د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ځینې سیاسي جریانونه: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار په مخکې ده


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ځینې سیاسي جریانونه وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار په مخکې ده.

ځینې سیاسي جریانونه وايي، د نړۍ له خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع هغه وخت مطرح کېدای شي چې لومړی دوی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي.

د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مرستیال او ویاند شاه محمود میاخېل پرون سې شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "که داخلي مشروعیت نه وي، یعنې یو نظام یا یو حکومت د ولس په خوښه ونه ټاکل شي، ولس ارام نه وي، د بیان ازادۍ نه وي، د تعلیم، سیاست او د ژوند ازادۍ نه وي، په هغه صورت کې نورو هېوادونو ته دا مشکله ده چې داسې یو حکومت په رسمیت وپېژني. دغه علت دی چې د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی."

د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مرستیال او ویاند شاه محمود میاخېل
د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مرستیال او ویاند شاه محمود میاخېل

د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع وروسته له هغې بحثونو ته راغله چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد څرګندونې لانجمنې شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

هغې ویلي وو، د قطر د پلازمېنې دوحې په راروانه غونډه کې به د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندلو هم بحثونه وشي.

خو وروسته د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق وویل، په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث ونه شي.

ویل شوي د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه به د دې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش کوي.

په همدې حال کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا هم امیري هم پرون په خپل ټویټر کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په باب عکس العمل وښود.

هغې لیکلي: "له طالبانو سره د اړیکو عادي کول هغه وخت ممکن دي چې لومړی طالبان د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو حقونو ته درناوی وکړي."

د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري هم وايي، که طالبان خپل حکومت ته مشروعیت غواړي، لومړی دې ځینو ارزښتونو ته درناوی وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري

غفاري وویل: "که طالبان په نړۍ کې د خپل نظام د رسمیت پېژندنې په لټه کې وي، نو په کار ده چې د ښځو د کار، تعلیم او د بیان ازادۍ ته بشپړ درناوی وکړي او د اساسي قانون تر تدوین، توشېح او انفاذ وروسته د بشر او لږکیو ټول حقونه ومني. که نړیواله ټولنه خپل منشور، دغه راز د بشري حقونو اعلامیو او اړوندو نورو موادو ته ژمنه وي، په کار ده د پورتنیو شرایطو تر پوره کېدو مخکې طالبي نظام په رسمیت ونه پېژني، که داسې کوم اقدام کېږي نو طبیعي ده چې افغانان او په ځانګړي ډول مېرمنې به نړیوالې ټولنې او طالبانو ته په یوه نظر ګوري."

سره له دې چې د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د قطر د غونډې په درشل کې طالبانو ته ځینو نږدې اشخاصو هیله ښودلې وه چې د دوی حکومت به په رسمیت وپېژندل شي.

طالبانو نجونو ته لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د نجونو پرمخ یې د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

وروسته له هغې چې طالبانو روانه میلادي میاشت د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار منع کړ، دې کار یې پراخ عکس العملونه وپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG