د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

خوست کې له وسله‎والو طالبانو د سولې غوښتنه وشوه


د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینو شوراګانو او ځینو مدني ټولنو او سازمانونو په یوه ګډه خبري ناسته کې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ترمنځ د سولې د وروستۍ موافقې ملاتړ وکړ.

دوی له وسله‎والو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د سیمې او نړۍ د استخبارتو له مداخلو پرته دې په خپلواک ډول د افغان حکومت سره د سولې په باره کې مذاکرات وکړي او دې اوږدې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

په خوست کې د مجاهدینو د سرتاسري شورا رئيس مولوي سردار ځدراڼ د افغان حکومت پر نورو وسله‎والو مخالفینو غږ وکړ چې ولسونه او قومونه سوله غواړي او دوی دې هم د سولې په باره کې د حزب اسلامي لاره خپله کړي.

مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه:

"د دولت په نورو مخالفینو باندې هم غږ کوو چې د حزب اسلامي لاره خپله کړي، د افغان حکومت سره د بین‌الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي، د جنګونو او د ورانیو او بدبختیو په خپله دوی يې مخه ونیسي، ځکه ټول قومونه او مشران د سولې طرفدار دي او د وحدت او اتفاق طرفدار دي."

د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو د ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي میرباز خان وايي چې وسله‎وال مخالفین د دې خاورې اولادونه دي او مشران له دوی غواړي چې له وسله‌وال مخالفته لاس په سر شي.

حاجي میرباز خان وايي:

"موږ د خدای «ج» نه غواړو نور څوک چې د افغان حکومت نه مرور شوي دي، هغوی ته موږ سؤال او زاري کوو چې راشئ تاسو افغانان يئ، په‌ دې هېواد کې باید امن راشي، نو دا له تاسو زموږ غوښتنه او ارزو ده."

د مجاهدینو د ملي اسلامي شورا رئيس قاري عبدالولي عادل له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د حزب اسلامي په شان دې وسله‌والو طالبانو ته هم د سولې لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

ښاغلي عادل زیاته کړه:

"لکه څرنګه چې دولت زمینه برابره کړه، حزب اسلامي چې ډېر وخت افغانستان ته‌‎يې راتګ نه‌کېده، داسې موقع باید طالبانو ته هم مساعده کړي چې هغه هم یو قوت دی."

د خبري ناستې په پای کې د ناستې وروستی پرېکړه‌لیک د حزب اسلامي د ځايي دفتر مسؤل موسی خاورین له‌خوا ولوستل شو.

په پرېکړه‌لیک کې د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې موافقه د بهرنیو استخباراتي کړیو له مداخلې پرته بلل شوې او د وسله‌والو طالبانو له مشرتابه هم غوښتنه شوې په مستقلانه توګه د سولې تصمیم ونیسي.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي:

"دا چې په‌ دې وروستیو کې د حزب اسلامي او د دولت ترمنځ د سولې پروګرام د سیمې او نړۍ د استخباراتو له وسایطو او وساطت پرته د موافقې اخري پړاونه طی کوي کلک ملاتړ يې کوو، له همدې موقع نه په فرصت د طالبانو په مشرتابه او رهبري غږ کوو چې افغان دولت سره د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې لاره تعقیب کړي، تر څو افغانان له دې وروسته د منطقې او سیمې د هېوادونو د استخباراتي جګړو په اور کې ونه‌سوځي."

یاده دې وي، د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر به د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له‎‌خوا هم لاسلیک شي.

د دې موافقې پر اساس د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د واشنګټن له‌خوا په ۲۰۰۳ کال کې د نړیوالو ترورېستانو لېست کې شامل شوی وو، له دې لېسته اېستل کېږي، قضايي خوندیتوب پیدا کوي، د یاد ګوند بندیان له بنده خوشې کېږي او پر حکمتیار د نړیوالو بندیزونو په لیرې کولو هم کار کېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG