د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

طالبان: د پنجشېر مرکز ته نږدې یو؛ د ملي مقاومت جبهه: په شا تمبول شوي


پنجشېر کې روانه جګړه
پنجشېر کې روانه جګړه

په پنجشېر کې د طالبانو او د مقاومت جبهې جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده. دواړه لوري هلته د روانې نښتې په اړه بېلابېل روایتونه لري.

طالبان وايي، د پنجشېر مرکز ته نږدې شوي او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی.

د دې ډلې د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد وثیق ازادي راډیو ته وویل، وسله‌‌وال یې له څلورو لوریو د ولایت مرکز ته نږدې شوي دي: "د پنجشېر په اړه وروستي معلومات دا دي چې مجاهدینو په ټولو ساحو کې پرمختګ کړی او له څلورو خواوو د ولایت مرکز ته را نږدې شوي دي. مجاهدینو خپل عملیات ډېر ورو روان کړي، څو ملکیانو ته زیان و نه رسېږي."

د طالبانو دا لوړ پوړی چارواکی که څه هم وايي، چمتو دي چې هلته روانه شخړه د خبرو په وسیله پای ته ورسوي، خو ټینګار کوي چې ډېر ژر به دا ولایت ونیسي.

په سیمه کې سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه د پنجشېر په څو سیمو پراخ بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

د ملي مقاومت جبهه وايي، په دې بریدونه کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې یو شمېر غړو د طالبانو د کلابندۍ ترڅنګ د نږدې ۱۵۰ وسله‌والو د وژلو خبره کړې.

د دې جبهې یو سیمه‌ییز قوماندان توفیق‌الله راسخ ازادي راډیو ته وویل: "د خاواک په نوم یې یوه قریه نیولې، خو مرګ‌ژوبله یې ۱۵۰ تنه ده. تر اوسه یې له هغې سیمې مختګ نه دی کړی. موږ له چریکي جګړه کوو. دښمن غافل‌ګیر کوو او له هغو نقطو برید کوو چې کمزوري برخې یې دي. انشاالله د خپلو درن او سپکو وسلو په وسیله جګړې ته دوام ورکوو. "

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود بیا د طالبانو پر ضد خپله مبارزه نه ماتېدونکې بللې
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود بیا د طالبانو پر ضد خپله مبارزه نه ماتېدونکې بللې

خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد وثیق دا د دوی ضد تبلیغات ګڼي او وايي، له پنجشېر په ګڼ شمېر هغه کسان چې له دوی سره یې جګړه کوله، تښتېدلي دي.

خو د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود بیا د طالبانو پر ضد خپله مبارزه نه ماتېدونکې بللې.

ښاغلي مسعود په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي، هېڅ‌کله به د ازادۍ او عدالت لپاره له خپلې پیل کړې مبارزې لاس په سر نه‌شي.

هغه زیاتوي: "ماتې یوازې هغه مهال شونې ده چې له خپلې مبارزې لاس واخلئ او ستړي شئ."

خو د هغه په خبره، زموږ خلک هېڅ‌کله نه ستړي کېږي او د یوه اباد، خپلواک او ازاد افغانستان د جوړېدو پورې به یې مبارزه روانه وي.

په ورته وخت کې صلاح الدین رباني خبرداری ورکوي، که طالبانو پنجشېر کې جګړې ته دوام ورکړي، نو د هېواد په نورو سیمو کې به یې هم پر وړاندې مقاومت پیل شي.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، د جګړې د دوام لپاره هېڅ بهانه نه‌شته او د پنجشېر ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له‌خوا د پنجشېر د محاصرې په دوام، هلته پر خلکو برښنا پرې شوې او مخابراتي شبکو هم خپل فعالیت بند کړی.

له سیمې خلک وايي، له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي او ژر به یې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاس‌رسی محدود شي.

پنجشېر یوازینی ولایت دی چې یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له واکمنۍ سره مخالفت ښودلی او له دې ډلې سره یې د یو ځای کېدو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.

که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ یوې حل لارې ته د رسېدو په اړه خبرې هم وشوې، خو پایله یې ور نه کړه.

XS
SM
MD
LG