د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

پر افغانستان د شوروي یرغل ۴۰ مه کالیزه؛ د جګړې غمیزه دوام لري


کبیر بابا ۴۰ کاله وړاندې د حفیظ الله امین د حکومت پر مهال د تاج بیک ماڼۍ بڼوال و.
کبیر بابا ۴۰ کاله وړاندې د حفیظ الله امین د حکومت پر مهال د تاج بیک ماڼۍ بڼوال و.

محمد کبیر چې په کبیر بابا مشهور دی، ۴۰ کاله وړاندې د حفیظ الله امین د حکومت پر مهال د تاج بیک ماڼۍ بڼوال و. کبیر بابا پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پرمهال ۷۰ کلن و.

محمد کبیر د شوروي ځواکونو د برید پرمهال د تاج بېک ماڼۍ په ګلخانه کې و او د جمهور رئیس امین پرضد د عملیاتو د لومړیو شېبو په اړه د خپل سترګو لیدلی حال یې له ازادي راډیو سره شریک کړ.

د هغه په خبره، شوروي ځواکونو د حفیظ الله امین د وژلو پرمهال کابل کې رڼا ورځ پر خلکو توره شپه کړه.

"په همدې ماڼۍ کې بڼوال وم، همدلته مې کور هم و. په هغه ورځ حفیظ الله امین همدې تپه کې په ماڼۍ کې و چې د روسانو زښت زیات ټانګونه راغلل او جګړه پیل شوه چې زموږ ټولو همدې ځای ته نږدې کورونه ویجاړ شول. حفیظ الله امین یې وواژه او لاړل."

محمد کبیر وایي، د روسانو د یرغل پر مهال یې د کورنۍ درې غړي یوه خور او دوه وروڼه ووژل شول.

"ټولو خلکو په خپلو کورنو کې سوفونه وېستي وو. هلته مو خپل ماشومان ساتل چې له مرمیو او راکټونو یې بچ کړو. هغه څه چې په همدې سیمه کې چې اوس ولاړ یو، پر موږ راغلي، یوازې خدای ولیدل. خو زما اوبه او دانه پوره شوې نه وه، ځکه تر ننه ژوندی یم."

محمد کبیر وایي، د روسانو د یرغل پر مهال یې د کورنۍ درې غړي یوه خور او دوه وروڼه ووژل شول.
محمد کبیر وایي، د روسانو د یرغل پر مهال یې د کورنۍ درې غړي یوه خور او دوه وروڼه ووژل شول.

سږ کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د یرغل څلوېښتم کال دی.

د دغه بريد په پایله کې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر او د افغانستان د خلق ډيموکراتيک ګوند عمومي منشي حفیظ الله امین له واکه لرې او ووژل شو او په دې ډول ببرک کارمل د افغانستان نوی ولسمشر شو.

د روسانو تر یرغل څلور لسیزې وروسته لا هم په افغانستان کې د جګړې ډګر تود دی. په دې موده کې لسګونه زره افغانان ووژل شول او په میلیونونو بېځایه او ګډوال شول.

جګړو د نورو زیانونو ترڅنګ له مالي اړخه هم خلک کمزوري کړل چې د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې تر پنځوس سلنې ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. محمد کبیر هم اړ دی چې په ۱۱۰ کلنۍ کې هم کار وکړي، ترڅو له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG