د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

پخوانی شوروی مشاور کوزمیچ یو افغان همکار لټوي چې پور یې پرې کړي


پخوانی شوروی مشاور دیمیتري کوزمیچ
پخوانی شوروی مشاور دیمیتري کوزمیچ

یوه روسي وګړي چې څو لسیزې مخکې یې په افغانستان کې د کار پرمهال له خپل یو افغان همکار څخه پیسې په پور اخیستې وې، په مسکو کې له افغان سفیر څخه غوښتي چې د دې پور په پرې کولو کې مرسته ورسره وکړي.

دیمیتري کوزمیچ د مسکو په څنډو کې د یوه ښارګوتي اوسېدونکی په ۱۹۸۷ کال کې په افغانستان کې د پلان په وزارت کې د بودجې د چارو سلاکار و.

کوزمیچ اوس ۸۶ کلن دی، غوږونه یې نه اوري، ناروغ دی او په سختۍ سره خبرې کوي، خو تېره اوونۍ یې د یوې مهمې خبرې لپاره په مسکو کې له افغان سفیر لطیف بهاند سره د لیدنې وخت وغوښت.

ښاغلي بهاند له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه: کوزمیچ وویل، یو وخت اړ شو چې له یوه همکاره چې تخلص یې یارمند و، خو نوم یې ده ته نه دی یاد، پیسې پور کړې. دی وايي، کله چې بېرته شوروي اتحاد ته راغلم، نو دا پیسې مې د خپل یوه بل شوروي همکار په لاس یارمند ته واستولې، خو څه موده مخکې کله چې د ده هغه همکار مړ کېده، نو خپلې کورنۍ ته یې ویلي وو چې دا پور یې نه دی رسولی او هغه خبر کړئ، کوزمیچ ډېر ناارامه و او ویل یې چې نه غواړم پوروړی مړ شم او پرله پسې یې ټینګار کاوه چې که یارمند پیدا شي، دا به یې د ژوند ډېره نیمکرغه ورځ وي.

په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند
په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند

ښاغلی بهاند وايي، کوزمیچ د یارمند پور د هغه وخت په حساب په ډالرو اړولی، زر ډالره امانت یې ورسپارلی او وايي چې نه غواړي پوروړی مړ شي، خو هغه افغان سفیر ته دا هم ویلي چې که یې یارمند ونه موند، نو دا پیسې دې په مسکو کې دېره بېوزلو افغان کډوالو ته ورکړي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د لس کلن یرغل پرمهال سلګونه زره کسان مړه، ټپیان او یا له هېواده وتلو ته اړ شول او ډېری افغانان اوس هم پخوانی شوروي د نننیو ناخوالو په خاطر ګرم ګڼي.

په مسکو کې افغان سفیر وايي، د کوزمیچ کیسه چې ده لومړی ځل تېره اوونۍ پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړه، له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شو.

ده وویل: پر هغه پوسټ چې ما کړی و، ځینو هېوادوالو د پخواني شوروي او روسانو منفي اړخونه لټولي وو او ښېرې او کنځلې یې کړې وې، خو خبره دې کې ده چې یو انسان څنګه خپل وجداني مسؤلیت ته متعهد وي، په اوسنۍ زمانه کې داسې خلک ډېر کم پیدا کېږي چې له دېرشو کلونو وروسته پر خپله ژمنه او تعهد ولاړ وي.

په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند وايي، دی اوس د یارمند په لټه کې دی، خو که په دې کار بریالی نشي، نو د ښاغلي کوزمیچ له سپارښتنې سره سم ده ته سپارل شوې پیسې به په مسکو کې دېره بېوزلو افغان کډوالو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG