د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

نیوزویک: افغانان د یو وخت ډوډۍ نه لري او د مرستو په لټه سرګردانه ګرځي


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

نیوزویک مجله:

نیوزویک مجلې د افغانانو د لوږې او بې وزلۍ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې چې افغانستان له قحطۍ وژغورئ تر سر لیک لاندې خپره شوې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د کافي بودیجې په نشتوالي څرخېږي او دا چې څنګه له دې چارې سخت اړمن افغانان زیانمنيږي.

نیوزویک لیکلي، په افغانستان کې ناهیلي خوره ده او د لوږې لمن ورځ تر بلې غځېږي په تېره بیا چې تمویلونکي اړ شوي د خوراکي موادو مرستې/راشن کم کړي.

د مجلې په لیکنه، خلک د یو وخت ډوډۍ نه لري او د خوراکي موادو او مرستو په لټه سرګردانه ګرځي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ورځو کې ګواښ کړی وو چې که په اپرېل کې ۹۰ میلیون ډالر بودیجه ورنکړل شي نو له هغو افغانانو سره به یې مرستې ډېرې کمې شي چې د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دا پروګرام له قحطۍ سره د مخو شاوخوا نهو میلیونو افغانانو له ډلې په څلورو میلیونو باندې واردمخه خپلې مرستې بندې کړي.

نیوزویک مجلې لیکلي، وچکالۍ، شخړو او بې ثباتي افغانستان د خوراکي موادو له کمښت سره مخ کړ.

په مقاله کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې سېف دې چلدرن د یوه مسوول کریس نیامندي خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي ماشومان هره شپه په وږي نس ویده کېږي او میلیونونه یې د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

انډيپنډنټ:

انډيپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو د حکومت د هغې لایحې په اړه یوه مقاله خپره کړې چې د نجونو زده کوونکو د حجاب په اړه یې جوړه کړې، خو لا بشپړه او تصویب شوې نه ده.

په مقاله کې یاد شوي چې د طالب چارواکو له خوا د نجونو زده کوونکو د حجاب په اړه په دې لایحه کې امر شوی چې ټولې نجونې دې سر تر پایه اوږدې جامې واغوندي داسې چې په ټیکري او د مخ په پټولو سربېره، چپنه او اوږده لمن پکې شاملېږي.

انډيپنډنټ دا هم لیکلي چې د حجاب په اړه په دې لایحه کې ټينګار شوی چې د جامو په یوه برخه کې د طالبانو د سپین بیرغ نښان هم ونښلول شي.

په مقاله کې راغلي چې طالب چارواکو ویلي، لا هم په دې لایحې کار کوي او نه غواړي تر وروستي کېدو پورې یې د جزییاتو په اړه ډېرې څرګندونې وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې واک ته رسېدلي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او په دې سربېره یې د تېر ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.

دوی دلیل راووړ چې د نجونو لپاره د تعلیم د فضا او شرایطو په برابرولو کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG