د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

افغان ولسمشر او د حزب اسلامي مشر د سولې تړون لاسليک کړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د سولې تړون لاسليک کړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په‎ دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې له حزب اسلامي سره سوله د ملي اجماع او نړیوالو هېوادونو په ملاتړ شوې.

په دغې غونډه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یوه وېډیویي پیغام له لارې وویل چې د دغو مذاکراتو یوه ځانګړنه دا وه چې د بهرنیو له منځګړتیا پرته د افغانانو ترمنځ وشول.

په ارګ کې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د موافقت‌نامې پراخه غونډه جوړه شوې ده چې لوړپوړي دولتي مشران، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخواني جهادي او سیاسي مشران او د حزب اسلامي سلګونه پلویان په‌کې ګډون کړی.

له حزب اسلامي سره دغه تړون له څو میاشتو اوږدو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG