د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

له افغانستانه د ملګرو ملتونو احتمالي وتلو اندېښنې رامنځته کړي


له افغانستانه د ملګرو ملتونو د احتمالي وتلو په اړه د ياد سازمان د پراختیايي پروګرام د ریيس اکم شټاینر له خبرداري وروسته، د کابل یو شمېر اوسېدونکو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

فرزانه وايي، د طالبانو د حکومت له خوا د دوی د حقونو تر نقض وروسته، له افغانستانه د ملګرو ملتونو د سازمان احتمالي وتل د ښځو په ژوند کې یو بل ناورین وي.

نوموړې ازادی راډیو ته وویل چې په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان ښځې او ماشومان د ملګرو ملتونو خدمتونو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه: "د ملګرو ملتونو د فعالیتونو بندېدل به ښځو ته لا ډېر زیان ورسوي، ځکه چې اوس ښځې نه شي کولی زده کړې او کار وکړي او دوی له ذهني او اقتصادي پلوه ډېرې زیانمنې شوي. دا به د ښځو راتلونکي لپاره به یو ناورین رامنځته کړي، په ځانګړې ډول په لرې پرتو سیمو کې، ځکه چې په تېره کې د ملګرو ملتونو سازمان له ښځو سره د روغتیا، تغذیې او زده کړې په برخو کې همکاري درلوده."

ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان

د کابل يو اوسېدونکی سيدامين هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر فعاليتونه د اړمنو خلکو لپاره اغېزمن بولي.

هغه وویل: "که سږ کال د ملګرو ملتونو سازمان خپل فعالیتونه ودروي، په افغانستان کې لوږه راځي. د ورځې په دې مارکېټ کې ۱۰۰، ۱۵۰ افغانۍ کار کوم نور هېڅ هم نه لرم. دوی باید خپلې مرستې وغځوي. خلک بې چاره دي، بې وزلي دي، که مرسته وي، ښه به وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر اکیم شټاینر د سه شنبې په ورځ له اسوشېټېډپریس خبري اژانس سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې که افغان مېرمنو ته د دې سازمان په دفترونو کې د کار د اجازې ورکولو په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو او د طالبانو د حکومت تر منځ خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسېږي، دوی به د مې په میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام مشر دا هم ویلي چې دا مهال طالبانو سره د ملګرو ملتونو سازمان خبرې روانې دي.

شټاینر اسوشېټېډپریس ته وویل، منصفانه به وي چې ووايي، اوسمهال چې دوی په کوم حالت کې دي، له دې حالته باید د ملګرو ملتونو سازمان ټول سیستم یو ګام شاته واخلي او په افغانستان کې د خپل فعالیت وړتیا وارزوي.

خو هغه زیاته کړه چې د دوی خبرې د بنسټیز اصولو او بشري حقونو په اړه نه دي.

د روان کال د اپرېل په لومړیو کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

دې مسئلې ګڼ غبرګونونه راوپارول، خو د طالبانو حکومت دغه پرېکړه بېرته نه ده اخیستې.

د ازادي رادیو خبریال وغوښتل د ښځو د زده کړو، کار او په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو حکومت هم وپوښتي، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او د ملګرو ملتونو چارواکي باید دا موضوع ومني.

د ملګرو ملتونو دفترونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو لکه د روغتیا، پوهنې، بشري حقونو او تغذیې په برخو کې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې له افغانستانه د احتمالي وتلو خبرداری ورکړی چې اقتصادي ناورین، ناامنۍ او د اقلیم بدلون نړیوالو بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا زیاته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG