د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

يو شمېر خلک: سياحتي شرکتونو راڅخه بهر ته د لېږد په خاطر پيسې تښتولي


يو شمېر سياحتي شرکتونه، انځور - ارشيف
يو شمېر سياحتي شرکتونه، انځور - ارشيف

پر سياحتي شرکتونو له افغانستان بهر د خلکو د لېږد په بهانه د پيسو تښتولو ادعا

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، خو خپله هغه کیسه له ازادي راډیو سره شریکوي چې، د ده په خبره قاچاقبر کاناډا ته د تللو په پلمه د ټول عمر ګټلې پیسې ورنه تښتولې دي.

دی وایي قاچاقبر په کاناډا کې د تحصیلي بورس ژمنه ورسره کړې وه.

"په پیل کې یې ۸۵۰ ډالر واخیستل

نوموړی وايي: "په پیل کې یې ۸۵۰ ډالر واخیستل، بیا یې ۱۱۰۰ډالر په دې پلمه رانه واخیستل چې زما د پوهنتون فيس او نور لګښت به کاناډا کې پرې کوي، په پیل کې یاد شخص د کاناډا برقي وېزه راته راولېږله، دا وېزه یې ما ته په ساېټ کې هم راوښودله، خو زه خبر نه وم چې دا وېزې یوازې د هغو کسانونو لپاره دي چې په اروپایي یا هم نورو پرمختللو ملکونو کې اوسیږي."

دی وایي، قاچاقبر کاناډا ته د تګ لپاره تر اسلام‌اباد پورې هم وغوښت، هلته یې داسې ورته وښودله چې ګواکې اصلي کس چې پیسې یې اخیستي په ترافیکي پېښه کې مړ شو.

نوموړی وايي: "کله چې اسلام‌اباد ته ورسېدم قاچاقبر په لومړیو کې بهانې کولې چې پرواز د تخنیکي ستونزو له امله کنسل شو، شل ورځې یې په تمه کړم، په دې وخت کې یوه موټر ټکر وکړ، ما ته یې داسې وښودل چې اصلي کس ټکر کې مړ شو، له هغه وروسته یې چې زه نورو ملګرو ته زنګ وهم د ټولو شمېرې بندې دي."

له بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له افغانستان د خلکو د کډوالۍ بهير خورا چټک شوی دی، انځور: يو شمېر افغان کډوال چې بهر ته روان دی.
له بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له افغانستان د خلکو د کډوالۍ بهير خورا چټک شوی دی، انځور: يو شمېر افغان کډوال چې بهر ته روان دی.

د وردګو د اوسېدونکې مرینا بیا خاوند په فرانسه کې دی، د دې لپاره چې دا او لور یې فرانسې ته لاړې شي، دوی هم له ورته برخلیک سره مخ شوي دي.

مرینا ازادي راډیو ته وویل: "ویل یې چې کابل سرینا هوټل ته به راشئ شپه به وکړئ، سبا حرکت دی. موږ ورغلو پیسې مو ورکړې، په کومه ورځ یې چې وعده کړې وه احوال یې رانه‌کړ، موږ تر نن پورې چې زنګ وهو هيڅوک ځواب نه راکوي. داسې پېښې ډېرې دي زموږ له خپلوانو څخه یې امریکا ته د تګ لپاره پیسې واخیستې هغه خلک هم لاړل ورک شول."

پیسې مو ورکړې، په کومه ورځ یې چې وعده کړې وه احوال یې رانه‌کړ

د بشري حقونو فعالان وایي، د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱میلادي کال د کډوالو د کنونسیون د اعلاميې له‌مخې چې ۱۴۹ ملکونو لاسلیک کړې په‌کې راغلي، هر وګړی د اړتیا پر وخت د کډوالۍ حق لري، خو داسې کډوالي چې قانوني وي او مسافر له ګواښ سره مخ نه‌نشي.

په استرالیا کې د بشر د حقونو د څار د نړیوالې ادارې غړي ماهر مومند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لازمه نه‌ده چې یوه قاچاقبر یا هم سیاحتي شرکت ته پیسې ورکړي، که دوی د دې توان لري چې د دوهم ملک وېزه واخلي بیا درېيم هېواد ته په قانوني ډول تلی شي. بله لاره دا ده چې خپل غوښتنلیک د خوښې وړ هېواد مربوطو څانګو ته ولېږي او خپل ټول کار په قانوني بڼه بشپړ کړي."

ماهر مومند
ماهر مومند

ومو غوښتل چې د طالبانو د حکومت نظر هم د موضوع په اړه ولرو، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

بهرنيو ملکونو ته غیر قانوني ګډوالي په داسې حال کې زیاته شوې چې، په ځلونو ځلونو پر لاره د افغانانو د غرقېدلو او ورکېدلو راپورونه خپاره شوي دي.

خلک د خپلې ګډوالۍ لامل د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه وروسته بې‌کاري او د ښځینه‌و پر زده‌کړو محدویت ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG