د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین پر پیل او کرکټ نړیوالو ورځپاڼو تبصرې کړي


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیلي مېل

ډیلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د پولیو واکسین د پروګرام په اړه یو راپور خپور کړی دی.

نن په ټول افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین پیلېږي.

په تېرو کلونو کې، طالبانو کور په کور د پولیو واکسین له تطبیق سره مخالفت کاوه.

اسوشیټېډ پریس په یوه راپور کې چې ډیلي مېل خپور کړی، راغلي ظاهراً طالبانو شک کاوه چې د واکسیناسیون د ټیم غړي ښايي پخواني حکومت یا لویدیځ ته جاسوسي وکړي.

په راپور کې راغلي چې له همدې کبله او دا چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړې د دوام له کبله په تېرو درېيو کلونو کې شااوخوا درې ميليونه او درې سوه زره ماشومان د پوليو له واکسيناسیونه بې برخې پاتې شوي، خو وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، وضعیت بدل شوی دی.

راپور په عامې روغتیا وزارت کې د طالبانو د سرپرست ډاکټر قلندر عباد له قوله ویلي چې په دې کې شک نشته چې ګوزڼ یوه داسې ناروغي ده چې که درملنه یې ونه شي، د کوچني د مړینې یا دایمي فلج لامل کېدای شي.

ډاکټر عباد زیاته کړې چې له همدې امله یوازینۍ لار د پولیو واکسین تطبیق دی.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې له يو انسانه بل ته خپريږي. دا ویروس د ملا په تیر کې مهمو عصبي رشتو ته په زیان رسولو سره بدن فلجوي.

ځینو ورځپاڼو د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ کرکټ لوبې ته کتنه کړې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه راپور ورکوي چې نیوزیلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د ۲۰ اوورېزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او د هند مخه یې هم ونیوله.

افغانستان د یکشنبې په لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه، خو مخالفه لوبډله وتوانېده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړي.

دا هم ویل شوي چې بلېک هیټ به په نیمه پایلوبه کې د انګلستان ټیم سره مخامخ شي.

ګارډین ورځپاڼې په دې مقاله کې لیکلي چې د یکشنبې ورځې لوبې له سیالیو د هند پر وتلو د تایید مهر وواهه.

که افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه ګټلې وای، دوی او یا هم د هند لوبډلې به بل پړاو ته د تګ چانس درلودای.

ځینو ورځپاڼو د افغان کرکټ ستوري راشد خان د پرمختګ په اړه لیکنې کړي دي.

  • اي اېن ای نیوز

د بېلګې په توګه، اي اېن ای نیوز لیکلي چې د یکشنبې ورځې لوبې وروسته راشد خان څلورم توپ وهونکی شو چې د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې یې ۴۰۰ وېکټې پوره کړې.

وروسته راغلي چې راشد خان په دې وروستیو کې د ۱۰۰ ویکټو په اخېستو سره د نړۍ د تیز ترین توپ وهونکي لقب خپل کړ.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG