د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

روسیه دې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد تېروتنې نه تکراروي


سږ کال د دلوې شپږویشتمه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د راپورونو له مخې پخوانی شوروي او اوسنۍ روسیې يو ځل بیا د وسله والو طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې جګړې ته زړه ښه کړی دی.

په افغانستان کې یو شمېر پخواني جهادي مشران، د وخت د حکومت فعالان او یو شمېر سیاسي کارپوهان افغانستان ته د شوروي پوځونو د راتګ او بېرته ستنېدلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله او په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو یو شمېر قربانیان د شورویانو له خوا د بشري ناورین رامنځته کېدل غندي او د ترخو خاطرو یادونه یې کوي.

ډېری افغانان په دې نظر دي چې روسیه باید د جنرال ګروموف شکرونه په یاد ولري او بیا په افغانستان کې د جګړې اور ته ځان نېږدې نه کړي.

ویل کېږي چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد وروستی جنرال بوریس ګروموف له حیراتان پُل نه تر ستنېدنې وروسته مخ د افغانستان لورته کړ او له ځان سره یې تر شونډو لاندې شکر ادا کړ چې بېرته ژوندی خپل هېواد ته ستنېږي.

د پخواني شوروي اتحاد له یو لکو څخه زیاتې سرې لښکرې چې د ۱۳۵۸ لمریزکال د جدي په شپږمه د ببرک کارمل په واک ته رسولو افغانستان ته راغلې تر نهو کلونو وروسته د ۱۳۶۷ لمریزکال د دلوې په ۲۶مه د ډاکټرنجیب الله د حکومت پرمهال له افغانستانه ووتې.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې روسیه باید له تېرو نه عبرت واخلي او د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا باید د هغه ځای د چارواکو لپاره یوه ترخه تجربه وي او دغه تجربه بیا تکرار نه کړي:

"هره ورځ به چې لمر راوختو دوی به شل میلیونه ډالر افغانستان ته ورکول محارول یې نشول کولای، اوس نو څه اړته لري چې عبرت نه اخلي او د افغانستان په چارو کې مداخله کوي، دا باید د هغه ځای د چارواکو لپاره یوه ترخه تجربه وي، هغه مهال یې چې ونه شول کولای اوس یې بیخي نه شي کولای او اوس یې چې کوم نیم بند حالات تر لاسه کړی دا به هم بایلي."

خو د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وايي چې د شوروي پلوي حکومت یو شمېر کسان اوس هم په حکومت کې دي او پکارده چې پخوانیو ترخو تجربو ته په پام سره داسې میکانیزمونه جوړشي چې نورنو عام خلک د نړۍ د قدرتونو د شومو سیاستونو ښکار ونه ګرځي.

د دغې ډلې غړی محمد رحیم جامي زیاته کړه:

"باید تېرو ترخو تجربو ته په پام سره داسې میکانیزمونه او برنامې جوړې شي چې تر زیات عام او عادي خلک په افغانستان کې د ابرقدرتونو د شومو سیاستونو ښکار ونه ګرځي."

اوس ـ اوس چې شوروي ته د شوروي پوځیانو له بېرته ستنېدنې څو لسیزې اوړي پخوانی شوروي یا اوسنۍ روسیه یوځل بیا د وسله والو طالبانو په ملاتړ غواړي په افغانستان د جګړې اور ته ځان رانېږدې کړي.

راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو سره د روسیې د همکارۍ خبره وروسته تر هغې پیدا شوه چې د طالب وسله والو د ټوپک خوله د داعش ډلې په لور هم واوښته کوم چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړي ډول روسیه یې ځان ته ستر ګواښ بولي.

دا روسي چارواکو له قوله دا هم ویل شوي چې یو شمېرطالب مشرانو له جمهور ریس پوتین سره لیدلي او د روسیې د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

دا چې د افغانستان له جګړې څخه د پخواني شوروي اتحاد له برخلیک د روسیې د عبرت خبره کېږي تر ډېره هغه پخوانۍ ترخې خاطرې، د افغانانو در په درۍ، وژنې، نیول او بندي کول د سړي مخې ته دروي کوم چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه درلود.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان ووتل. خو څه باندې یو میلیون افغانان ووژل شول، په میلیونونو نور ټپیان او شاوخوا پنځه میلیونه نور ګاونديو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډه شول.

دغه شان شوروي پوځونو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته. د راپورونو له مخې ۱۳۸۰۰ شوري سرتیري وژل شوي او ۳۷ زره نور تپیان او معلول شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلوک کمېسیون هم دا تاییدوي چې هغه مهال له بشري حقونو نه ښکاره سر غړونه شوې ده.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډیو سره په خبرو کې د یو شمېر نورو بشري سر غړونو ترڅنګ وویل چې هغه مهال له عدلي او قضايي څېړنو پرته له ډېریوو کسانو زندانونه ډک او ووژل شول.

یوه افغانه میرمنه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، له کوم جرم پرته یې د شپې په تیاره کې پلار او څلور وروڼه له کور وایستل شول او موده وروسته یې د مرګ خبر راغی:

"پنځه کاله موږ دوی ولټول او تر پنځو کلونو وروسته یې په یو خط کې لیکلي وو چې موږ د دوی درې کسه وژلي نور یې مه لټوئ، مور مې بې سواد وه لیک یې چاته ورکړی و چې ورته یې ولولي، بیچاره د پلچرخي په لاره ضعف کړی و."

د دې په شان په لسګونه نورافغانان هم ښايي ورته خاطرې ولري چې په وار، وار به اورېدل شوې دي.

افغان جهادي مشران د پخواني شوري اتحاد د ځواکونو راتګ افغانستان ته ښکاره یرغل بولي وايي چې شورویان د افغان مجاهدینو د مبارزو او سر ښندنې په نتیجه له افغانستان نه ووتل.

پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد وايي چې د شورویانو په راتګ سره هغه ابهام چې په جهادي کې و هغه له منځه ولاړ.

قاضي وقاد زیاته کړه:

"د روسانو په راتګ سره هغه ابهام چې په جهادي کې و هغه له منځه ولاړ، د افغانانو دښمن جنسیت یې روس، عقیده یې کمونیزم او سیاسیت یې تجاوز و.دلته یې ډېر جنګونه او وحشتونه وکول، نهه کاله او دوه پنځوس ورځې پاتې شول او ۱۳۶۷ کال به ۲۶ د دلوې باندې غاښ ماتي او سر ماتې ووتل."

خو د چارو یو شمېر کارپوهان او د وخت د حکومت یو شمېر فعالین په دې نظر دي چې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې د وخت د حکومت په بلنه چې ویل کېږي تر دوه پنځوسو ځلو ډېر یې غوښتنه شوې وه افغانستان ته راغلي وې او هدف یې هم د هغو ډلو ځپل ول چې د حکومت پر ضد د پاکستان له خوا پارېدلې.

دوی دغه شان له افغانستانه د شوریانو په وتلو کې د ټول افغان ملت او د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله هلې ځلې نه هېرېدونکې ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر زیاته کړه:

"وتل د سرو لښکرو له افغانستانه لویه بریا د افغانستان د خلکو وه او د ډاکټر نجیب الله وه چې هغه په دې کې ډېر بر لاس درلودو او ډېر رحمت یې په کې وایستو."

پخواني جهادي مشرفضل الله مجددي وايي، که څوک بیا هم په افغانستان د یرغل فکر وکړې نو افغانان به یې یو موټي پر وړاندې ودرېږي.

که څه هم په ښکاره ډول د وسله والو طالبانو نه د روسیې د ملاتړ په اړه اسناد او شواهد نه دي څرګند خو د روسي چارواکو څرګندونو ته په پام سره شک دی چې له طالبانو سره د دوی له خوا پوځي مرستې شوې وي.

طالبانو هم تر اوسه د روسیې مرستې او ملاتړ نه دی تاید کړی خو د جګړې له لیکونو نه راپورونه وايي، طالبان پر داسې وسلو سمبال دي چې افغان ځواکونه یې په واک کې نه لري.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG