د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د افغانو معترضو مېرمنو د څار او نیولو ادعاوې؛ طالبان دا تورونه ردوي 


ارشیف؛ لاریون کوونکې مېرمنې
ارشیف؛ لاریون کوونکې مېرمنې

یو شمېر افغانې اعتراض کوونکې مېرمنې ادعا کوي چې د طالبانو له لوري له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ او ځینې یې طالبانو بندیانې کړې هم دي.

‎د افغان اعتراض کوونکو مېرمنو له ډلې د پروانې ابراهیم خېل په اړه ادعا شوې چې طالبانو نیولې او اوس بندي ده.

‎هڅه مو وکړه د پروانې له کورنۍ سره هم خبرې وکړو خو ونه توانېدو.

‎ځینو افغان رسنیو راپور ورکړی چې له پرون راهیسې طالبانو شااوخوا لس اعتراض کوونکې مېرمنې څارلي او تر کورونو یې ورغلي دی.

دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

د کار، زده کړو او د حجاب په اړه د طالبانو د نویو اقداماتو په اړه لاریون
د کار، زده کړو او د حجاب په اړه د طالبانو د نویو اقداماتو په اړه لاریون

‎د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو له ډلې یوه یې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم وا نه خیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې له تېرې شپې راهیسې له خپلو کورونو نامعلومو سیمو ته تښتېدلي او د دې لپاره چې شپه یې په سړو سیمو او واورو کې تېره کړې په بد روغتیایي وضعیت کې دي.

‎دا وایي:" له بده مرغه له پرون ماسپښین راپدېخوا طالبان ځینې ښځې پلټي، ګواښي یې او بد چلند ورسره کوي،دا د دې لامل وګرځېدل چې یو شمېر ښځې شپې ناوخته له خپلو کورونو ووځي، ازاده فضا او واورو کې ناستې وې ډېر وضعیت بد وو."

‎دا اغلې وایي کله چې طالبان له محرمو پرته له کورونو د مېرمنو پر وتلو ټینګار کوي، نو ولي یې اوس دا مېرمنې له محرمو پرته بند خونو ته وړي په داسې حال کې چې په خبره یې طالبان هېڅ ښځینه سرتیري نه لري چې له هغوی څېړنې وکړي.

‎د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو د ډلې مشره وحیده امیري چې د خپلو همکارانو په اړه اندېښمنه او وېرېدلي ده.

‎نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو دا ډول چلند به د دوی د حق غوښتنې پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

‎اغلې امیري وایي:" د طالبانو له دې وحشته وېره شته خو د مدني ټولنې غږ نه چپ کېږي بلکې له دې به هم نور د طالبانو د ظلم او جبر پر وړاندې تُند شي، د عدلت غږ به په هېڅ ډول چپ پاتې نه شي د بې عدالتۍ پر وړاندې."

د افغانو مېرمنو لاریونونه ډیری وخت په تاوتریخوالي اوښتي
د افغانو مېرمنو لاریونونه ډیری وخت په تاوتریخوالي اوښتي

مېرمن امیري وایي چې د دوی اعتراض کوونکې ډله ټوله په کابل کې بېلابېلو نامعلومو ځایونو ته تللې چې له وېرې سره مخ دي خو مشخصاً د خپلو همکارانو د وضعیت په اړه کره معلومات نه لري.

بل خوا د افغان اعتراض کوونکو له ډلې د یوې بلې ښځې د نیول کېدو په اړه هم ادعاګانې کېږي.

‎په ټولنیزو رسنیو کې په خپرې شوې یوې ویډیو کې ښکاري چې تمنا زریاب پریاني په نوم یوه افغانه اعتراض کوونکې وایي چې طالبان یې په شپه کې د کور شاته ورغلي.

په دې ۲۵ ثانیه یې ویډیو کې دا مېرمن چغې وهي او د مرستې غوښتنه کوي.

‎خو د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دا ویډیو او ادعا “دروغجنه ” بللې ده.

‎د مېرمن تمنا پریاني په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي چې لومړی د طالبانو له لوري بندي شوې او اوس بېرته ازاده شوې ده.

‎هڅه مو وکړه چې له نوموړې سره خبرې وکړو خو زموږ له تکرارو اړیکو سره سره یې ځواب ونه وایه.

‎د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو د نیول کېدو په اړه له ادعاوو وروسته، په کور دننه او بهر او د ځینو نړیوالو سازمانونو غبرګونونه هم راوپارېدل.

‎د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مسؤلې هیدر بار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې ملګري ملتونو او نړیوال سازمانونه دې د دغو ښځو د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره غږ پورته کړي.

‎اغلې بار وایي:" دا هېڅ د منلو نه دي،خلک حق لري چې اعتراض وکړي او خپل نظر څرګند کړي او نه باید د اعتراض کوونکو پر ضد دا ډول قوه وکارول شي، او بیا دا چې د اعتراض کونکو د کور ترشا ورشي او هغوی توقیف کړی، دا نو بیا د بیان د ازادي ښکاره نقض دی. طالبان باید دا راز سپکاوی ودروی او ژر تر ژره یادې ښځی ازادي کړي."

‎اغلې بار وایي، دا هېڅ د منلو نه دي،خلک حق لري چې اعتراض وکړي او خپل نظر څرګند کړي
‎اغلې بار وایي، دا هېڅ د منلو نه دي،خلک حق لري چې اعتراض وکړي او خپل نظر څرګند کړي

‎خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي.

‎موږ هڅه وکړه چې دطالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز په دې اړه وپوښتو خو نوموړي ازادي راډیو ته یو لېنک واستوه چې هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:"ځینې څېرې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه، د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی کوي، پر اسلامي امارت او امنیتي ځواکونو بې بنسټه تورونه پورې کوي او په دې توګه غواړي چې خارج ته د تللو لپاره ځان ته کېسونه جوړ کړي، نور افغان غیور ولس ته د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ نه دی."

‎ښاغلي همراز له رسنیو غوښتي چې د ژورنالیستکو اصولو له مخې دې دې ډول راپورونو خپرولو ډډه وکړي.

تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو طالبانو ته د منسبو وسله والو له لوري د یو شمېر پخوانیو دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه د تېر جمهوري نظام سرتېرو او افسرانو سره د تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او بندي کولو او شکنجو ویډیو ګانې خپرې شوي_ هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

تازه هغه په ننګرهار کې د ښیوئ ولسوالۍ د ملي امنیت د پخواني مدیر د درېیو ورونو د شکنجې او د یوه د وژلو په اړه د ادعاوو په لړ کې یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د روانې جنورۍ میاشتۍ په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ دغو اعتراض کوونکو ښځو په کابل کې د یو لاریون پر مهال د حجاب په اړه د طالبانو نویو اقداماتو، کار او تعلیم ته د ښځو او نجونو د نه تګ په غبرګون کې چادرۍ ته اور ورته کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د نورو هېوادونو فرهنګ دې پر دوی نه عملي کوي خو په خبره یې دوی خپل اسلامي او شرعي حجاب پلي کولو ته ژمنې دي.

‎ دا لاریون د طالبانو له لوري په تاوتریخوالي اوښتی و.

XS
SM
MD
LG