د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

يونېسف: راتلونکې دوشنبه به په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شي


افغانستان کې د پوليو واکسين تطبيق، انځور - ارشيف
افغانستان کې د پوليو واکسين تطبيق، انځور - ارشيف

ټول افغانستان کې د ماشومانو د پوليو ضد واکسين کمپاين پيلېدل.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو د څانګې مشر کمال شاه وايي، ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.

"د دوشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي.

د نوموړي په وينا، د پوليو واکسين کمپاين په دې پړاو کې به شاوخوا لس مليونه هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، واکسين شي.

نوموړي ويلي: "د دوشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي. د دغه کمپاين په ترڅ کې به شاوخوا لس ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړل شي، چې د پوليو له ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي."

ښاغلي کمال شاه زياته کړه، چې په دې کمپاين کې به د پوليو د واکسين ترڅنګ له شپږو مياشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته ويټامينونه هم ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره، ويټامينونه د ناروغيو په وړاندې د ماشومانو معافيت زياتوي.

پولیو یوه داسې ناروغي ده چې ان د ماشومانو د دایمي فلج لامل ګرځي، هغه چې د مخنیوي وړ ده، خو درملنه نه‌لري.

ارشيف
ارشيف

د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون د روغتیايي سازمانونو د موندنو پر بنسټ، هغه ماشومان چې د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کوي، د پولیو له ناروغۍ به وژغورل شي.

د یونېسف د شمېرو پر بنسټ، تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې او سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

خو بیا هم افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د یونېسف د دفتر د مسوولینو په وینا لا هم ماشومان یې د پولیو د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.

ښاغلي کمال شاه تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او دا ټولې پېښې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې چې ډېری افغان کډوال په‌کې اوسېږي.

خو په افغانستان کې د يونېسف د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسوول وايي، هغه ماشومان چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، د پوليو واکسين ورکول کېږي.

ومو غوښتل د حکومت د عامې روغتیا له وزارت له مسوولینو سره هم د پولیو د واکسین د کمپاین د دې پړاو په اړه خبرې وکړو، خو د دغه وزارت ویاند شرف زمان او د پولیو د کمپاین مسوول ډاکټر مومن د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG