د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

مشرانو جرګه: حامد کرزی باید پر خپلو څرګندونو بیا کتنه وکړي


مشرانو جرګې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګدونې د اندېښنې وړ وبللې چې د دې جرګې د غړو په خبره د وسله‌والو طالبانو په ملاتړ يې کړی دی.

یادې جرګې پر دې ټینګار وکړ چې حامد کرزی باید د طالبانو په تړاو پر خپلو څرګندونو بیا کتنه وکړي.

مشرانو جرکه وايي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اوسني نظام په خلاف او د وسله‌والو طالبانو په پلوي باید څرګندوني ونه‌کړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې د سې شنبې ورځې عمومي غونډې مشري هم کوله د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه وښوده او له هغه نه‌یې وغوښتل چې پر خپلو څرګندونو بیا کتنه وکړي.

مشرانو جرګه کرزی باید پر خپلو څرګندونو بیا کتنه وکړي
مشرانو جرګه کرزی باید پر خپلو څرګندونو بیا کتنه وکړي

هغه زیاته کړه:

"د حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه زه هم خپله اندېښنه څرګندوم، موږ له پخواني ولسمشر څخه دا هیله نه‌لرله چې دی دې د ملي وحدت حکومت خلکو ته د ملک‌الطوافي حکومت په توګه معرفي کړي، دی باید د افغانستان اساسي قانون ته درناوی ولري او په خپلو څرګندونو بیا کتنه وکړي."

ښاغلي سخي دغه څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې یو شمېر سناتورانو د طالبانو په اړه د پخواني ولسمشر پر څرګندونو جدي انتقادونه وکړل.

ښاغلي کرزي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي عملیاتو سره مخالف دی حتی د ده په خبره که طالبان یو یا څو ولایتونه هم ونیسی.

ښاغلي کرزي ویلي و، طالبان افغانان دي، که افغانان دي نو یو افغان ځواک راځي او يو ځای نیسي.

افغان سناتوارن بیا وايي چې د حامد کرزي دغه څرګندونې د هغو افغان سرتېرو په حق کې جفا ده چې د هېواد او ولس د دفاع لپاره له وسله‌والو طالبانو سره په جنګ کې خپله وینه تویوي.

د چارو شنونکي يونس فکور ازادي راډیو ته په دې اړه داسي وویل:

سیاسي کارپوه یونس فکور
سیاسي کارپوه یونس فکور

"په قطعي توګه دغسې څرګندونې چې د طالبانو په ملاتړ کېږي ضرور نه‌دي، موږ غواړو چې طالبان هم د سولې پروسې سره يوځای شي، مګر د هغوی په اړه داسې څرګندونې ونه‌شي چې دوی مظلوم وښيي او ملاتړ یې وشي."

ښاغلی فکور وايي، حامد کرزی دغه ډول څرګندونې د طالبانو او د دوی د ملاتړو هېوادونو د حمایت ترلاسه کولو په هدف کوي.

د حامد کرزي پر دې څرګندونو په داسې حال کې انتقادونه کېږي چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو د حملو له زیاتېدو اندېښمن دي او وایي چې دوی افغان وژنه کوي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG