د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۰

په چکسلواکیا کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل پټ ژوند


د جرمني سرحد ته نږدې په چکسلواکیا کې د سندیلووفا کلی
د جرمني سرحد ته نږدې په چکسلواکیا کې د سندیلووفا کلی

د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ میلادي کلونو په ژمي کې د افغانستان کمونېست رژیم یوه وژونکې ډله استخدام کړه چې پخوانی ولسمشر ببرک کارمل په چکسلواکیا [په دغه راپور کې له چکسلواکیا هدف اوسني دوه بېل شوي هېوادونه چک او سلواک دی چې هغه وخت یو هېواد و] کې ووژني.

د چکسلواکیا چارواکي د ده د ژوند په اړه اندېښمن وو او دی يې له کورنۍ سره جرمني ته نږدې په یوه ځنګله کې د ښکار یوې سیمې ته ولېږداوه.

د کارمل شپږ کسیزه کورنۍ یو کال د چکسلواکیا د بدنامه کمونېست خفیه پولیسو (اس‌ټي‌بي) تر ساتنې لاندې په دې سیمه کې واوسېده.

Czechoslovakia's Warm Welcome For A Communist Afghan President
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

د وژونکو د مخنيوي په خاطر دوی په یوه غرني کلي کې یوه سناتوریم ته انتقال کړای شول.

له سناتوریم څخه دوی وروسته یوې کوچنۍ ماڼۍ ډوله کور ته کډه کړای شول چې مخکې ورڅخه د شوروي اتحاد پوځ استفاده کوله.

دا د «اس ټي بي» د ۳۷۰ پاڼو محرمو اسنادو معلومات دي چې په دې وروستیو کې د چک جمهوريت حکومت غیر محرم اعلان کړل.

دا لومړی ځل دی چې په چکسلواکیا کې د کارمل د پټ ژوند په اړه معلومات علني شوي.

شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پر افغانستان حمله وکړه او له کارمل سره‌یې مرسته وکړه چې د افغانستان ولسمشر شي.

کارمل اووه کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شو او پر همدې مهال شوروي اتحاد ۱۰ کاله افغانستان اشغال وساته.​

  • 'د کارمل نیول کېدل او احتمالي وژل کېدل'

کله چې د ۱۹۷۸ میلادي کال په جولای مياشت کې کارمل د چکسلواکیا پلازمېنې پراګ ته ورسېد، په افغانستان کې د ده واک ته رسېدل له فکره لیرې خبره وه.

څو مياشتې مخکې له هغې په افغانستان کې کمونېستانو په خونړۍ کودتا سره واک تر لاسه کړی وو. د کیڼ اړخي خلق ډموکرات ګوند د مشر په توګه کارمل د ګوند مرستيال مشر ونومول شو، خو په دې ګوند کې اختلافات زیات شول او خلق ډموکرات ګوند پر دوو برخو خلق او پرچم ووېشل شو.

د هغه وخت ولسمشر نور محمد تره‌کي چې د خلق ګوند مشر هم وو، د پرچم ګوند د پلویانو چې کارمل‌يې مشر وو، پر ضد اقدامات پیل کړل. د دغه ګوند مشران بهر ته د سفیرانو په توګه ولېږل شول او پلویان او غړي يې زنداني کړای شول.

پراګ ته تر رسېدو وروسته کارمل د تره‌کي د رژيم له‌منځه وړلو په هدف کودتا پلان کړه، خو د سپټمبر میاشتې په لومړيو کې د سفیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو او امر ورته وشو چې بېرته افغانستان ته ستون شي. ده د خپل ژوند له وېرې دا امر رد کړ.

دا هغه مهال وو چې د چکسلواکیا خفیه پولیسو (اس ټي بي) کارمل د یوه ګټور کس په توګه ثبت کړ.

د «اس ټي بي» د ۱۹۷۸ میلادي کال د سپټمبر معلومات وايي: "کارمل وویل چې د نیول کېدو له خطر او وژل کېدو له احتمال سره مخ دی، نو ځکه د چکسلواکیا له چارواکو سیاسي پناه غواړي."

ببرک کارمل
ببرک کارمل

د کارمل غوښتنې د چکسلواکیا چارواکي له ستونزمن وضعیت سره مخ کړل.

پراګ د تره‌کي د حکومت ملاتړ کاوه، هغه حکومت چې غوښتل‌یې کارمل ونیول شي او د کودتا پلانولو په تور بېرته افغانستان ته وسپارل شي.

د چکسلواکیا د بهرنیو چارو مرستيال وزیر دوشان سپاڅيل د روسیې په سفارت کې له یوه ډیپلومات سره په تماس کې شو چې د «اس ټي بي» په غیر محرم اعلان شویو اسنادو کې د نویکوف په نوم یاد شوی دی. سپاڅيل له نویکوف څخه وپوښتل چې په کارمل څه وکړي او په دې اړه د مسکو دريځ معلومول غواړي.

له مسکو څخه تر مثبت ځواب وروسته کارمل او د هغه کورنۍ ته په چکسلواکیا کې سیاسي پناه ورکړل شوه.

په کابل کې د چکسلواکیا سفارت د چکسلواکیا د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د کارمل سياسي پناه په دې توګه توجیه کړه چې ګواکي کارمل د زړه ناروغي لري او تر درملنې لاندې دی.

کله چې په کابل کې د چکسلواکیا سفیر، ولسمشر تره‌کی له دې پرېکړې خبر کړ، نو هغه د کارمل ناروغي درواغ وبلله او ویې‌ویل چې د هغه د نېول کېدو امر یې ورکړی او باید کارمل بېرته افغانستان ته تسلیم کړای شي.

  • 'په فزیکي توګه دې منحل شي'

د سپټمبر مياشتې په پای کې کارمل، د ده مېرمن او څلور اولادونه‌یې په پټه د چکسلواکیا لوېديځ ته یووړل شول. دوی کراسلیڅې ښار ته نږدې په یوه کلي کې ځای پر ځای کړل شول.

هغه کور چې کارمل له خپلې کورنۍ سره په کې په پټه د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو پر مهال اوسېده.
هغه کور چې کارمل له خپلې کورنۍ سره په کې په پټه د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو پر مهال اوسېده.

«اس ټي بي» د کارمل خوندي ساتل خپل لومړيتوب یاد کړ او خپلو اجنټانو ته‌یې لارښوونه وکړه، ترڅو د دغه افغان سفیر د کور امنیت ونیسي او پر تګ راتګ‌يې نظر وساتي.

د ۱۹۷۹ میلادي کال د جنورۍ مياشتې په اسنادو کې راغلي چې "له کابل څخه د معلوماتو له مخې درې کسان چکسلواکیا ته لېږل شوي چې د کارمل د اوسېدو ځای ومومي او هغه (په فزیکي توګه منحل) کړي."

د «اس ټي بي» د اسنادو له مخې چکسلواکیا ته د افغانستان نوي سفیر هم احتمالاً دا معلومات ترلاسه کړي وو او له ده تمه کېده چې په دې اړه باید مالي او نور ملاتړ وکړي.

د «اس ټي بي» اسنادو کې ویل شوي چې وژونکي د محصلینو، سوداګرو یا سیلانیانو په بڼه دا کار کولای شي.

«اس ټي بي» خپلو افسرانو ته امر وکړ چې چکسلواکیا ته ورتلونکي ټول افغانان باید وڅاري او د کارمل پر کور امنیت زيات کړي.

خفیه پولیسو همداراز وړانديز وکړ چې کارمل او د هغه کورنۍ دې په تاترا غرونو کې یوې بلې سیمې ته انتقال شي چې له پولنډ سره پوله لري.

«اس بي ټي» د وژونکو د بې‌لارې کولو په هدف اقدامات پیل کړل.

کارمل ته وویل شول چې دوه لیکونه دې ولیکي چې ګواکي له چکسلواکيا څخه وځي. دا لیکونه ولېږل شول، خو هدف‌يې دا وو چې د لېږل کېدو پر مهال‌یې د افغانستان سفارت وویني.

د «اس بي ټي» اسناد ښيي چې د کارمل د کورنۍ غړي په شااوخوا ځنګلونو کې قدم وهلو ته تلل او هلته به‌يې د جهیلونو ننداره کوله.

فاووریت شاټو ودانۍ په لوېديځ چک جمهوریت کې په یوه کلي کې هغه ځای چې کارمل او د هغه کورنۍ ورته اکثره وخت د سیل او خوړو لپاره ورتلل.
فاووریت شاټو ودانۍ په لوېديځ چک جمهوریت کې په یوه کلي کې هغه ځای چې کارمل او د هغه کورنۍ ورته اکثره وخت د سیل او خوړو لپاره ورتلل.

د کریسلیڅې سیمې د ځنګلونو رئیس یېرژي یلینیک د کارمل او د هغه کورنۍ ته پاملرنه کوله.

یلینیک د کمونېست ګوند غړی و او د ګوند د مرکزي کمېټې له چارواکو سره‌یې د کارمل د اوسېدو لپاره اقدامات کړي و.

د څينیک یلینیک په ياد دي چې له کارمل او د هغه له کورنۍ سره‌یې هغه مهال لیدلي و چې ده له خپل پلار رژي یلینیک سره کار کاوه.

کارمل له یېرژي یلینیک سره – سیندیلوفا سیمې ته نږدې – ۱۹۷۸ـ ۷۹
کارمل له یېرژي یلینیک سره – سیندیلوفا سیمې ته نږدې – ۱۹۷۸ـ ۷۹

څينیک یلینیک د ازادي راډيو مرکزي څانګې ته وویل چې کارمل او کورنۍ يې عادي ښکارېدل او عادي چلند یې کاوه. د ده په وینا کارمل تور کوټ اغوست او خولۍ يې پر سر کوله او اکثره وخت به‌يې پلی تګ کاوه.

یلینیک ازادي راډيو ته وویل چې د ده پلار به د کارمل کور ته وخت په وخت ورتلو چې که‌یې يو څه په کار وي.

ده وویل چې د ځنګلونو ښځینه کارکوونکو کله نا کله د کارمل کور پاکاوه او پخلی به‌یې ورته کاوه. ده زياته کړه چې شک‌يې درلود «اس ټي بي» د دوی د کور ټیلیفون ثبتاوه.

  • 'د دوی سپارل​'

د جنورۍ مياشتې په پای کې د کارمل د ځای په اړه ښايي معلومات نور پټ نه‌وو پاتې، نو «اس ټي بي» دوی یوه بل ځای ته انتقال کړل. دوی یې په ستياونيڅا غرونو کې په سکلیني کلي کې د سیلانيانو په یوه هوټل غوندې ودانۍ کې ځای پر ځای کړل. دا ودانۍ يوازې د کارخانې د کارکوونکو لپاره ځانګړې شوې وه. کارمل او کورنۍ يې دغه ځای ته پر لاره په برنو ښار کې یوه شپه هم کړې وه.

هلته دا خبره خپره کړای شوه چې کارمل او کورنۍ یې د المونیم د کارخانې د رئیس شخصي مېلمانه دي.

په سکلین تيپليڅې ښار کې سناتوریم ته د کارمل تر رسېدو وروسته «اس بي ټي» د هغو افغان وژونکو په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې د کارمل په وژلو پسې وو. له دغو درېیو کسانو څخه یو چې له کابله ورغلی وو کلکاني نومېده او ویل کېدل چې شااوخوا ۴۰ کاله عمر يې درلود. تور وېښتان‌يې وو او ناوړه چلند يې کاوه.

کارمل او کورنۍ يې په سناتوریم کې له خلکو سره تګ راتګ نه‌کاوه. دوه اولادونه‌یې په نږدې کلي کې ښوونځي ته تلل او کوچني زوی یې له ځايي فټبال ټيم سره لوبې کولې.

د اسنادو له مخې ببرک کارمل په اوونۍ کې يوازې یو ځل له کوره واته او زیار او هرونوم ښارونو ته‌يې د «اس ټي بي» په اجازه سفر کاوه. د معلوماتو له مخې، ده به هلته په فرانسه، یوګوسلاویا او جرمني کې د پرچم ګوند جلاوطنه غړو ته ټیلیفونونه کول.

د سکلین تيپليڅې اوسنی ښاروال لوبومیر میلیش هغه وخت ۱۷ کلن وو چې د کارمل کورنۍ په دې کلي کې اوسېده. دی وايي چې هغوی ډېر ښه خلک وو چې د کلي د کرکټر برخه وګرځېدل.

میلیش ازادي راډيو ته وویل چې په دې ځای کې له کارمل سره د عبدل په نوم یو کس وو چې څرګنده وه د دې کورنۍ ساتونکی وو. عبدل له کارمل سره هر وخت ګرځېد او په کلي کې به‌یې ورسره پلی تګ هم کاوه.

د سکلین تيپليڅې پخواني ښاروال جوزف زیلیار په ۲۰۰۸ میلادي کال کې سلوواک ورځپاڼې پراودا ته ویلي چې کارمل به ډېر وختونه په سناتوریم کې دننه وو او تل به‌یې يو څه لوستل. کله نا کله به دباندې راوته او د رستورانټ په باغچه کې به‌یې بیر څښل. تل به‌يې ساتونکي ورسره وو.

په پراګ کې د کمونېست ګوند د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، کارمل د چکسلواکیا له خپرندویه ټولنې سره توافق کړی وو چې دی به د چکسلواکیا د کمونېست ګوند د (د یوه بحران د مخ پر زیاتېدلو پندونه) په نوم هغه رسمي اسناد دري ته وژباړي چې پر چکسلواکیا د روسیې د ۱۹۶۸ میلادی کال یرغل توجیه کوي.

زیلیار وویل د کارمل مېرمن محبوبه تر ده ډېره علني راڅرګندېده.

جوزف زیلیار پراودا ورځپاڼې ته ویلي چې محبوبه هغه مهال ۴۴ کلنه وه او ډېره ښايسته ښځه وه. ده دا هم ویلي چې له دې سره به یوه نامعلومه ښځه هم وه او دوی به اکثره وختونه د کور توکي پېرلو ته دباندې وتلې.

کارمل او یلینیک (په منځ کې) په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د چک په کارلووي واري ښار کې
کارمل او یلینیک (په منځ کې) په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د چک په کارلووي واري ښار کې

د المونیم په کارخانه کې یوه پخواني انجنیر ریچارډ کفکا د کارمل کورنۍ په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په یوه شخصي وېب‌پاڼه کې یاده کړې ده. ده لیکلي چې "د کارخانې کارکوونکو د مرموزو بهرنیانو یادونه کوله چې په سناتوریم کې په یو شمېر کوټو کې اوسېدل، يوه ښځه، دوه سړي او درې کوچنيان."

کفکا لیکلي: "کوچنيانو له نورو مېلمنو سره په ازاده توګه خبرې کولې. هلک‌یې سلواکي ژبه زده کړې وه. د دوی د پوستکي له رنګه څرګنده وه چې دوی بهرنیان وو. د لویانو نومونه‌یې هېڅ چا ته نه‌وو معلوم."

په سناتوریم کې د هغه مهال یوې کارکوونکې مارګیتا اورګاسوفا نووي چاس ورځپاڼې ته په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ویلي و چې دا یوه درنه کورنۍ وه.

اورګاسوفا ویلي: "کارمل ماته وویل چې کاشکې د ده هېوادوال هم د چکسلواکیا د خلکو غوندې ښه ژوند ولري، کوچنيان ښوونځيو ته لاړ شي او اقتصاد وده وکړي. د ده مېرمن محبوبه هم ډېره ښه ښځه وه، د ده غوندې لوستې وه. دا به اکثره اندېښمنه ښکارېده ځکه نه‌پوهېده چې له دوی سره به څه وشي."

  • 'هر ځای چې انتخاب کړئ'

د کارمل کورنۍ باید یوازې درې اوونۍ په سناتوریم کې پاتې شوې وی، خو دوی هلته درې مياشتې تېرې کړې. کارمل نورې پیسې نه‌درلودې او غوښتل‌یې له دې ځایه کډه شي.

په اپرېل مياشت کې ده د چکسلواکیا کمونېست ګوند یوه لوړپوړي چارواکي ته په لیک کې ولیکل چې دی غواړي طلايي ښار پراګ ته ستون شي چې د پرچم ګوند له ملګرو سره تماس ونیسي او ورسره سلا مشورې وکړي، لیکونه ولېږدوي او ترلاسه کړای شي او کله نا کله له هغوی سره هملته یا بهر ولیدلای شي.

ترکوفسکا سرک کې هغه کور چې په ۱۹۷۰ کلونو کې ببرک کارمل په‌کې پټ وو.
ترکوفسکا سرک کې هغه کور چې په ۱۹۷۰ کلونو کې ببرک کارمل په‌کې پټ وو.

همغه وخت کارمل د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې ته هم یو لیک ولیکه. کارمل ولسمشر تره‌کي او د هغه مرستيال حفیظ‌الله امین وغندل چې له خلکو سره د ده په وینا غیر انساني چلند کوي.

ده له مسکو څخه وغوښتل چې له زندانونو د زرګونه پرچميانو په راخوشې کولو کې مرسته وکړي. ده همداراز وړانديز وکړ چې که دی ولسمشر وي، کولای شي د افغانستان ستونزې حل کړي.

کارمل په لیک کې د مخامخ لیدنو وړانديز هم کړی وو.

ده لیکلي وو: "هر ځای چې انتخاب کړئ زه هملته درسره ګورم."

کارمل د لیک ځواب ترلاسه کړ، خو د لیک د محتوا په اړه «اس ټي بي» معلومات نه‌دي خپاره کړي.

  • '۵۰۰ مرمۍ​'

د «اس ټي بي» يوه ځايي افسر ویلي چې د ۱۹۷۹ میلادي کال په جون مياشت کې د سناتوریم مدیر د کارمل کورنۍ ته د جولای لومړۍ نېټه ضرب‌الاجل ټاکلی و چې له دې ځایه ووځي، ځکه بلونه‌یې نه‌وو پرې کړي.

یوه مياشت وروسته «اس ټي بي» د دې کورنۍ لپاره د نوي کور په لټه شوه. دوی په بانسکا بیسترایا ښار کې په یوه داسې ماڼۍ ډوله کور کې ځای پر ځای شول چې پخوا ورڅخه د شوروي اتحاد ځايي نظامي قوماندې استفاده کوله.

دا څرګنده نه‌ده چې د کارمل کورنۍ څه وخت بانسکا بیسترایا ښار ته انتقال شوه، ځکه په اسنادو کې د درېیو مياشتو واټن ثبت دی.

د روسي خبريال او تاریخ‌پوه ولادیمیر سنيګیریوف په وینا تر دې مهاله د وژونکو د درې کسیزې ډلې مخه نیول شوې وه، خو په دې اړه د چکسلواکیا غیر محرم اعلان شویو اسنادو کې څه نه‌دي ویل شوي.

د ۱۹۷۹میلادي کال د ډسمبر مياشتې په لومړیو کې «اس ټي بي» یو نوی تهدید رپوټ کړ؛ محمد یاسین بنیادي، د کارمل ځای ناستی او چکسلواکیا ته د افغانستان نوی سفیر.

د «اس ټي بي» اسناد ښيي چې د بنيادي دوو زامنو چې په چکسلواکیا کې اوسېدل، وسلې درلودې او د کارمل له‌منځه وړلو ته‌یې لېوالتيا څرګنده کړې وه. «اس ټي بي» پولیسو وموندله چې د افغانستان سفارت په وروستیو کې شپږ تفنګچې، دوه رایفل، دوه شاټګن ټوپک او ۵۰۰ مرمۍ پېرلې وې.

نوي تهدید ته په غبرګون کې «اس ټي بي» په چکسلواکیا کې یو اوسېدونکی افغان استخدام کړ. دغه اجنټ ته وویل شول چې د افغانستان په سفارت کې یوه کارکوونکي ته ووايي چې له کار وروسته سودا اخیستو ته لاړ او په پراګ کې ناببره له کارمل سره مخامخ شو.

کارمل ورته وویل چې ناروغ دی او غواړي په پراګ کې خپله درملنه وکړي. اجنټ ته دا هم وویل شول چې باید ووايي، کارمل ورته وویل چې له سياسي فعالیته‌یې لاس اخیستی او غواړي پر خپله کورنۍ او روغتیا تمرکز وکړي.

وروسته په همغه ورځ اجنټ دا خبره د افغانستان په سفارت کې يوه ډیپلومات ته وکړه. د «اس ټي بي» د اسنادو له مخې ډیپلومات په غبرګون کې ډېره حیرانتیا څرګنده کړې وه.

ډیپلومات اجنټ ته وویل چې له کارمل سره ملګرتيا پرېږدي او په دې اړه دې هېڅ‌چا ته څه نه‌وايي.

د ډسمبر مياشتې په منځ کې «اس ټي بي» راپور ورکړ چې افسرانو یې د وسلو د نیولو او د تهدید له‌منځه وړلو لپاره اقدامات وکړل.

  • 'د کې جي بي لارښوونه​'

د ډسمبر مياشتې په پای کې کارمل په ټوله نړۍ کې د ټلوېزیون پر پرده راڅرګند شو. د سکلینې تيپليڅې ښاروال میلیش د کارمل په لیدو شوک شو.

دی وايي: "دا همغه سړی دی چې دلته اوسېده. موږ پوه شوو چې دی دلته پټ وو او وروسته دوی دی د افغانستان د ولسمشر په توګه رامخې ته کړ."

د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډسمبر په ۲۷مه نېټه شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه او کارمل‌يې د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ.

کارمل د شوروي له مشر میخایل ګورباچیف (په منځ کې) سره په ۱۹۸۵ میلادي کال کې مسکو ته د سفر پر مهال
کارمل د شوروي له مشر میخایل ګورباچیف (په منځ کې) سره په ۱۹۸۵ میلادي کال کې مسکو ته د سفر پر مهال

دا څرګنده نه‌ده چې کارمل کله له چکسلواکیا څخه ووت. د «اس ټي بي» په اسنادو کې اخري ځل د ده نوم د ۱۹۷۹ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې ثبت شوی دی. د اسنادو له مخې د کارمل کورنۍ د ۱۹۸۰ میلادي کال تر فبرورۍ مياشتې پورې په چکسلواکيا کې پاتې شوه.

د چکسلواکیا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په اسنادو کې لیکل شوي چې کارمل په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په غیر قانوني توګه افغانستان ته لاړ او هلته‌یې د خلق ډموکراتیک ګوند له روغو قواوو سره تماسونه ونیول.

د «کې جي بي» د هغو محرمو اسنادو له مخې چې د ارشیف ساتونکي واسيلي میتروخین خپاره کړي، د «کې جي بي» رئیس یوري اندروپوف ته د اکټوبر په ۱۰مه اجازه ورکړل شوه چې کارمل له چکسلواکیا څخه مسکو ته بوځي.

د ده په وینا کارمل او د افغانستان راتلونکي شپږ نور مشران په نومبر مياشت کې مسکو ته یووړل شول او ټاکل شوې وه دوی په ګډه د «کې جي بي» لارښوونه ترلاسه کړي.

د «کې جي بي» اسنادو له مخې، دغه اووه کسان د نومبر له دوهمې د ډسمبر تر ۱۲مې په مسکو کې وو. دوی له افغانستان سره پولې ته نږدې سیمې ته انتقال کړای شول.

  • 'د ورور مرسته​'

د ډسمبر په ۲۷مه نېټه، د شوروي اتحاد ځانګړو ځواکونو او د «کې جي بي» واحدونو د افغانستان د حکومت مهمې ودانۍ ونيولې، ولسمشر حفیظ‌الله امین او د هغه کورنۍ يې د کابل په تاج بېګ ماڼۍ کې په خونړۍ جګړه کې ووژل.

هغه ماښام، د کارمل مخکې ثبت شوې وینا د شوروي سوسیالیست جمهوریت ازبکستان له پلازمېنې تاشکند څخه پر راډيو کابل خپره شوه. ده وویل: "نن د امین او د هغه د ملګرو، وحشي قصابانو، غاصبینو او زموږ د لسګونه زره هېوادوالو د وژونکو د ځپنې ماشین ماتېږي."

څو مياشتې مخکې امین، تره‌کی له واکه لیرې کړی، زنداني کړی او وروسته‌یې د هغه د وژلو امر کړی وو.

کله چې کارمل کابل ته ورسېد، په سبا یې له شوروي اتحاده وغوښتل چې د ورور غوندې مرسته دې وکړي.

مسکو د خپلې حملې د توجیه کولو لپاره وویل: "افغانستان له شوروي اتحاده د بهرنيو د یرغل د مخنیوي په هدف مرسته غوښتې ده چې په نتيجه کې يې پرېکړه وشوه چې افغانستان ته محدود شمېر نظاميان ولېږي."

زرګونه شوروي ځواکونه، سلګونه الوتکې او ټانکونه افغانستان ته ننوتل. د جګړې په اوج کې شااوخوا یو لک او ۵۰ زره شوروي پوځیانو په افغانستان کې جګړه کوله.

امريکا او سعودي عربستان د مجاهدینو ملاتړ وکړ چې په کابل کې د حکومت او د هغه مهال د شوروي له پوځ سره جنګېدل. ګاونډي پاکستان دغو مجاهدینو ته وسلې، روزنه او سلا مشورې ورکولې.

شوروي ډېر ژر پوه شوه چې د جګړې څومره ګرانه بیه پرې کوي.

مسکو د جګړې د لوري بدلولو په هدف په ۱۹۸۶ میلادي کال کې له محمد نجیب‌الله سره د واک ترلاسه کولو کې مرسته وکړه، خو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې شوروي اتحاد له افغانستانه خپل ځواکونه واېستل.

دا وروسته له هغه وه چې د اټکل له مخې دوه میلیونه افغانان او لږ تر لږه ۱۵ زره روسي پوځيان په دې نهه کلنه جګړه کې ووژل شول.

افغانستان کې میلیونونه نور خلک بې‌ځایه شول. د نجیب‌الله رژيم تر ۱۹۹۲ میلادي دوام وکړ، کله چې مجاهدینو حکومت ړنګ کړ.

په څو مياشتو کې دننه د مجاهدینو ترمنځ خونړۍ کورنۍ جګړه پیل شوه. په نتيجه کې يې طالبانو ته لاره پرانیستل شوه چې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې يې د کابل واک ترلاسه کړ.

هغه مهال کارمل له خپلې کورنۍ سره په مسکو کې ځای پر ځای شوی وو، چېرته چې د ځیګر له سرطانه د ۱۹۹۶ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې په ۶۷ کلنۍ کې مړ شو.

XS
SM
MD
LG