د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

نن افغانستان کې د پوليو ضد کمپاين پيليږي؛ پنځه‌نيم ميليون ماشومان به واکسين شي


افغانستان کې د پوليو ضد واکسين، انځور - ارشيف
افغانستان کې د پوليو ضد واکسين، انځور - ارشيف

نن د افغانستان په یو شمېر هغو ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي چې د پولیو له پلوه له لوړ خطر سره مخامخ دي.

د دغه څلور ورځني کمپاین په ترڅ کې به چې تر پنجشنبې پورې دوام کوي، له پنځو کلونو کم‌عمره پنځه‌نیم ملیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې د صندوق يا یونېسف د پولیو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه تېر ماښام ازادي راډیو ته هغه ولایتونه په ګوته کړل چې نن په‌کې دغه کمپاین پیلیږي.

نوموړي وويل: "هرات، فراه، نیمروز، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، پکتیکا، پکتیا، خوست او شرقي څلورو لایتونه، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان اوهمدا راز کابل."

تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې، یوه په پکتیکا او بله په کونړ کې ثبت شوې وې

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې اوس هم په‌کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي شته.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې، یوه په پکتیکا او بله په کونړ کې ثبت شوې وې او په پاکستان کې تېر کال ټولې د پولیو شل مثبتې پېښې له افغانستان سره پر پوله خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوې وې.

يو شمېر واکسين شوي ماشومان، انځور - ارشيف
يو شمېر واکسين شوي ماشومان، انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یا یونېسف هیله‌من دی چې په افغانستان کې د روان کال د پولیو په دغه لومړني کمپاین او په دې کال کې د نورو پلان شویو کمپاینونو په نتیجه کې به د پولیو ناروغي له افغانستانه یو مخ ورکه شي.

یونېسف وایي، د افغانستان د روغتیا وزارت د اړوندو ادارو اونورو نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ به په نښه شویو ولایتونو کې د پولیو دغه کمپاین کور په کور ترسره شي.

مخکې تر دې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شي، ډېر ځلې یې په یو شمېر سیمو کې د کور په کور د پولیو د واکسین د کمپاین د ترسره کولو مخه نیولې وه چې په نتیجه کې ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې کړای شوي وو.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تېره اوونۍ دا ډول یو کمپاین په ټول پاکستان کې تر سره شو.

دا هم په هغه هېواد کې د روان میلادي کال لومړی کمپاین و، چې د چارواکو په خبره له پنځو کلونو کم‌عمره ۴۴،۲ ملیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول په‌کې په پام کې نیول شوي و.

چارواکو ویلي و، چې د پولیو ضد په دغه کمپاین کې به په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې تېر کال د پولیو ټولې شل مثبتې پېښې په همدې ایالت کې ثبت شوې وې، نژدې اووه نیم ملیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG