د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

اشرف غني: پخوانی شوروي اتحاد مو مات کړ، د ترهګرو په وړاندې هم یو موټي شئ


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وایي، افغانانو په خپل یووالي سره د وخت شوروي اتحاد مات کړ او بیا هم له خلکو غوښتنه ده چې د ترورېستي ډلو پر وړاندې هم ودرېږي.

ولسمشر غني وايي، د افغانانو جهاد د نړۍ د تاریخ مسیر بدل او د ځینو هېوادونو د ازادۍ لامل شو.

ښاغلي غني چې د افغانستان د «ځمکې د نظام د پراختیا» د پروګرام په مناسبت نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۶» په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې د شوروي اتحاد د پوځونو د ماتې لامل‌یې د افغانانو یووالی وګاڼه او له خلکو یې وغوښتل چې د ترورېستې ډلو پر وړاندې هم یو موټی شي.

که څه هم د دلوې د ۲۶مې په خاطر د دولت له‌خوا کومه رسمي ناسته جوړه نه‌شوه، خو ښاغلی غني وايي، د هېواد د بهرنۍ پالېسۍ له برکته، د سیمې ډېری هېوادونه د افغانستان په سیمه‌ییزو شریکانو بدل شول.

ولسمشر غني

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانانو د بریالیتوب راز، د وخت د شوروي اتحاد په ماته کې د دوی یووالی و، اوس چې هېواد د ترورېستي ډلو له بریدونو سره مخ دی، اړتیا ده چې خلک سره یو موټی او پر وړاندې يې ودرېږي."

جمهور رئیس غني وویل چې په افغانستان کې د شوروي له ماتې وروسته، دغه هېواد ازادي وموندله، خو رښتینې ازادي هغه مهال خپلېږي چې اقتصادي ازادي ورپسې وي.

ده وویل، اقتصادي ازادي اصلاحاتو ته اړتیا لري او له خلکو یې وغوښتل چې د حکومت ملاتړ وکړي.

د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدی په ۶مه افغانستان ته راننوتل، په دې هېواد کې له لس کاله پاتې کېدو وورسته د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې پر ۲۶مه بېرته ووتل.

د روسیې یو ویجاړ ټانک.

د شوروي پوځ د دغه یرغل په نتیجه کې شااوخوا یو میلیون افغانان ووژل شول او په سلګونه زره ټپیان او څه باندې ۵ میلیونه مهاجر شول.

ځیني په دې باور دي چې د وخت د شوروي اتحاد یرغل د افغانستان د بدمرغۍ پیلامه وه چې تر اوسه هم د جنګ په اور کې سوځي.

افغان چارواکو هم ویلي چې امنیتي ځواکونه‌یې اوس‌مهال له ۲۰ ترورېستې ډلو سره په جنګ کې دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افراطیت پر وړاندې د هم فکرۍ په نړیوالې ناسته کې وویل، سره له دې چې مجاهدینو هم ځینې تېروتنې کړي، خو بیا هم د دوی جهاد د یو ستر ځواک د ماتې سبب شو.

عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"یو افراطي تفکر چې په پام کې وه پر نیمې نړۍ تحمیل شي او افغانستان ترې هم زیان ولید، خو د افغانستان د خلکو د جهاد او قربانیو له امله افغانان د دغه ستر ځواک د ماتې شاهدان وو."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه خالد سادات وايي، اوسنۍ ستونزې نه‌یوازې دا چې دولت پورې اړه لري، بلکې خلک هم کولای شي چې په هوارولو کې یې برخه واخلي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG