د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د افغانستان ځینو دولتي پوهنتونونو کې د محصلانو او استادانو تر منځ د نمرو پر سر ستونزه


ارشیف: د ننګرهار پوهنتون یوه څنډه
ارشیف: د ننګرهار پوهنتون یوه څنډه

د افغانستان د ځينو ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې د محصلانو او استادانو ترمنځ د نمرو پر سر راپورته شوې ستونزه.

د ننګرهار، کندهار او هلمند دولتي پوهنتونونو د محصلانو او استادانو ترمنځ د نمرو پر سر راپورته شوې ستونزه چې محصلان استادان او د پوهنتونونو مسوولان بیا محصلان ګرم بولي.

یو شمېر محصلانو په دې اړه له ازادي راډیو سره د شقو (د نمرو لېستونه) په شمول یو شمېر اسناد هم شریک کړي دي.

که څه هم ازادي راډیو ونه‌توانېده په خپلواکه توګه دغه اسناد تایید کړي، خو په‌کې لیدل کېږي چې د دغو پوهنتونونو د بېلابېلو ټولګیو او پوهنځیو ډېری محصلانو ډېرې کمې نمرې وړې دي.

محصلان ادعا کوي چې استادان نه‌غواړي محصلان بهر کې سکالرشېپونه ترلاسه یا هم کادر کې فارغ شي، نو ځکه دوی ته دوهم چانس ورکوي.

د ننګرهار پوهنتون د عمومي جراحي شقه چې ازادي راډيو سره شریکه شوې، په‌کې لیدل کېږي چې په ۹۷ کسانو کې دوو کسانو له سلو نمرو ۶۳ او ۶۸ نمرې اخیستي او نور ټول ټولګي ته د ۵۰/۵۵ یا تر دې هم کمې نمرې ورکړل شوې دي.

ډېری دغه محصلان خپله هم د دې کار په اصلي لامل نه‌پوهېږي.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي یو محصل چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه او ویې ویل: "د استادانو دریځ ډېر بدل شوی، وایي معاشات کم شوي په دې خاطر استادان چانس ورکوي، څوک وایي، د وزارت له‌خوا امر شوی، ځینې وایي، استادان نه‌غواړي چې محصلین خارج ته په سکالرشېپ باندې ولاړ شي نو ځکه دوی چانس ورکوي."

په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي یوه شقه چې له ازادي راډيو سره شریکه شوې په‌کې لیدل کېږي چې په دوو ټولګیو کې یوازې دوو کسانو له سلو نمرو ۷۹ او ۷۶ نمرې اخیستي نورو ټولو محصلانو ته ۵۰ او ۵۵ یا تر دې هم کمې نمرې ورکړل شوې دي.

د ننګرهار پوهنتون یو بل محصل د موضوع د حساسیت له امله خپل او د خپل پوهنځي د نوم نه‌ښودلو په شرط وایي: "یو شخص به درس ونه‌وایي، دوه شخصه به درس ونه‌وایي، دا چې ټول صنف درس ونه‌وایي دا د نه‌منلو خبر ده."

ازادي راډیو د دغو ادعاوو په اړه د ننګرهار پوهنتون عمومي رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال، مرستیال‌یې احسان‌الله ناصح، اداري مرستیال‌یې پوهنیار قاضي خالد صداقت، د طب پوهنځي رییس ډاکتر محمد عظیم عظیمي سره پرله‌پسې اړیکه ونیوله، خو د دغه پوهنتون مرستیال او د طب پوهنځي رییس له ژمنې سره سره د راپور تر خپرېدو په اړه ځواب ورنه‌کړ.

په کندهار پوهنتون کې هم محصلان ورته ادعاوې لري.

د کندهار پوهنتون
د کندهار پوهنتون

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د نړیوال اقتصاد مضمون کې په ۱۰۳ کسانو کې ۴۰ کسانو ته له ۵۰ تر ۶۰ نمرې ورکړل شوې دي.

د نمرو دا شقه هم ازادي راډیو تر لاسه کړې ده.

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم ټولګي محصل چې دا هم نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "پوښتنې باید درې کټګورۍ جوړې شي، سخت، اسانه او متوسط. دوی اول تر اخره مشکلې جوړې کړې وې، بل دا چې هغه پخواني استادان اوس نه‌شته."

دا محصل هم ادعا کوي، له هغه وخت راهیسې چې د استادانو معاشونه کم شوي دوی له محصلانو سره مغرضانه چلند کوي.

د کندهار پوهنتون د محصلانو د ادعاوو په اړه مو د کندهار د اقتصاد پوهنځي رییس عبدالله زیارمل وپوښت، نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته ادعا وکړه او ویې ویل: "د پوهنځي د ریاست دروازه تل د محصلینو د ستونزو د حل په موخه خلاصه ده او د هغه صنف له شقې چې عکسونه پورته شوي، د دوی پارچې مو بیا وکتلې، د دوی قناعت حاصل شو، دا مسئله شخصي مسئله وه او محصل مغرضانه کار کړی."

د کندهار ګاوند هلمند ولایت کې هم د محصلانو او استادانو تر منځ د نمرو پر سر ستونزه تر ټولنیزو رسنیو رسېدلې.

د هلمند د انجنیري پوهنځي په یو مضمون کې هم چې شقه‌یې ازادي راډیو ترلاسه کړې، په ۷۴ کسانو کې ۱۵ کسان کامیاب شوي او پاتې نورو ټولو چانس خوړلی دی.

د هلمند د انجنیري پوهنځي یو محصل د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ادعا کوي او وايي: "دوی په لوی لاس غواړي محصلین پوهنتون پرېږدي او یا هم باید د محصلینو شکایت واورېدل شي چې ولې ټول محصلین چانس شوي دي او ولې دوه مخی چلند ورسره کېږي."

خو د هلمند د پوهنتون رییس سورګل عبدالرحمن دا ادعاوې بې‌بنسټه بولي او وايي: "دا چې سږ کال محصلین شکایت لري، د امتحاناتو کمېټې نوې څانګې ته په تیټو نمرو محصلین ورکوي، معنی دا چې د محصلینو ظرفیت ټیټ دی، نو ځکه د دې پوهنځي محصلین ښې نمرې نه‌شي وړلی او استادانو د دوی په حق کې سم قضاوت کړی دی."

په دې اړه مو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر هم وپوښت، خو د دغه وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي مو هم د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت

د افغانستان په یو شمېر دولتي پوهنتونونو کې نارینه محصلان په داسې حال کې له دوی سره د تبعیضي او ناعادلانه چلند ادعا کوي چې اوس‌مهال یوازې دوی پوهنتونونو ته د تګ اجازه لري او د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال ډسمبر میاشت کې د پوهنتونونو دروازې تر بل امر پورې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د طالبانو د دغې پرېکړې په وړاندې د کورنيو او نړیوالو سختو غبرګونونو ترڅنګ د پوهنتونونو یو شمېر استادانو هم د يادې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په توګه استعفاوې وکړې.

سره له دې چې ښځينه محصلانې بېرته پوهنتونونو ته د تګ لپاره شېبې شماري، خو طالبان لا تر اوسه له خپلې دغې پرېکړې نه‌دي په شا شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG