د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د ازادۍ جبهې د قوماندان اکمل امير وژنې ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي


د ازادۍ جبهې يو قوماندان اکمل امير چې طالبانو سره جګړه کې ووژل شو.
د ازادۍ جبهې يو قوماندان اکمل امير چې طالبانو سره جګړه کې ووژل شو.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د یوه پخواني افسر او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې د مخکښ قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو خبر پرون خپور شو.

له دې سره ګڼو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د هغه پر مړینه خواخوږي وښوده او د هغه بېلابېل عکسونه او ویډیوګانې یې لاس په لاس کړې.

د طالبانو د بلې مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې دوه قوماندان اکمل امیر او بصیر احمد اندرابي له خپلو ځینو ملګرو سره یو ځای له طالبانو سره تر څو ساعته جګړې وروسته وژل شوي دي.

اکمل امیر او ملګري یې د افغانستان د وګړو د ازادۍ او عزت د دفاع پر لار وژل شوي دي.
رباني

بل‌خوا د افغانستان د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر صلاح الدین رباني هم د اکمل امیر د مړینې خبر خپور کړی او په خپل فېسبوک کې یې لیکلي، چې اکمل امیر او ملګري یې د افغانستان د وګړو د ازادۍ او عزت د دفاع پر لار وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت اله نبیل په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د اکمل امیر او د هغه د ملګرو مړینه به افغانستان ته یوه لویه ضایعه وي.

د رحمت الله نبيل د ټوېټر صفحې سکرين شاټ
د رحمت الله نبيل د ټوېټر صفحې سکرين شاټ

د افغانستان پېژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا هم په خپل فېسبوک کې د اکمل امیر پر وژل کېدو خواشیني ښوولې او لیکلي يې دي، سل افسوس چې د دغسې کسانو د مړینې خبر اوري.

د طالبانو دفاع وزارت هم د افغانستان د ازادۍ جبهې د قوماندان اکمل امیر د مړینې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت اله خوارزمي پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د پوځي عملیاتو پر مهال د امیر په ګډون اته کسان د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

خوارزمي د دغو پوځي عملیاتو د دقیق وخت په اړه څه نه‌دي ویلي خو ادعا یې کړې، چې په عملیاتو کې ملکیانو او طالبانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

اکمل امیر د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي اردو د کومانډو ځواکونو یو افسر و.

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اکمل امیر په باب وویل: "کله چې له ملي پوځي اکاډمۍ فارغ شو، څو وارې یې دنده بدله رابدله شوه، په اتل قول اردو کې یې وظیفه کوله او وروسته یې په کابل کې په دفاع وزارت کې په کشف ریاست کې کار پیل کړ. بیا په عقیدتي ریاست کې وګمارل شو. په امریکا کې د خپلو لوړو زده‌کړو له کبله یې زیات ستاین‌لیکونه اخیستي وو، د همدغو زده‌کړو له کبله د کومانډو ځواکونو یو افسر و."

محمد رادمنش
محمد رادمنش

ځینې راپورونه وايي، کله چې شا و خوا اتلس میاشتې مخکې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، اکمل امیر پنجشېر ته لاړ او وروسته د افغانستان د ازادۍ جبهې سره ملګری شو.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د دې موضوع په اړه لا تبصره نه‌ده کړې، خو د دې جبهې یوه مسوول چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، شوې نښتې څو ساعته دوام کړی خو د هغه په وینا داسې شواهد یې نه‌دي ترلاسه کړي، چې واقعا د اکمل امیر او د هغه د ملګرو وژل کېدل ثابت کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG