د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

​​​​​​​ګوټېرېش ته د افغان خبریالانو لیک؛ عبیدي: د بیان ازادي او خبریالان ځپل شوي


ارشیف: د افغانستان ځينې خبریالان
ارشیف: د افغانستان ځينې خبریالان

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ د ملګرو ملتونو له سازمانه په یوه لیک کې د افغان خبریالانو او په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان چې مرکز یې په جرمني کې دی، له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان خبریالانو د ستونزو حل او په افغانستان کې د بیان ازادۍ دفاع ته لاس په کار شي.

دغه سازمان په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بیان ازادي او ازاد خبریالان سخت ځپل شوي دي.

د سازمان مشر حامد عبیدي د دوشنبې په ورځ د اپریل ۱۰مه ازادي راډیو ته وویل چې د لیک یوه کاپي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ته هم لېږل شوې ده.

حامد عبیدي
حامد عبیدي

دا چې په لیک کې د افغان خبریالانو کومې ستونزې یادې شوي، ښاغلی عبیدي یې په اړه وایي: :"افغانستان د بیان ازادي نه لري، ټولې خپرونې سانسورېږي. خبریالان تعقیبېږي او د استخباراتو ادارې له خوا نیول کېږي، ځورول او شکنجه کېږي. تر څنګ یې په ګاونډیو هېوادونو کې د خبریالانو وضعیت ډېر بد دی، خبریالان اقتصادي ستونزې لري، د ویزې ستونزې لري، له یوه نیم کال راهیسې دوی په دې هېوادونو کې مېشت دي، د تخلیې پروسه یې ډېره ځنډول شوې ده."

طالبانو که څه هم په وار وار ژمنه کړې چې دوی د بیان ازادۍ اصولو ته ژمن دی، خو پر دوی د خبریالانو ملاتړي بنسټونه تل نیوکه کوي چې خپله دغه ژمنه یې نه ده عملي کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، هر خبریال چې تعقیب یا نیول کېږي، له رسنیر کار سره یې تړاو نه لري، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه له دې ادعا سره موافق نه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

خبریاله حسینه شېرزاد چې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان غړې هم ده، په دې باور ده چې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته د بیان ازادي ډېره ځپل شوې.

نوموړې په یوه ویډیویي پيغام کې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته په خطاب کې ویلي: "په خواشینۍ سره باید ووایو چې ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان (د پخواني نظام) له سقوط وروسته په هېواد کې د بشري ژوند ټولو اړخونو، خصوصاً د بیان او رسنیو خپلواکي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته ملا ماتېدونکي زیانونه ورسېدل. ګڼ خبریالان تبعید شول، یو شمېر زنداني شول، وربړول شول، تبعید شول او یا ووژل شول. ځینې لا هم خورا ناوړه شرایطو کې د افغانستان دننه یا ګاونډیو هېوادونو کې ګیر پاته دي."

د راپورونو له مخې له تېر یوه نیم کال راهیسې شاوخوا درې سوه افغان خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تګ په نیت د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي چې سختې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې ګالي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی ازادي راډیو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت د ویجاړۍ خواته روان دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې هم ویلي، له ۲۰۲۱ کال مخکې افغانستان کې نږدې پنځه نیم سوه رسنیز مرکزونه فعال وو چې اوس له دې ډلې شاوخوا ۲۲۰ بند او په فعالو کې هم یو شمېر یې له سختو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG