د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

جرمني په موقت ډول د افغانانو د منلو پروسه ودروله


جرمني کې افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف
جرمني کې افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک پرون اعلان وکړ چې، د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتن‌لیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول شوی دی.

د جرمني رسنیو د هغې له قوله راپور ورکړی، چې دا موضوع موقتي ده او هېواد یې د دغه سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله دا پرېکړه په موقت ډول کړې ده.

که څه هم دې د ناوړې استفادې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه یې د چهارشنبې په ورځ کړې او د پاکستان او ایران په سفارتونو که به پلي کېږي.

د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلي چې، په راتلونکو ورځو کې به دوی د زیانمنو افغانانو ته، امنیتي پوښتن‌پاڼه توزیع کړي څو د ناوړې ګته اخیستنې مخنیوی وشي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالنا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالنا بایربوک

دا په داسې حال کې ده چې، د جرمني یوې افغانې همکارې د دغه پروسې له بندېدو اندېښنه څرګنده کړې.

دا چې نه‌غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د دغې پروسې بندول د ډېرو ستونزو لامل کېږي، د هغې له ډلې مثال زه د یوې محلي کارکوونکي په توګه چې په ښه امنیتي حالت کې قرار نه‌لرم، زما اندېښنې لا ډېروي، د روحي او رواني لحاظ ماته زیان رسوي، بندیزونه ډېریږي، مثال په هغه ولایت کې چې زه ژوند کوم، هغه ښځې چې برقه یا چادري ونه‌لري، دوی یې وهي دا ډېر نه جبرانېدونکي زیانونه لري چې زه یا زما کورنۍ یې وویني."

"د دغې پروسې بندول د ډېرو ستونزو لامل کېږي

دغه راز یو شمېر هغه افغانان چې ادعا کوي د طالبانو تر حاکمیت لاندې یې په افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخ دی او د جرمني هېواد د ویزې د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي تر څو په یو امن ځای کې ژوند وکړي وايي، د پناه غوښتنې د بهیر ځنډیدلو ډېر اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې لېمې سپېڅلې ازادي راډیو ته وویل: "دوی اعلان کړی دی چې دوی دغه پروسه ځنډوي ځکه په دې پروسه کې په دې سیستم کې ځینې سوء استفادې شوې دي، زما په اند باندې سوء استفاده هم که کېږي، ددوی له لوري به وي، ځکه دا سیستم، دا سیټونه، دا لېنکونه چې دوی اعلان کړي، هرڅه د دوی په اختیار کې وو، نو په پروسه کې یې که ځنډ راځي هم زموږ په زیان ده، افغان خبریالان او افغان فعالین دننه په افغانستان کې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې په بدو حالاتو کې شپې ورځې تېروي."

يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې اروپا ته د تګ په نيت پاکستان کې شپې او ورځې سبا کوي.
يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې اروپا ته د تګ په نيت پاکستان کې شپې او ورځې سبا کوي.

مروت یو له هغه خبریالانو څخه ده چې، د دې په خبره د طالبانو له‌خوا د لګېدلو فشارونو له امله اړه شوې افغانستان پرېږدي، او پاکستان ته ولاړه شي.

نوموړې وايي: "دا چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر خبریالانو فشارونه زښته ډېر دي، اړه شوم افغانستان پرېږدم، پاکستان ته ولاړه شم، دا چې جرمني د تګ پروسه وځنډوله موږ ته یې ډېره اندېښنه پيدا کړه، په دې وخت کې موږ خپل هر څه چې درلودل، وموپلورل. اوس معلومه نه‌ده چې دا پروسه به تر څه وخت بنده وي او دا خپله یوه ډېره لویه اندېښنه ده ټول افغانستان ته او په ځانګړي توګه هغه خبریالانو ته چې پاکستان کې پاتې دي دلته هم له ویزې او د امکاناتو د نه درلودلو رنځ وړي."

دا چې جرمني د تګ پروسه وځنډوله موږ ته یې ډېره اندېښنه پيدا کړه

بل افغان خبریال محمد رجا هم د خبریالانو د اندېښنو په اړه وایي، چې د جرمني د ویزې د تر لاسه کولو لپاره ایران ته تللی دی.

نوموړی وايي: "د خبریالانو د پذیریش د پروسې بندېدل هغه خبریالانو ته چې ایران او پاکستان ته تښتېدلي دي، موږ خبریالانو ته د اندېښنې او ستریس باعث ګرځېدلي دي. هغه کسان چې په قانوني ویزو دغه هېوادونو ته دننه شوي او په قانوي لحاظه دغه دوو هېوادونو ته تللي دي، اوس يې د ویزو وخت یې پوره شوی دی، په دغه دوو هېوادونو کې په ځانګړي توګه المان او نورو اروپایي هېوادونو په هیله ناست دي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې یې ۲۸ زره او ۶۰۰ تنه افغانانو ته ویزې ورکړې دي.

دغه وزارت وایي، د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې تر اوسه نږدې ۳۰ زره افغانان په جرمني کې منل شوي دي، چې له دې ډلې د پخواني دولت کارکوونکي او هغه کسان او کورنۍ یې چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو هم شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG