د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

په خټه یوې افغانې مېرمنې د بن ښار ولایتي شورا ته لار موندلې


ګلالۍ مموزۍ
ګلالۍ مموزۍ

په خټه افغانه ګلالۍ مموزۍ لومړنۍ بهرنۍ مېرمن ده چې د جرمني د بن ښار ولایتي شورا ته یې لار موندلې ده.

ګلالۍ مموزۍ، چې په نهه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډه شوې د اقتصاد په برخه کې ېې لوړې زده کړې دي.

دا لومړنۍ بهرنۍ مېرمن ده چې د بن ښار ولایتي شورا ته یې لاره موندلې.

مموزۍ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کډوالو سره د مرستې یوه ټولنه هم جوړه کړه.

نوموړې وايي، پلار یې له کوچنیوالي زده کړو او نورو سره مرستې کولو ته هڅوله.

هغې زیاته کړه: "زه لومړنۍ بهرنۍ مېرمن یم چې ولایتي شورا کې دنده تر سره کوم. زه هر چېرې د یوې افغانې په نامه یادېږم. زه ویاړم چې یوه افغانه مېرمن یم. زه خپله سیاست کې یم، خو زموږ اتحادیه بلکل سیاست کې نه ده. اتحادیې المان کې بې طرفه وي."

د درېیو ماشومانو مور فرزانه درې کاله کېږي کې جرمني کې اوسېږي.

هغه وايي، کورنۍ ستونزې یې وې او دومره یې تر فشار لاندې راوستې وه چې ان ځان وژنې ته یې زړه ښه کړی و، خو په خبره یې اغلې مموزۍ او د ټولنې د همکارانو ښو لارښونو یې وژغورله او اوس له خپلو ماشومانو سره هوسا ژوند لري.

نوموړې وویل: "همدا وه چې زه یې له هغې دنیا بېرته راوګرځولم. ډېر بد حالت مې درلوده، دې راسره مرسته وکړه. که دا نه وه نو زما ځای به اوس په لیونتون کې وای او مېړه مې هم ویلې وو دا لیونتون ته لېږم. خدای دې خیر ورکړي، د همدې مرستې وې."

صاحب جان شېرعالم یو بل افغان کډوال دی او یو نیم کال کېږي چې جرمني ته تللی دی.

شېرعالم وایي، ناروغیو او په بدو ورځو کې دې ټولنې ډېرې مرستې ورسره کړې دي.

هغه وویل: "خدای دې داسې ټولنې لا ډېرې کړي هر ملک کې هر ځای کې. ما سره یې د کار په پيدا کولو کې ډېرې مرستې وکړې. ماته ډېرې ناروغۍ را پېښې شوي، زه یې روغتون ته وړی یم، ډېرې منډې یې ما سره کړي، ډېره مننه ترې کوم."

صاحب جان وايي، اوس غواړي خپله کورنۍ جرمني ته وغواړي او ټولنه ورسره بشپړه همکاري کوي.

د جرمنې په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو نورې ټولنې هم شته، چې د ستونزو د هواري په برخه کې دوی سره مرسته کوي.

د جرمنې د بن ښار د ولایتي شورا غړې ګلالۍ مموزۍ وايي، دا او ټولنه یې غواړي په افغانستان کې له زده کړو محرومو افغان نجونو ته د انلاین زده کړو زمینه برابره کړي، خو په خبره یې، طالبانو تراوسه د هو او نه ځواب نه دی ورکړی.

مموزۍ وویل: "موږ طالبانو سره په اړیکه کې یو. موږ په انلاین طریق غوښتل نجونو ته درس ورکړو، نو موږ وغوښتل، چې طالبان زموږ په کار خبر وي او نه موغوښتل چې خلکو یا کورنیو ته د طالبانو له خوا ستونزې پیدا شي، خو طالبانو تر اوسه موږ ته د هو او نه ځواب نه دی راکړی."

د یادونې ده، چې د ګلالۍ مموزۍ په څېر په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان نجونې او مېرمنې د خپلو زده کړو او وړتیاوو پر مټ ښې ځلېدلي، لوړو پوسټونو ته رسېدلې او معتبرې جایزې یې تر لاسه کړي دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دوی له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او دغه شان پوهنتونونو ته له تګ راګرځولي او ډېری دولتي ادارو او ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې یې د دوی په کار هم بندیز لګولی دی.

افغان نجونو او مېرمنو په وار وار د بېلابېلو مدني حرکتونو له لارې له طالبانو غوښتي چې پر دوی لګول شوي محدودیتونه پای ته ورسوي، خو طالبانو په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG