د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان: افغانستان باید له یاده ونه ایستل شي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان وايي، افغانستان باید له یاده و نه ویستل شي.

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان دایمي غړو خپله جوړه شوې غونډه کې د افغانستان وضعیت څېړلی او په سیمه یې د دې وضعیت د اغېز په اړه خبرې کړي.

که څه هم د دې سازمان په غونډه کې وویل شول، چې اوسمهال ډېر نړیوال تمرکز په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه دی، خو ګډون کوونکو هېوادونو ب ټینګار کړی چې افغانستان باید له یاده و نه ایستل شي.

د او ایس سي اي سازمان خپله اعلامیه کې لیکلي، غونډه کې دا ټکی هم روښانه شوی چې د افغانستان وضعیت په منځنۍ اسیا کې نجونې، ښځې او نارینه اغېزمن کړي دي.

اعلامیه د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان کې د سویډن د دایمې غړې الریکا فنیرډ له قوله لیکي، په افغانستان کې روان حالت پر سیمې پراخ اغېز لري.

دې غونډې ته د او ایس سي اي د شخړو د مخنیوي مرکز مشرې تولا یارجلا ویلي، په افغانستان کې روان حالت ته په کتو باید منځنۍ اسیا سره ډېره مرسته وشي، څو سیمه کې انعطاف پیاوړی شي.

په ورته وخت کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان کې د افغانستان دایمې استازې منیژه باختري د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو بنسټیزو ازادیو ته د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه ښودلې.

مېرمن باختري له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب او درناوي په اړه ډاډ ورکړي.

په ویانا کې د افغانستان سفارت په خپله اعلامیه کې د منیژه باختري له قوله، له نړیوالې ټولنې په دې اړه هر څه ژر د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې.

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان کې د افغانستان دایمې استازې ویلي، په افغانستان کې له اوسني وضعیت سره چلند باید، پر سیمې د حالاتو د اغېز د کمولو لپاره نه‌وي، بلکې دا وضعیت باید د یو ګواښ په توګه مطرح شي او داسې و انګېرل شي چې میلیونونه افغانان، ښځې او نارینه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په هېڅ برخه کې د افغانانو حقوق تر پښو لاندې شوي نه‌دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "موږ وینوو افغانستان کې ارامي ده، اطمینان دی، د خلکو وژل نه‌شته، ځورول نه‌شته، خلک په ازادانه توګه خپل ژوند کوي. موږ خو د دې شاهدان نه‌یوو چې د چا حق دې تر پښو لاندې شوی وي."

که څه هم طالبان د بشري حقونو د خوندیتوب دعوه کوي، خو واک ته یې له رسېدو وروسته یې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د نجونو او ښځو په کار او ازادیو یې محدودیتونه لږولي او تر خوا په نجونو او ښځو مخ پټول اجباري کړي دي.

XS
SM
MD
LG