د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ټاکل شوې نن ازبکستان کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو غونډه جوړه شي


ازبکستان کې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو غونډه، ارشيف
ازبکستان کې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو غونډه، ارشيف

د افغانستان د شپږو ګاونډیانو هېوادونو چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیې جګپوړي ډيپلوماتان به نن د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې د افغانستان په اړه په ۲ ورځنۍ غونډه کې خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به په بهرنیوچارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوه خبرپاڼه کې د سمرقند غونډې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، دا غونډه به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ چې د دې هېواد په وضعیت کې په مستقیم ډول ښکېل دي، د یوې اجماع له رامنځته کولو سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت پرون په یو مفصل بیان کې د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی.

په بیان کې د افغانستان په چارو کې د نه لاس‌وهنې د ژمنې ترڅنګ ټینګار شوی چې، پېکېنګ په افغانستان کې د یوه منځ‌لاري او معقول حکومت ملاتړ کوي.

په بیان کې راغلي دي، چین غواړي افغانستان یو ازاد او ټول‌شموله سیاسي جوړښت ولري، معتدله او معقوله کورنۍ او بهرنۍپالیسي خپله کړي او په تېره له ګاونډیانو او نورې نړۍ سره دوستانه اړیکي وپالي.

د چين بيرغ
د چين بيرغ

د چین د بهرنیوچارو وزارت هیله څرګنده کړې چې، د طالبانو سرپرست حکومت به د ښځو، ماشومانو او قومي ډلو په ګډون د ټولو افغان وګړو اساسي حقونه خوندي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې ګټې به په پام کې ونیسي.

د سمرقند په غونډه کې د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د طالبانو سرپرست حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له تاجکستان پرته د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه له واکمنو طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او اکثرو د افغانستان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازو ته سپارلي دي، خو له دې سره سره د سمرقند په غونډه کې د دوی استازو ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د طالبانو د حکومت له ویاند څخه مو د سمرقند په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون علت وپوښت خو ځواب مو ترلاسه نه‌کړ.

د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره په ډېری وروستیو نړیوالو غونډو کې د طالبانو استازي نه‌دي غوښتل شوي.

د طالبانو حکومت د تېرو غونډو په اړه ویلي چې د دوی له ګډون پرته به هر راز غونډې بې نتیجې وي.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر پرون د پخواني حکومت او د سولې او عدالت د غورځنګ په نوم د خپل سیاسي جریان په استازیتوب په یوه پرانیستی لیک کې د سمرقند د غونډې له ګډونوالو غوښتي دي چې په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو له پیل سره مرسته وکړي.

د سمرقند غونډه د هغو غونډو د لړۍ څلورمه ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان په نوښت پیل شوې او لومړۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوه.

د دې لړۍ دوهمه غونډه د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تهران کې او درېیمه یې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د چین په تونزي Tunxi ښار کې جوړه شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG