د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د طالبانو له خوا خبریالانو ته د کارتونو وېشل؛ نی: د کارتونو وېش دې اجباري نه وي


ارشیف: یو شمېر خبریالان
ارشیف: یو شمېر خبریالان

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د افغانستان ټول خبریالان باید د دې وزارت له لوري د خبریالۍ کارتونه ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ټولو خبریالانو د ثبت او دوی ته کارتونو د ویشلو لړۍ پیلوي.

یو شمېر افغان خبریالان د طالبانو د حکومت د دغه پرېکړې په غبرګون کې وايي چې دا کار په بهر کې د جوړو شویو افغان رسنیو د لاسونو د لنډولو او د خبریالانو په کار د محدودیت په هدف ترسره کېږي.

افغان خبریالان چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل.

یوه خبریال وویل: "په دې کار سره دوی غواړي د هغه رسنیو چې په بهر کې دي او دلته یې خبریالان فعالیت کوي فعالیتونه محدود او لاسونه لنډ کړي."

دغه راز یو بل خبریال وايي: "د یو خبریال دنده دا ده چې واقعیتونه ټولنې ته وړاندې کړي نه دا چې اول خبر یوسي او او هلته یې ورته ایډیټ کړي او دروغ په کې ورزیات شي او بیا ټولنې ته خپور شي."

په همدې حال کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وايي، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د کارتونو ویشل باید اجباري نه وي.

ارشیف
ارشیف

د دې بنسټ مسوول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د خپلواکو خبریالانو د هویت د زیانمنېدو اندېښنې لا پسې زیاتوي.

دا کار د خپلواکو خبریالانو د هویت د زیانمنېدو اندېښنې را پیدا کوي.

کریمي وویل: "خو د اندېښنې وړ دا ده چې خبریالان د ټولنې د خپلواک قشر په توګه د خپلو رسنیو کارتونه لري دوی نه باید حکومتي کارتونه ترلاسه کړي، دا کار د خپلواکو خبریالانو د هویت د زیانمنېدو اندېښنې را پیدا کوي."

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې د خبریالانو لپاره د دې وزارت کارتونه ترلاسه کول اړین دي.

قانع وویل: "هر څوک راغلی خبریال شوی، که زده کړه یې کړي او که تحصیل یې کړی او که نه، ژمنتیا او تخصص لري او که نه. یوه خپرونه یې جوړه کړې ځانته ژورنالیست وايي. د دې کارتونو ترلاسه کول اړین دي، باید وې لري."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوری حکومت پر مهال خبریالانو یوازې د خپلې اړوند ادارې په کارت رسنیز کارونه ترسره کول.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې ډېر ژر به د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ادارې ترمنځ یو تړون لاسلیک شي چې له مخې به یې د دې وزارت د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په جربان کې له اچولو پرته په رسنیزو کارونو کې د لاسوهنې حق ونه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز څه موده مخکې د خپل کلني راپور د خپرولو پر مهال ویلي وو چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د طالبانو حکومت په ځانګړي ډول د دوی استخباراتي ادارې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عاملان دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا راپور رد کړی وو، خو د دغه راپور پر بنسټ په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۳۷ پېښې ثبت شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG