د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۵۹

افغانستان

ارګ: غني او حکمتیار به سبا "پنجشنبه" د سولې موافقه لاسلیک کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت به د موافقې تر لاسلیک وروسته د غربي هېوادونو د بندیزونو له لېسته د حزب اسلامي د یو شمېر مشرانو د نومونو د اېستلو رسمي غوښتنه وکړي.

محمد هارون چخانسوري زیاتوي:

"دا پروسه یو څه وخت نیسي، د افغانستان حکومت به د موافقې تر امضا وروسته چې د دې هفتې تر اخره به وشي، رسماً تقاضا وکړي چې ټول بندیزونه پر حزب اسلامي لیرې شي، نړیوالې ټولنې هم د اماده‎ګۍ او همکارۍ څرګندونه کړې ده."

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د روغې موافقه به د بروکسل په نړیواله غونډه کې د حکومت د بریالیو کړن‎لارو د بېلګې په توګه مطرح کړي.

ملګري ملتونه وايي، پر حزب اسلامي د بندیزونو د لیرې کېدو لپاره د افغانستان د حکومت تر رسمي غوښتنې وروسته به د دې سازمان امنیت شورا پرېکړه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یو طالب پلاوى له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان شو

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو حکومت د مالیې وزرات او د افغانستان بانک چارواکي له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره نن د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شول.

د آسوشیتدپرس خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، چې د دغه پلاوي مشري به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي او په دوحه کې به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس ویسټ او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او بانکي سکتور خبرې وکړي.

له دې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون سې شنبې خبر ورکړی و، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې چارواکي د طالبانو له مشرتابه سره پر یوه میکانېزم کار کوي څو پر اساس به یې د طالبانو حکومت ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان بانک له شتمنیو څخه د شدیدې لوږې او بې وزلۍ د ستونزو د کمولو لپاره کار واخلي او دا ډاډ ترلاسه کړي، چې له دغو پیسو به ناوړه ګټه نه اخیستل کېږي.

د تېر کال د اګست د میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي نړیوالې ټولنې منجمله امریکا پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.

دغه راز د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه نیم میلیارد ډالره په بهر کې کنګل شوې چې شاخوا اوه ميليارده ډالره یې د امریکا په بانکونو کې ده.

په کندهار کې د کراتې سیالۍ پیلېږي

آرشیف

په کندهار کې د پنځو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د کراتې سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د دې سیالیو لپاره چمتووالی روان دی.

دا سیالۍ چې د جمعې په ورځ پیلېږي، د کوربه کندهار ترڅنګ به د هرات، فراه، خوست او کابل ولایتونو د کراتې لوبغاړي ګډون وکړي.

په خبر کې د کندهار د کراتې فدراسیون له قوله لیکل شوي دي، چې د نورو ولایتونو د لوبغاړو ترڅنګ به د کندهار ولایت ۶۰ لوبغاړي هم په دې لوبو کې ګډون وکړي چې غوره لوبغاړي به یې د کندهار ولایتي لوبډلې ته لار ومومي.

جوانان میهن لوبډله د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو اتله شوه

آرشیف

جوانان میهن لوبډله د کابل فوټسال غوره ليګ سياليو اتله شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د کابل فوټسال غوره لیګ سیالۍ چې له یوې میاشتې راهیسې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازيوم کې پيل شوې وې، پرون مازدیګر د جوانان میهن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

جوانان میهن لوبډلې، چې ۴۲ ګولونه وهلي و، لومړی مقام او میوند لوبډلې چې ۲۰ ګولونه وهلي و، دوهم مقام یې خپل کړ.

جوانان میهن په ۱۰ لوبو کې ۸ لوبې وګټلې، یوه یې وبایلله او یوه یې مساوي کړه.

د کجکي له بنده کندهار ته ١١٠کيلو ولټه برښنا ورکړل شوه

د کجکي بند

د افغانستان برښنا شرکت وایي، چې د کجکي له بند څخه د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا نوي مزي له کندهارسره ونښول شول.

چارواکو ویلي، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کندهار د اوسېدونکو په تېره د تولیدي فابریکو د برښنا د کمښت ډېرې ستونزې هواري شي.

په دې اړه په نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتي څانګې ريیس انجینر صفي الله احمدزي ویلي، چې د ۲۷۲ ميليونه افغانیو په مالي لګښت د دغو نویو مزیو پروژه د دې شرکت د تخنیکي او نورو عملیاتي ټیمونو پر مټ په دوو میاشتو کې بشپړه شوې ده.

په کندهارکې د برښنا د کمښت له امله په تېرو څو کلونو کې د دې ولایت په صنعتي پارک کې په سلګونو تولیدي فابریکو خپل فعالیت بند کړی دی.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کندهار د صنعت او سوداګرۍ د خونې ريیس سید سرور اماني کندهار ته د دغې پیاوړې برښنا رسېدل د صنعت کارانو لپاره لویه ډالۍ وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د صنعتي فابریکو ټکني شوي کارونه بېرته نورمال حالت ته را وګرځي او د صنعت په برخه کې به هم پانګونه زیاته شي.

د طالبانو د استخباراتو رياست: افغان يوټيوبر غلام سخي مو له بنده خوشې کړی

خو له غلام سخي سره درې تنه نور لا هم د طالبانو په زندان کې دي.

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست مني چې افغان یوټیوبر غلام سخي یې له بنده پرون خوشې کړی دی.

د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته وویل، غلام سخي پرون له بنده ازاد او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

یوټیوبر غلام سخي نږدې درې اوونۍ وړاندې مقدساتو ته د توهین په تور زنداني شوی و.

خو له هغه سره درې تنه نور لا هم د طالبانو په زندان کې دي.

کندهار: طالبان په نارنج تاريخي ماڼۍ کې مدرسه جوړوي

کندهار کې د نارنج تاريخي او لرغوني ماڼۍ

ازادي رادیو د کندهار د زاړه ښار له سیمي داسي انځورونه تر لاسه کړي چې ښکاري د دې تاریخي ودانۍ په ساحه کې د یوې مدرسې د جوړیدو چاري روانې دي.

په کندهار کې طالب چارواکې په دې اړه په رسمي ډول څه نه وایي، خو یوې سرچينې ازادي رادیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دا مدرسه د طالبانو د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکې په امر جوړیږي.

د سرچنې په وینا د دې مدرسې یوه برخه د طالبانو د پخوانی تحریک پر مهال جوړه شوې او د مدرسې د پراختیا لپاره اوس تازه د نارنج ماڼۍ په حریم کې بله ودانۍ جوړیږي.

د نارنج ماڼۍ چې د سکندر مقدوني د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې تاریخي قدامت یې ۲۳۴۳ کاله ته رسیږي.

د تاریخ پوهانو په وینا دا ماڼۍ چې په لومړیو کې د مقدوني سکندر پوځی اډه او وروسته په شاهي دربار بدله شوه، د هوتکیانو د حکومت پرمهال ادبي دربار وو.

توماس ويسټ: امريکا له افغان زلزله ځپلو سره مرسته کې د خپلو شريکانو د ملاتړ هرکلی کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ويسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، امریکا د افغانستان په جنوب ختیځ کې د تیرې اونۍ د مرګونې زلزلې له زیانمن شویو سره نژدې ۵۵ ميلیون ډالره مرسته کوي او په دې برخه کې د خپلو شریکانو د کلک ملاتړ هرکلی کوي.

ټوماس ویسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا دغه اضافي مرسته به د اړتیا وړ په ضروري موادو لکه پر سرپناه، د اوبو د تصفیې کېټونو، کمپلو، جامو او نورو شیانو ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې انتوني بلینکین ویل، دغه پیسې به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري ولګول شي اوپه دې سره د هغو مرستو اندازه چې امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره کړې، ۷۷۴ ملیون ډالرو ته رسیږي.

د فابريکو مسؤلين: د شيخ مصري صنعتي پارک ځمکه په لوړه بيه ورکول کېږي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعيت

په ننګرهار کې د فابریکو خاوندان وايي، د شیخ مصري صنعتي پارک ځمکه په لوړه بیه دوی ته ورکول کېږي.

د ننګرهار د صنایعو او کانونو خونې مشر تور ملنګ شګیوال نن ازادي راډيو ته وویل، چې د ننګرهار د ۱۰۰ فابریکو څښتانو د سې شنبې په ماسپښين د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې د شیخ مصري صنعتي پارک کې د ځمکو لپاره ټاکل شوې بیې باید ټيټي شي.

ښاغلی شګیوال وايي، په تېر جمهوري حکومت کې پرېکړه شوې وه چې د دې صنعتي پارک د یو جرېب ځمکې بیه به ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ وي خو اوس له دې بیې سره شاوخوا ۳۰۰۰۰ ډالر د زېربنا د مصارفو په نوم غوښتل کېږي چې سوداګر یې د ورکولو وس نه‌لري.

د شګیوال په خبره په ناسته کې پرېکړه وشوه چې يوه کمېټه به ټاکل کېږي چې د شیخ مصري صنعي پارک د ځمکو بیې په دقیق ډول معلومې او وټاکي.

د ننګرهار د صنایع او کانونو خونې مشر وايي، په دې ناسته کې یې د شیخ مصري صنعتي پارک د برېښنا د نشتوالي او لوړو مالیاتو ستونزه هم د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شریکه کړه.

د غاليو د توليد او صادرونکې ټولنه: د غاليو صادرات ۲۴ سلنه ډېر شوي

د افغانستان جوړې غالۍ

د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وايي، د تېرو کلونو په پرتله د غالیو صادرات ۲۴ سلنه ډېر شوي دي.

د دې ټولنې مشر نور احمد نوري نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د غالیو د سږ کال صادراتو په اړه ارقام وړاندې نه کړل خو وې ویل چې تېر کال یې اته نیم میلیونه ډالره صادرات درلودل.

نوموړي زیاته کړه چې پخوا به یوازې د افغانستان په شمال کې غالۍ اوبدل کېدلې خو اوس په نورو ولایتونو کې هم غالۍ اوبدل کېږي.

ښاغلی نوري وايي، د وزګارتیا او وچکالۍ له امله ډېرو خلکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاتوي، د افغانستان غالۍ تر ډېره پاکستان ته او د پاکستان له لارې نورو اروپايي، اسیايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېږي.

بادغيس او تخار ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله ۴ کسان مړه شوي

ارشيف

محلي رسنیو پرون په بادغیس او تخار ولایتونو کې د دوو ټرافیکي پېښو په نتیجه کې د ۴ کسانو د مړه کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

رسنیو ویلي، چې یوه پېښه د بادغیس په بالامرغاب کې له سړک د یوه لنډکروزر اوښتل و، چې ۴ کسان یې مړه او ۸ نور ټپیان کړل.

بله پېښه د تخار ولایت له یوه سړک څخه د یوې لارې اوښتل وو، چې ۳ کسان په پېښه کې ټپیان شول.

تر دې مخکې هم د افغانستان له ځینو نورو ولایتونو هم په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

افغانستان کې د هندوانو او سېکهانو د مذهبي مرکزونو د خونديتوب غوښتنه شوې

د سېکهانو عبادتځای

د هند د اقلیتونو ملي کمېسیون د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه په افغانستان کې د هندوانو او سکانو د مذهبي مرکزونو د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کمېسیون پرون په یوه اعلامیه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر غوښتي، چې په افغانستان کې د هندوانو او سکانو د مذهبي ځایونو پر خوندیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د جون میاشتې پر اتلسمه په کابل کې د سکانو پر ګوردواره حمله وشوه، چې داعش ډلې یې مسوولیت واخیست.

له زلزله ځپلو سره د روغتيا نړيوال سازمان مرستې کابل ته استول شوي

د پکتيکا د زلزلې ويجاړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دوبۍ کې د دوی له لوژستیکي مرکز څخه ۲۵ ټنه روغتیايي وسایل او تجهیزات کابل ته ورسېدل.

دغه سازمان پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه روغتیایي وسایل او تجهیزات په زلزله ځپلو سیمو کې د څلور سوه زه هغو کسانو لپاره دي چې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

ځینو روغتیايي ادارو په پکتیکا کې چې د تېرې چهارشنبې زلزلې تر بل هر وخت ځای زیات زیان ور اړولی د کولرا په څېر د خطر ناکو ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

اروپا کې د افغان سياسي پناه غوښتونکو شمېر کچه لوړه شوې

افغان پناه غوښتونکي

د پناه غوښتونکو لپاره د اروپايي ټولنې د یوه تازه راپور له مخې افغانان د اریتریا او سوریې له وګړو وروسته په اروپا کې د سیاسي پناه د غوښتونکو تر ټولو لویه شمېره جوړوي.

د کډوالو لپاره د اروپايي ټولنې ادارې په خپل تازه کلني راپور کې چې نن د جون په ۲۸مه خپور شو په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط، د بېلاروس د حکومت په مرسته اروپا ته د کډوالو د قاچاق او پر اوکراین د روسیې د برید په ګډون د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو جریاناتو ته په پام سره دا راپور خپور کړی.

په راپور کې اریتریا په سلو کې د ۸۱، سوریه په سلو کې د ۷۱ او افغانستان په سلو کې د ۶۴ کډوالو په لرلو په لومړي، دوهم او دریم ځای کې دي او ورپسې په ترتیب سره د سومالیا، ترکیې، ایران او عراق نومونه راغلي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو ادارې د راپور له مخې په دې ترڅ کې ۱۰۲ زره افغان وګړو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې پناه غوښتې ده.

په فاریاب کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو

ارشیف

په فاریاب ولایت کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو.

د فاریاب ولایت د فوټبال فدراسیون رییس فریدون عادل د یاد لیګ د پیل په مراسمو کې رسنیو ته وویل، د فاریاب د فوټبال لیګ سیالیو کې به د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د فوټبال یولس لوبډلی په خپلو کې سیالي وکړي.

په یاد لیګ کې له ۵۵ کیدونکو لوبو څخه، په لومړی هغې کې بیر لیک او اریا لوبډلو په خپلو کې لوبه وکړه او دا سیالي یو د یو په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

د فاریاب ولایت د فوټبال فدراسیون د معلومات پر بنسټ، په یاد لیګ کې له یولسو شاملو لوبډلو څخه، بریالۍ لوبډله به د شمال زون د فوټبال سیالیو ته لار مومي.

افغان تکواندو کارانو د اسیا په کچه سیالیو کې اووم ځای خپل کړ

ارشیف

افغان تکواندو کارانو د اسیا په کچه د تکواندو په سیالیو کې اووم ځای خپل کړ.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان تکواندو کارانو وکړای شول د اسیا تکوادو سیالیو کې د پنځوسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره، د یادو سیالیو اووم مقام خپل کړي.

په دی سیالیو کې محسن رضایي وکړای شول خپل مغلستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړي، خو د کوریایي سیال په وړاندې یی ماتې وخوړه، علي اکبر امیري خپل ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړه، خو له ایرانۍ سیاله یې ماتې وخوړه، حسین لطفي خپل کویټي سیال مات کړ، خو د ایراني سیال په وړاندې یې ماتې ومنله.

د تکواندو په دې آسیایي سیالیو کې ازبکستاني تکواندو کارانو د څلورو سرو زرو مډالونو په ګټلو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د تکواندو فدراسیون رییس نجیب الله سکندر په دغو سیالیو کې د اسیا په کچه د تکواندو تر ټولو غوره لوبڅار غوره شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG