د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي؛ کور په کور د واکسین تطبیق اړین وبلل شو


ارشیف: په کابل کې یوه واکسیناتوره د واکسین تطبیق پرمهال
ارشیف: په کابل کې یوه واکسیناتوره د واکسین تطبیق پرمهال

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، لا هم نه دي توانېدلي په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کور پر کور کمپاین عملي کړي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په بشپړ ډول د ګوزڼ یا پولیو د ختمېدو لپاره د واکسین کور پر کور کمپاین ګټور تمامېږي، هغه څه چې لا هم په افغانستان کې نه عملي کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه له ازادۍ راډیو په په خبرو کې وویل: "لا هم افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم دغه ناروغي په کې شته. په افغانستان کې یې علت دا دی، چې په افغانستان کې لا هم داسې سیمې ته شته چې هلته واکسین کور پر کور نه تطبیقېږي. د کور پر کور واکسین تطبیق ډېر اړین دی، چې موږ وروستي ماشوم ته هم ورسېږو."

د طالبانو پر وسله والو انتقادونه شوي په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې یې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین، د کور پر کور کمپاین مخه نیولې وه.

اوس هم دغه واکسین په زیاتو ولایتونو کې جومات پر جومات ماشومانو ته ورکول کېږي، چې ډېر ګټور نه دی ګڼل شوی.

کمال شاه، وايي، یونېسف د ۲۰۲۳م کال لپاره د عامه پوهاوي او هرې برخې ته د واکسین رسولو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په بشپړ ډول د ګوزڼ یا پولیو د ختمېدو لپاره د واکسین کور پر کور کمپاین ګټور تمامېږي، هغه څه چې لا هم په افغانستان کې نه عملي کېږي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په بشپړ ډول د ګوزڼ یا پولیو د ختمېدو لپاره د واکسین کور پر کور کمپاین ګټور تمامېږي، هغه څه چې لا هم په افغانستان کې نه عملي کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف اداره وايي، سږکال په افغانستان کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین ورکولو ۸ کمپاینونه شوي دي.

د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه پیلېدونکی بل کمپاین به د روان میلادي کال وروستی کمپاین وي، چې ۴ ورځې به دوام کوي.

سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې، خو په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې دي.

خیبرپښتونخوا په ورڅېرمه پروت ننګرهار کې د څوارلس کلنې لېمې چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوې او اوس فلج ده، مور وايي چې ارمان لري لور یې یو څه روغه شي.

هغې وویل: "ډېر په عذاب یو ورسره. خدای دې دغومره ښه کړي، چې خپله تشناب ته لاړه شي او خپله ډوډۍ وخوري. خیر دی خبرې دې هم نه کوي."

پولیو یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو سبب یې کېږي.

دا ناروغۍ تر ډېره د ناپاکو خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG