د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د ازادۍ جبهې د قوماندان 'اکمل امیر' د وژل کېدو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې


اکمل امیر
اکمل امیر

د طالبانو د مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې مشهور قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو د ادعاوو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.

له سه شنبې ورځې راهیسې د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د افسر او د طالبانو د مخالفې ډلې د افغانستان ازادۍ جبهې د مشهور قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېږي.

د طالبانو دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د افغانستان د ازادۍ جبهې د قوماندان اکمل امیر په ګډون اته کسان وژلي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت اله خوارزمي د دغو پوځي عملیاتو د دقیق وخت په اړه څه نه‌و ویلي، خو ادعا یې کړې وه چې په عملیاتو کې ملکیانو او طالبانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

د اکمل امیر خپلوان د هغه وژل کېدل، نه ردوي او نه يې هم تاییدوي.

د ازادي راډیو خبریال د اکمل امیر له څو خپلوانو او ملګرو سره خبرې کړي چې هیچا هم د هغه وژل کېدل تایید نه کړل.

د نوموړي یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د اکمل امیر د جسد هغه عکسونه چې په رسنیو کې خپاره شوي، رښتینې نه دي.

هغه وویل: "د امیر صیب مړینه نه تاییدوو نه ردوو. هغه عکسونه چې بي بي سي او افغانستان انټرنشنال خپاره کړي او ویل شوې چې د نوموړي مړینه قطعي ده، موږ ډاډه یو چې دا عکسونه د امیر صیب نه دي."

د اکمل امير يوه بل نږدې ملګري له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې نوموړى ټپي شوى او خوندي ځاى ته لېږدول شوى، خو د امنيتي ستونزو له امله د ده د استوګنې ځاى او عکس د خپرولو اجازه نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادۍ جبهې د سې شنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه د دې جبهې د شپږو غړو وژل کېدل تایید کړل چې په کې بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي بامیاني، صبور فاریابي او حسین سمنګاني شامل دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویاند نصرالله فاتح ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې اکمل امیر او یو ساتونکی یې لا هم نادرکه دي.

هغه زیاته کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د اکمل امیر د جسد خپور شوی تصویر جعلي دی.

د ازادۍ جبهې ویاند ادعا کوي چې طالبانو په کابل کې د اکمل امیر کور محاصره کړی او د هغه د موندلو لپاره یې له کابل، کاپیسا او پروان څخه د نوموړي شاوخوا ۸۲ تنه خپلوان، د کورنۍ غړي او ملګري نیولي او تر پوښتنو او تحقیق لاندې دي.

د اکمل امیر د وژنې ادعا او د بصیر اندرابي د وژنې خبر، په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اکمل امیر د تېر جمهوري نظام یو لوستی پوځي افسر دی چې د پوځ په بېلابېلو څانګو کې یې دندې ترسره کړي، خو د تېر جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته پنجشېر ولایت ته ولاړ او څه موده وړاندې د افغانستان له ازادۍ جبهې سره یوځای شو.

د افغانستان ازادۍ جبهې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پد ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب په میاشت کې خپل شتون اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG