د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د افغانستان د خپلواکۍ جبهه: طالبانو يو شمېر ولايتونو کې ملکيان وهلي او بنديان کړي دي


پنجشېر بازار کې د طالبانو رينجر موټر، ارشيف
پنجشېر بازار کې د طالبانو رينجر موټر، ارشيف

د طالبانو ضد وسله والې ډلې «د افغانستان د خپلواکۍ جبهې» ادعا کړې چې، طالبانو په کابل، پروان،کاپیسا او پنجشېر کې یو شمېر ملکیان له دې جبهې سره د اړیکو په تور وهلي او بندیان کړي دي.

دې جبهې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د سیمې ځینو سرچینو هم ازادي راډیو ته تایید کړې چې د طالبانو ځواکونو یو شمېر کورونه تلاشي کړي او ځينې خلک يې نيولي دي.

د خپلواکۍ د جبهې په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې، طالبانو د جنوبي سالنګ د څو ورځې مخکې جګړې پر مهال د جبهې د وژل شویو جنګیالیو د جنازې په مراسمو کې د خلکو د ګډون مخه نیولې او وهلي یې دي.

د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ جبهې تایید کړه چې، د دوی ۶ جنګیالي په جنوبي سالنګ کې له طالبانو سره په سختو نښتو کې وژل شوي.

د طالبانو دفاع وزارت بیا ادعا کړې وه چې د جبهې د دوو قومندانانو اکمل امیر او بصیر اندرابي په شمول یې ۸ کسان وژلي دي.

خپلواکۍ جبهې په خپله لومړۍ اعلامیه کې ویلي وو، د جنرال اکمل امیر وژنه نه‌شي تاییدولی.

نن یې په دویمه اعلامیه کې هم د اکمل امیر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو ضد بلې جبهې «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود او ځینو نورو طالب ضد څېرو د اکمل امیر پر وژنې خواشیني ښودلې.

د طالبانو پر ضد څو جبهې جنګ کوي، چې له ډلې یې د امریکا د جنګ او سولې د مطالعاتو د انستیتوت په خبره د افغانستان خپلواکۍ جبهه په زیاتو سیمو کې فعاله ده.

د دې جبهې مشري د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د دفاع پخوانی وزیر او لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG