د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د ارزګان ۱۳ امنیتي پوستې ولې له مقاومت پرته سقوط شوي؟


مرکزي حکومت د ارزګان ولایت امنیه قوماندان او د امنیت امر په دې ولایت کي د وروستیو نا امنیو زیاتېدو په خاطر له دندې لیري کړي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو د عمومي قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال سیداغا ثاقب چې تر دې مخکې يې په کندهار او هرات ولایتونو کې د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کړې د ارزګان د سرپرست امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د نایاب په وینا مل پاسوال سید اغا ثاقب به تر دې وروسته د محمد ویس صمیمي پر ځای دنده اجرا کړي.

هغه زیاته کړه:

"امنیه قوماندان او د امنیت امر مرکز ته غوښتل شوي او د امنیت چاري سید اغا ساقب ته سپارل شوي چې یو جنرال دی او په مرکز کې د عامه نظم د قوماندانۍ مرستیال وو، د یوه لوړ پوړي پلاوي لخوا چې د کورنیو چارو وزارت لخوا را استول شو نن رسماً د سرپرست امنیه قوماندان په توګه معرفي شو"

له دندې لیري شوی مل پاسوال محمد ویس صمیمي ازادي راډیو سره په خبرو کي وویل چې دده د دندې په اړه د کورنیو چارو وزارت پریکړه کړې او ده ته د منلو وړ ده.

نوموړي په ارزګان کې خپل شپږ میاشتنی ماموریت بریالی او د لاسته راوړنو ډک بولي.

هغه زیاته کړه:

"زما وظیفه ختمه شوه بل څوک سرپرست وټاکل شو چې هغه اوس په خپله دنده شروع کړې او خپله دنده پر مخ باندې بیايي."

په لنډ وخت کې د امنیتې پوستو سقوط.

د امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي سره هممهاله د امنیت امر عبدالقوي هم له دندې لیري شوی.

ویل کېږي چې د ارزګان دغه دوه امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو زیاتېدو په خاطر له دندو لیري شوي او د تحقیقاتو لپاره يې کابل ته غوښتل شوي دي.

د پخوانیو راپورونو په اساس محمد ویس صمیمي تورن شوي چې پولیسو يې پر ته له مقاومت څخه په ځنیو سیمو کې پوستې وسله والو طالبانو ته پریښودې چې له امله یې جګړه په څو ساعتونو کې د مرکز ترینکوټ تر در وازو را ورسېده.

د ارزګان د امنیت پخوانی امر او د وژل شوي قوماندان مطیع الله ورور رحیم الله خان چې اوس د شهرا د پولیسو مشر دی امنیه قوماندان تورن کړی وو چې د وسله والو طالبانو سره يې د ارزګان د سقوط معامله کړې، خو خپله امنیه قوماندان دا تورونه بې اساسه بللي و.

خپله پولیس څه وايي؟

یو شمېر هغه قوماندان چې د ترینکوټ ښار د امنیتي کمربند ساتنه يې کول مخکي ازادي راډیو ته په خبرو کې څرګنده کړې وه چې د مهماتو د کموالي په وجه يې امنیتي پوستې طالبانو پریښي دي.

صدیق الله او ګران چې د سرې کلا او د خرما د قرارګاه قوماندانان دي وايي چې د امنیه قوماندان د نه پاملرنې په خاطر يې خپلې پوستې وسله والو طالبانو پریښي دي:

"محمد اکاه قوماندان ته زنګ ووهي او ورته وې ویل چې زه جنګ کوم دا خانقا نه ایله کوم، ده "امنیه قوماندان" ورته وویل چې زه په وطن کې پوسته نه لرم، دا زما سړي چې په وطن کې پوسته لري یا کور لري پوستې رابار کړئ، ټوله راسي پر ما را وګرځي، زما نوم صدیق الله دی، قوماندان ته مي زنګونه وهل خاد "ملي امنیت" او ټولو ته مي ویل چې کومک راولی موږ وړي پنځه پولیس یو هغه په سلهاوو دي تر مازیګر ورته ګیر سو مازیګر مي پر شاتګ وکړ دوی ته مي وویل چې راځئ هغه پوسته مو پریښودل."

په عین وخت کې د امنیت امر عبدالقوي چې د امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي سره په یو وخت له دندي لیري شوی او اوس د تحقیقاتو لپاره په مرکز کابل کې دی ازادي راډیو ته و ویل چې د محمد اکا په نوم د پولیسو یوه محلي قوماندان د محمد ویس صمیمي په حضور کې د کورنیو چارو وزارت تحقیقاتي پلاوي ته وویل چې ده ځیني امنیتي پوستې د نوموړي په مشوره له مقاومت پرته وسله والو ته پریښودلې.

هغه زیاته کړه:

"د محمد اکا په نامه قوماندان پلاوي ته وویل چې ما د خانقا د پوستو د قوماندان څخه پوښتنې وکړې چې ولې مو پوستې خوشي کړي، هغه راته وویل چي ما د قوماندان په اجازه خوشي کړي، ددې خبري پر مهال خپله قوماندان هم ناست وو."

د صمیمي ځواب څه دی؟

مل پاسوال محمد ویس صمیمي هم دا مني چې په ځینو سیمو کې پولیسو له مقاومت پرته یو شمېر پوستې وسله والو ته پریښودي.

دده په وینا دغه پوستې چې په بشپړ ډول د وسلو له اړخه اکمال وې دده په امر نه بلکې د یوې توطیې په اساس د هغه کسانو په امر وسله والو ته پریښودل شوې چې مخکي په لوړ قدرت کې و.

صمیمي که څه هم اوس د چا نوم نه اخلي، خوتر دې مخکې يې څو ځله ازادي راډیو ته څرګنده کړې وه چې له دندو ګوښه شوي کسان په جګړه کې د طالبانو مرسته کوي.

هغه زیاته کړه:

ویس صمیمي
ویس صمیمي

"لامل داوو چې د دوښمن سره لاس یو شوی و دا غټه توطیه وه غټه دسیسه وه چې تقریباً ۱۳ پوستې په یوه ساعت کې پرته د جنګ څخه پرته له مقاومت څخه شاته راځي."

د صمیمي دغه څرګندونې په ظاهره د ارزګان د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان ورور رحیم الله خان ته متوجې دي چې مخکي د امنیت امر او اوس د شهرا پولیسو مشر دی.

نوموړی وايي چې له ډېره وخته د ارزګان ډېری سیمې په دغه ډول وسله والو ته د یوې معاملې په اساس سپارل شوي.

هغه زیاته کړه:

"مرکزي اداره باید پردې غور وکړي، هغه کسانو چې ارزګان يې خراب کړی عمرونه عمرونه يې ارزګان د ملېشې پر طرف بیولی و، ارزګان يې در بدره کړی و، هلته يې تر ۶۰ اضافه خلک ترور کړي و معاملې یې کړي وې، خلک یې ویشتلي دي، حکومت باید بېرته پر دې خلکو سرمایه ګازي ونه کړي."

خو خپله رحیم الله خان تر دا مهاله د صمیمي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د اروزګان مرکز ترینکوټ ته نږدې لا هم جګړه دوام لري، چارواکي او وسله وال طالبان هره ورځ د امنیتي ځواکونو او وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه خپروي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG