د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

له افغانستانه د شوروي او امریکایي ځواکونو په وتو کې څه توپیر دی؟


له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.
له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.

نن د سلواغې یا د دلوې د میاشتې ۲۶ مه نېټه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو له یو دېرشمې کلیزې سره برابره ده.

په همدې ورځ د حیرتانو د دوستي له پله د شوروي ځواک وروستي سرتېري ووتل.

دغه ځواکونو د امریکا، پاکستان، شوروي او افغانستان دولتونو تر منځ په ژنو کې تر۴۱پړاونو مذاکراتو ورسته افغانستان پرېښود.

له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو یو دېرشمه کلیزه دا ځل په داسې مهال رارسېږي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې روانې دي چې په ترڅ کې یې دواړه لوري له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړه کړې چې تاوتریخوالی به کموي.

اوس پوښتنه دا ده که امریکا په دې اړه له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، د شوري او امریکایي ځواکونو په وتلو کې توپیرونه او ورته والی به څه وي؟

د سیاسي چارو پوه عمر شریفي د افغانستان د دولت اوسنی وضعیت له ۱۹۸۹ کال سره پرتله کوي: "توپیر یې له ۱۹۸۸ او وروسته ۱۹۹۲ کال سره دا دی چې هغه مهال افغانستان په بشپړ ډول منزوي و او د سیمې د هېوادونو د سیالو ډګر ګرځېدلی وه، هېڅ چا د افغانستان دولت په رسمیت نه پېژانده او هغه بلاک چې دا هېواد یې په رسمیت هم پېژنده له منځه لاړه، خو اوس افغانستان نړیواله پېژندګلوي لري او په نړیواله کچه هم د ترهګرۍ د ګواښ له اړخه یو مهم هېواد ګڼل کېږي."

نوموړی وايي، بله مهمه موضوع هغه مذاکرات دي چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه برابروي.

د سیاسي کارپوهان له نظره، ۳۱ کاله وړاندې دوه ستر هېوادونه او سیالان امریکا او شوروي اتحاد او د افغانستان او پاکستان ته د هغه مهال دولتونه د مجاهدینو له حضور پرته توافق ته ورسېدل خو اوس امریکا د افغانستان د دولت په شتون کې له طالبانو سره په مستقیم ډول مذاکرات کوي.

پخوانی مجاهد او د سیاسي چارو کارپوه حفیظ منصور وایي، که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، د دغو دوو ځواکونو د وتلو اساسي توپیر به په دې کې وي، چې شوروي ځواکونه په اشغال راننوتي وه خو امریکایي ځواکونو بیا د نړیوالې ټولنې جواز درلود.

پخوانی مجاهد او د سیاسي چارو کارپوه حفیظ منصور
پخوانی مجاهد او د سیاسي چارو کارپوه حفیظ منصور

د نوموړي په خبره، په ورته وخت کې بل مهم توپیر د هغه ځواکونو رول دی چې د شوروي او امریکایي ځواکونو د شتون په وړاندې په افغانستان کې جنګېدل او جنګېږي.

حفیظ منصور په دې باور دی، چې مجاهدین د نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ برخمن و، د ازادي غوښتونکو سرتېرو په توګه بلل کېدل، په داسې حال کې چې طالبان بیا د ترهګرو ډلو او له ترهګرۍ ملاتړ کوونکي بلل کېږي.

تاریخ پوهان لیکي، بل عمده توپیر د نړیوال نظام په جوړښت کې دی، چې په ۱۹۸۹ کال کې دوه قطبي ځواک د له منځه وړلو په حال کې و او د شوروي په رهبرۍ د کمونیستي بلاک د امریکا په ګټه د تک قطبي یا یوازيني زبر ځواکه نړیوال نظام جوړېدو ته زمینه برابره کړه.

حفیظ منصور وایي، په افغانستان کې د هر بهرني ځواک موجودیت د سیمې د هېوادونو د تحریک لامل ګرځي، خو په خبره یې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به د سیمې هېوادونه هم د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخلي.

هغه زیاتوي: "هغوی هم چې له دغې ډلې ملاتړ کوي د امریکایي ځواکونو د حضور له امله دی، هغه مهال چې د امریکایي ځواکونو وتل پيل شي، نه یوازې دا چې ملاتړ به ترې نه کوي بلکې د تضعیف په برخه کې به یې هم هڅه کوي."

د ښاغلي منصور په خبره، طالبان د خلکو په منځ کې ځای نه لري او خلک هم دغې ډلې ته د حکومت پلوه او مدني ډلې په سترګه نه ګوري.

د دغو سیاسي کارپوهانو په باور، سره له دې چې د سیمه هېوادنه به له فغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس وانخلي، خو افغان دولت به د خپل نړیوال مشروعیت او له امنیتي بنسټونو نه په استفادې د بهرنیو د لاسوهنو مخه ونیسي.

له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.

د پخواني شوروي ځواکونه د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډېسېمبر په میاشت کې افغانستان ته را ننوتل.

د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د اشغال په نهو کلونو کې د شوروي ۱۵ زره عسکر ووژل او ګڼ شمېر ټپیان شول.

خو میلیونونه افغانان د جګړې له امله ووژل، ټپیان، بې کوره او نورو هېوادونو ته مهاجر شول.

XS
SM
MD
LG