د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

له ' ګوټېرېش' څخه د افغانستان ستونزو په اړه د هر اړخيزو ارزونو غوښتنه شوې


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د امنیت شورا په یوه غونډه کې د وینا پر مهال
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د امنیت شورا په یوه غونډه کې د وینا پر مهال

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار وايي، د افغان ښځو د حقونو فعالانې په دې ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه څېړنه دې د ښځو د حقونو د یوې معتبرې او متخصصې منبع له‌خوا وشي او باید د نجونو او ښځو حقونه د ارزونې د اصلي محور په توګه په پام کې ولري.

هېدر بار تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د هغو رسنیو د فعالیت د مخنیوي هڅه چې د دوی له‌خوا نجونو او ښځو ته اوښتي زیانونو ته پوښښ ورکوي، ښيي چې دا غوښتنه څومره بېړنۍ ده او دا چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو دې جنسیتي اپارتاید ته ځواب ویل څومره مهم دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار

امنیت شورا د مارچ په ۱۶مه د ملګروملتونو سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرې غوښتي و چې د نومبر تر ۱۷مې د هغو ستونزو د مخنیوي په خاطر چې افغانستان ورسره مخامخ دی، د هر اړخیزو او منظمو سپارښتنو د وړاندې کولو لپاره ارزونې وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان فعالانې هم له ازادي راډیو سره خبرو کې دا غوښتنه مطرح کوي.

د ښځو د حقونو فعاله مانیلا پایښت نن ازادي راډیو ته وویل، دا ارزونه باید د یوې معتبرې او باخبره منبع له‌خوا وشي، څو د افغان نجونو او ښځو اوسنۍ ستونزې په هر اړخیزه توګه روښانه او تر نړیوالو ورسېږي.

پایښت زیاته کړه: "د ښځو حقوق په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوي دي. ښوونځي بند دي، هغوی د کار او په ټولنه کې د فعالیت حق نه‌لري. تر اوسه چې هرې منبع یا هېواد کوم ګام پورته کړی، له بده مرغه د هغوی هڅې ناکامې شوې دي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله سونیکا ارین بیا که له یوې خوا دې ارزونې ته هیله‌منه ده، خو نیوکه کوي چې افغان نجونې او ښځې په بشپړه توګه له یاده ویستل شوې دي.

ارین وویل: "د نړیوالې ټولنې په ګډون ټول خاموشه دي. په دې وروستیو هېڅوک غبرګون نه ښيي. زه هیله‌منه یم چې دا موضوع هېره نه‌شي او په دې اړه جدي، موثر او په حقایقو استوار اقدام وشي، څو افغان نجونې او ښځې وشي کولای ښوونځي، پوهنتون او کارونو ته ستنې شي."

دا ادعا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان دوه لوړ پوړو پلاوو افغانستان ته سفرونه کړي او د ښځو او نجونو د نقض شویو حقونو په اړه له طالب چارواکو سره غږېدلي دي.

خو طالبانو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي او لا یې سختې کړې دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022

معلومه نه‌ده چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دې اړه د څېړنې چارې پیل کړي او که نه.

خو تمه ده چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو ورځو کې د ګوټېرېش په کوربه‌توب په دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وشي.

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو هم د دې ارزونې په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب ورنه کړ.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، په تعلیمي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې یې د افغان نجونو او ښځو په حقونو خورا سخت دریځي بندیزونه لګولي چې د نړیوالو او په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي.

د دوی له وروستیو بندیزونو یو هم د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز دی چې له امله یې دې سازمان په افغانستان کې له خپلو کارکوونکو غوښتي چې د مې تر ۵مې نېټې کار ته ولاړ نه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG