د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

حکمتیار: د سیمې ځیني قوي هېوادونه هيڅ نه‌غواړي چې افغان جګړه ختمه شي


ګلبدین حکمتیار چې تازه د سولې له پروسې سره یوځای شوی دی د سیمې ځیني هېوادونه په افغانستان کې د جګړې په دوام تورن کړل.

ښاغلي حکمتیار د ترکیې له خبري اژانس اناتولي سره په مرکه کې د کوم هېواد نوم یاد نه‎کړ خو ویې‌ویل چې د سیمې ځیني هېوادونه په افغانستان کې خلک د جګړې د دوام قرباني کوي.

هغه ویلي:

"په کابل کې د تېرې چهارشنبې ورځې حمله چې سلګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله د همدغو بهرنیو هېوادونو د هڅو یوه بېلګه کېدای شي."

د حزب‎اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې تړون تېر سپټمبر میاشت لاسلیک شو او د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار تېره میاشت له شلو کلونو وروسته کابل ته دننه شو.

ښاغلي حکمتیار ویلي، د سیمې ځیني قوي هېوادونه هېڅکله نه‌غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

د هغه په خبره دښمن په افغانستان کې په جګړه کې په پانګونې سره خپلې ګټې لټوي او دا هېواد له څلورو لسیزو له تحمیلي جګړې سره مخ دی.

د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د سیمې ځیني هېوادونه په افغانستان کې د جګړې په تودولو تورن کړي چې دی په خپله له افغانستانه تر وتلو وروسته ډېر وخت په پاکستان او ایران کې هم پاتې شوی دی.

ښاغلي حکمتیار په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو حضور ته په کتو ویلي، کوم خلک چې لاهم په دې باور دي چې جګړه اهدافو ته د رسېدو لار ده، ماته‌یې خوړلې ده.

هغه ویلي، افغانستان کې روانه جګړه د پخواني شوروي اتحاد میراث ده هغه وخت د ده په خبره د مسکو له‌خوا رهبري کېدله او اوس د واشنګټن له‌خوا اداره کېږي.

حکمتیار: افغانستان کې روانه جګړه د پخواني شوروي اتحاد میراث ده
حکمتیار: افغانستان کې روانه جګړه د پخواني شوروي اتحاد میراث ده

​د ګلبدین حکمتیار دا مرکه په داسې وخت کې خپرېږي چې افغان حکومت د سې شنبې په ورځ د کابل پروسې په نوم یوه نړیواله غونډه جوړه کړه.

د دې غونډې هدف سولې ته د رسېدو لپاره د هڅو یوځای کول یاد شو.

ښاغلي حکمتیار ویلي، که افغانان یو بل درک کړي ډېرې ستونزې به هوارې شي.

دی وايي:

"که افغانان یو بل سره درک کړي، ټول داخلي او بهرني مشکلات سره حل شي."

هغه ویلي، په افغانستان کې خلک له جګړې ستړي شوي، طالبانو هم درک کړې چې په جګړې یې نه‌شي ګټلی نو د ده په خبره د سولې بین‌الافغاني خبرې کولای شي د افغانانو یوازنۍ هیله چې سولې ته رسېدل دي پوره کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG