د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د ویانا په غونډه کې لسګونو طالب ضد څېرو ګډون کړی


د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

د ویانا په غونډه کې لسګونه طالب ضد څېرې ګډون لري.

د طالبانو پر ضد د سیاسي اجماع رامنځته کول او پر دوی د نړیوالې ټولنې د فشارونو راوړل هغه دوه مسایل وو چې د ویانا په غونډه کې پرون پرې بحث شوی.

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو سیاسي مخالفان چې په کې شاوخوا دېرش تنه د پخوانۍ ملي شورا غړي، سیاستوال، فعالان او ځینې رسنیزې څېرې شاملې دي غونډه کړې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو یوې فعالې فوزیې کوفي تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې دا غونډه د یوې سیاسي اجماع د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې وه.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي

کوفي وویل: "اوس موږ ته تر ټولو دا مهمه ده چې یوه اجماع رامنځته کړو. تر څو چې اجماع نه وي په یوې سیاسي طرحې کار کول نتیجه نه ورکوي. هره ډله خپله سیاسي طرحه لري، خو موږ باید د طالبانو ضد سیاسي حوزه پراخه کړو، قوي یې کړو او د افغانستان ټولو اجتماعي ډلګیو ته په کې ځای ورکړو."

مېرمن کوفي زیاته کړه چې د بشر او ښځو حقونه د هغې لپاره سرې کرښې دي او هېڅکله نه شي ترې تېرېدای.

د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د دې غونډې له ګډونوالو څخه دی.

د دې جبهې ویاند هوشنګ ساعي ازادي راډيو ته وویل چې د اتریش په غونډه کې به پر طالبانو د فشار راوړلو او له اوسني بحران څخه د افغانستان د وتلو پر لارو چارو خبرې وشي.

د غونډې یوه ګډونوال او د طالبانو سیاسي مخالف قاري عیسی محمدي ازادي راډیو ته وویل: "اکثرو دوستانو په دې ټینګار درلود چې په دې تېر شلو میاشتو کې د طالبانو له خوا هېڅ داسې نښه نه ده ښودل شوې چې د افغانستان ولس ته په داسې یوه سترګه وګوري چې کوم حق په یوه ډیموکراټ نظام کې لري او هغه حق ورته ورکړل شي. او دوی په ظلم او زور راغلي او فقط د زور ژبه چلوي."

محمدي وویل د غونډې ویناوالو ټینګار درلود چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي څو له خپلو سختدریځيو تېر شي.

د اتریش د څېړنیز انسټېټیوټ مشر ولفګنګ پیټریچ د دې غونډې هدف د افغانانو په هغو غوښتنو باندې بحث یاد کړی چې په رښتیني ډول د جګړې د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د یوه دیموکراتیک حکومت له لارې د پخلاینې او سولې ټینګښت غواړي.

هغه وویل، په افغانستان کې تر هغه وخته سوله نه شي راتلای چې د ټولو قومونو او مذهبي ډلو د ګټو ملاتړی اساسي قانون جوړ نه شي او عادلانه ټاکنې د نړیوالو تر څارنې لاندې ونه شي.

خو طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنې په کلکه رد کړې او ادعا کوي چې د دوی موقت حکومت ټولشموله دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ویانا د ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو دوی دا ډول پخوانۍ ناستې رد کړې وې او ویل یې چې د دې ناستو ګډونوال د دوی په خبره ازمویل شوي او د افغانستان خلک یې ښه پېژني.

په ویانا کې دا ناسته په داسې حال کې پیل شوې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش راتلونکې اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو له ځانګړي استازیو سره وګوري.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د اجماع پر رامنځته کولو تمرکز وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG