلي، چې په خبره یې د شپې له لوري کارېدونکي دوربینونه هم په‌کې شته.

د تېر کال د اګست په ۱۴مه کابل ته د پاکستان د ديني عالمانو او قومي مشرانو يو پلاوی ورغی، څو د ټي‌ټي‌پي او پاکستان حکومت ترمنځ د جوړجاړي برخه کې د طالبانو د حکومت په منځ‌ګړتوب خبرې وکړي.
د تېر کال د اګست په ۱۴مه کابل ته د پاکستان د ديني عالمانو او قومي مشرانو يو پلاوی ورغی، څو د ټي‌ټي‌پي او پاکستان حکومت ترمنځ د جوړجاړي برخه کې د طالبانو د حکومت په منځ‌ګړتوب خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه چې د پاکستان د دفاع وزیر د تازه څرګندونو او ادعاو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون هم ولرو خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې، د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې تر دې یې ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد استعمال نه‌شي.

"زه فکر نه‌کوم چې افغان طالبان دې چمتو شي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال دې په افغانستان کې وځپي
اسحاق اتمر

په همدې حال کې د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر هم باور لري چې د افغان او پاکستاني طالبانو اوږدې ملګرتیا ته په کتو فکر نه‌کېږي چې، د طالبانو حکومت دې د ټي‌ټي‌پي پر ضد اقدام وکړي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر نه‌کوم چې افغان طالبان دې چمتو شي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال دې په افغانستان کې وځپي، خو د یو جوړ جاړي لپاره دوی هڅه کولای شي چې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو جوړ جاړی رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه زیات شوي او وخت ناوخت د دغه هېواد په پوځ او پولیسو د حملې مسولیت مني.

په وروستۍ حمله کې چې د تېرې مارچ میاشتې په ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې وشوه، د پولیسو د یو افسر اقبال مومند په ګډون په‌کې څلور پولیس ووژل شول او مسولیت یې پاکستاني طالبانو ومانه.

له دې وړاندې بیا په پېښور کې د پولیسو په یو جومات کې د انتحاري حملې له امله لسګونه پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

که څه هم پاکستان تېر کال د افغان طالبانو په منځ‌ګړیتوب هڅه وکړه چې ټي‌ټي‌پي سره بریالۍ خبرې وکړي او دغه ډله د پاکستان پر ضد له مخالفته لاس پر سر کړي خو تر دې دمه نه دي توانېدلي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو، د انساني همدردۍ او په سیمه کې د ثبات د رامنځته کېدو په هدف د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو غوښتونکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG