د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو


ارشیف: په جوزجان کې د واکسین د کمپاین یو انځور
ارشیف: په جوزجان کې د واکسین د کمپاین یو انځور

نن د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یې نن د ۲۰۲۲ کال د پولیو واکسین وروستی کمپاین پیل کړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین په ۲۴۲ ولسوالیو کې چې تر ډېره د پولیو له ګواښ سره مخ دي، پلی کېږي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا په وزارت کې د پولیو له منځه وړلو د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن ازادي راډیو ته وویل: "د دې کمپاین هدف دا دی چې شاوخوا اوه میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم وي د ګوزڼ ویروس په وړاندې واکسین شي. موږ هڅه کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې هېڅ ماشوم له دې کمپاین څخه بې برخې پاتې نه شي. زه باید یادونه وکړم چې موږ هغه ولایتونه شامل کړي چې تر ټولو ډېر ګواښونکي دي."

ډاکتر مومن وايي، دغه کمپاين د افغانستان په ختيځو سيمو کې په يوې اوونۍ ځنډ سره پلی کېږي، ځکه د ده په خبره، په دې وروستيو کې په دې سيمه کې د پوليو محیطي ويروس د مثبتو پېښو په وړاندې د غبرګون کمپاين عملي شوى دى.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د پاکستان په هغو سیمو کې چې له افغانستان سره پوله لري، د پولیو مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او له همدې امله د پولیو واکسین ټیمونه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي څو هغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم وي او په پوله تګ راتګ کوي واکسین شي.

ارشیف: په کونړ کې ګوزڼ وهلی یو ماشوم
ارشیف: په کونړ کې ګوزڼ وهلی یو ماشوم

په روان کال کې د پولیو د واکسین ۹ دوره کمپاینونه چې ۶ عمومي او ۳ فرعي پړاونه په کې شامل وو، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا د نړیوالو موسسو په همکارۍ پلان شوي وو او د دې پړاو په پلي کولو، په افغانستان کې د پولیو د واکسین ټول پلان شوي کمپاینونه به بشپړ شي.

د روان کال له پیل راهیسې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۴ پېښو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۶ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نه ده تللې.

پاکستاني چارواکو څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې دوی د پولیو یا د ماشومانو د فلج لږترلږه ۲۰ مثبتې پېښې ثبت کړي دي چې ټولې یې په خیبرپښتونخوا کې دي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسيناسيون په واسطه يې مخه نيول کېداى شي.

که ماشومان واکسین نه شي، دا ناروغي به د دوی د تل پاتې فلج یا مړینې لامل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG