د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د سلواغې ۲۶مه؛ افغانان: د پخواني شوروي اتحاد د یرغل زخمونه لا هم تازه دي


ارشیف: په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ویجاړ شوي نظامي وسایط
ارشیف: په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ویجاړ شوي نظامي وسایط

په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل یو شمېر قربانیان وايي، دوی په افغانستان کې د روسانو له خوا د ډېرو ډله ییزو وژنو او بریدونو شاهدان وو.

که څه هم پر افغانستان د پخواني شوروي اتحادد ځواکونو له برید او ماتې کلونه تېر شوي، خو د دغې پېښې قربانيان وايي، د دوی زخمونه لا هم تازه دي.

د کابل د فرزې ولسوالۍیو تن اوسېدونکي محمد حسین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ډېرو وژنو او ظلمونو شاهد و.

خپلواک وايي: "کله چې روسانو پر افغانستان برید وکړ، له پیله یې د افغانستان په ټولو شمالي ولایتونو کې د ظلم، وحشت او عام وژنې تر څنګ د لویو عملیاتو پلان جوړ کړ. په شمالي سیمو کې یې دوه یا درې سوه کسان شهیدان کړل. د سلواغې۲۶مه له افغانستانه د دوی د وتلو وروستۍ ورځ، د سالنګ په دره کې یې یوه لویه غمیزه وکړه چې شاوخوا ۲۵۰۰ کسان یې ووژل، زموږ د کورنۍ ځینې غړي یې ونیول چې تر ننه پورې مړی او ژوندی یې نه دی معلوم."

خپلواک ادعا کوي چې روسانو نه یوازې په شمالي سیمو بلکې د افغانستان په ټولو سیمو کې خلک په نښه کړي او وژلي دي.

خو د کابل د فرزې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی قمرالدين چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د حضور ۹ کلنه دوره یې تجربه کړې، دا برید د پخوانیو افغان سیاستوالو د ناسمو کړنو پایله بولي.

هغه وویل: "زموږ مسوولیت یوازې له افغانستان نه د روس او امریکا ویستل نه و، ایا موږ د خپل وطن او خلکو پر وړاندې مسوولیت نه لرو؟ زموږ وطن وران شو، زموږ خلک کډوال شول، ښځې مو کونډې شوې، ماشومان مو یتیمان شول، لامل یې هماغه افغان سیاستوال وو چې افغانستان یې واخیست او د روسانو لمنې ته یې واچوو."

ارشیف: په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو انځور. کال ۱۹۸۶ د اکټوبر ۱۹مه
ارشیف: په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو انځور. کال ۱۹۸۶ د اکټوبر ۱۹مه

په افغانستان کې خلک پر دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو برید د یوې بدې جګړې پیلامه ګڼي او وايي چې د دغې جګړې لمن څلوېښت کاله په افغانستان خوره وه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، له یوې خوا د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې د افغانانو درېدل له بلې خوا په شوري اتحاد کې سیاسي تحولات له افغانستانه د دغو ځواکونو د وتلو لامل شول.

سیاسي شنونکی رفیق شهیر ازادي راډيو ته وویل: "د ۱۳۶۸ کال د سلواغې په ۲۶مه د شوروي اتحاد وروستی سرتېری له افغانستانه ووتو خو دا هغه وخت و چې د افغانانو داخلي فشارونه او جهاد بريالی شو او هغه سياسي تحولات چې د شوروي اتحاد په وخت کې رامنځته شول."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شوروي د سلواغۍ ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ورځو عمومي رخصتي اعلان کړې.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان برید وکړ او د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ له افغانستانه ووتل.

د راپورونو له مخې په دې موده کې نږدې دوه میلیونه افغانان ووژل شول او معیوب شول.

د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۴مه کلیزه په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د روسیې لخوا پر اوکراین د برید څه باندې یو کال پوره کېږي.

د ناروې له خوا په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې شاوخوا ۱۸۰ زره روسي پوځیان او نږدې سل زره اوکرایني پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نورو لوېدیځو رسنیو بیا اټکل کړی چې په دې جګړه کې دواړو خواوو ته نږدې ۱۵۰ زره تلفات رسېدلي چې دا د هغه پخواني ۱۵۰۰۰ سرتېرو په پرتله لږ دي چې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په لسیزه کې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پورې په افغانستان کې وژل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG