د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

ترکيې ويلي، تېرو اووه ورځو کې يې نږدې ۶۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي


ارشيف
ارشيف

د ترکیې د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې په تېرو اووه ورځو کې یې د ۶۰۰ په شاخوا کې افغان کډواله له دغه هېواد ډيپورټ کړي دي.

د سمنګان ولایت اوسېدونکی قیام الدین وایي، د بې‌کارۍ او امنیتي ستونزو له امله په قاچاقي لارو ترکيې ته تللی و.

قیام الدین ازادي راډیو ته وویل، درې میاشتې مخکې د ترکیې پولیسو ونیوه او په دې وروستیو کې یې افغانستان ته واستاوه.

نوموړی وايي: "دوه کاله وړاندې د بې‌کارۍ او نا امنۍ له امله په قاچاقي لار ترکیې ته لاړم، دوه کاله هلته پاتې شوم، خو کله مې چې غوښتل د ترکیې له یوه ولایته بل ته لاړ شم، د ترکیې پولیسو ونیولم او د دریو میاشتو حبس وروسته افغانستان ته ډیپورت شوم."

"دوه کاله وړاندې د بې‌کارۍ او نا امنۍ له امله په قاچاقي لار ترکیې ته لاړم

اجمل احمدزی چې اوس‌مهال په ایران کې دی وایي، نږدی یوه میاشت مخکې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ترکیې وشړل شو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ بېرته نه راتلو، د دې لپاره ترکیې ته لاړو چې په افغانستان کې مو کارو بار له لاسه لاړ او کله چې په قاچاق ډول ترکیې ته لاړو، د څه مودې لپاره چې موږ هلته وو، نو زموږ د معلوماتو پر بنسټ د ترکيې د انتخاباتو له امله یې کډوال ډیپورت کړل او موږ یې هم د همدې افغانانو په ډله کې ډیپورت کړو، خو په افغانستان کې مو هم کار پیدا نه‌کړ، له همدې امله بېرته ایران ته راغلو او اوس ایران کې اوسم."

افغان کډوال، ارشيف
افغان کډوال، ارشيف

اجمل احمدزی وایي، که څه هم چې پر نا قانونه لارو له سفره ترخې تجربې لري، خو غواړي بېرته ترکیې ته واوړي او نه پوهېږي، چې له څه برخلیک سره به مخ شي.

د کابل اوسېدونکی، امید چې په قاچاقي لار لومړی ایران او بیا ترکیې ته تللی، ادعا کوي چې د ترکیې پولیسو له هغه او ځیني نورو افغان کډوالو سره له نیولو وروسته ناوړه چلند وکړ.

په سوک و لغتو یې غره ته روان کړو

اميد وايي: "سیمه او کلی یې په موږ پاک کړ، د ۷ منو په شاوخوا کې بورۍ یې را په شا کړه او په سوک و لغتو یې غره ته روان کړو، زما پیسې او ان لاسي ساعت چې ملګري مې راکړی و، راڅخه یې واخیست، زړه مې ډېر درد وکړ، کله مو چې اوبه وغوښتې نو ويې ویل چې د واورې اوبه وڅښئ، موږ د واورې له اوبو دوړې لیرې کړې او ومو څښلې."

د ترکیې د کډوالو چارو ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد پولیسو د روان میلادي کال د مارچ میاشتې له ۱۷ تر ۲۳مې، د ۲۵۰۰ په شا او خوا کې بهرني کډوال له دغه هېواده خپلو هېوادونو ته ډیپورټ کړي، چې له دې شمېر ۵۹۸ هغه یې افغانان دي.

د طالبانو له حکومته مو له ترکیې څخه د افغان کډوالو د شړلو او دوی سره د مرستو په اړه وپوښتل، خو د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت په تېرې دلوې میاشتې کې ویلي وو چې، په تېر یوه کال کې شاوخوا اته لکه افغان کډوال یا په جبري توګه او یا هم په خپل خوښه له ایران، پاکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د نورو ستونزو ترڅنګ، ناقانونه کډوالي د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې تر ټولو وروستۍ پېښه کې، د تېر لمریز کال د حوت په میاشت کې د ایټالیا په اوبو کې په نا قانونه کډوالو بار کښتۍ د ډوبېدو له امله ۹۱ افغانانو په اوبو لاهو او مړه شول.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو له پیل راهیسې، د امنیتي ګواښونو، اقتصادي او د بې‌کارۍ د ستونزو له امله ایران، پاکستان، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د افغانانو ناقانونه کډوالي ډېره شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG