د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

مشرانو جرګې ارزګان کې پر یوې امنیتي پوستې برید وغانده


د مشرانو جرګې غړو د ارزګان ولایت پر یوې امنیتي پوستې د بهرنیو ځواکونو برید وغانده.

د مشرانو جرګې اداري پلاوي د جرګې د امنیتي برخې کمېسیون ته دنده وسپارله چې د ارزګان ولایت پر یوې امنیتي پوستې، د بهرنیو ځواکونو د برید پېښه د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره شریکه کړي او دغه وزارت اړ باسي چې له عاملینو سره‌یې قانوني چلند وکړي.

د مشرانو جرګې مرستیال حسیب‌الله کلیمزی
د مشرانو جرګې مرستیال حسیب‌الله کلیمزی

د مشرانو جرګې مرستیال حسیب‌الله کلیمزي چې د سې شنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري پر غاړه وه، د پېښې په اړه د سناتورانو تر بحثونو وروسته وویل:

"د افغانستان د اسلامي دولت او د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه نه مو دا غوښتنه ده چې د خپلو پولیسو د پوښتنې لپاره باید کلک ودرېږي، ښه تحقیقات وکړي او هر چا چې دغه ظالمانه او وحشي عمل ترسره کړی، هغه ته جزا ورکړي."

د ارزګان-کندهار تر منځ د لویې لارې پر یوې امنیتي پوستې د یکشنبې په ورځ د بهرنیو ځواکونو د هوايي حملې په نتیجه کې د پوستې اته ساتونکې وژل شوي او پوسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د ارزګان-کندهار لويې لارې د امنیتي پوستو قوماندان حاجي رحیم‌الله ازادي راډیو ته وویل، دغې امنیتي پوستې له ډېرو کلونو راهیسې د کندهار-ارزګان تر منځ لویه لاره خوندي ساتلې ده.

د مشرانو جرګې یوه غړي نثار حارث وویل، امنیتي ځواکونه باید پرته له ځنډه پېښه وڅېړي.

حارث: امنیتي ځواکونه باید پرته له ځنډه د ارزګان پېښه وڅېړي.
حارث: امنیتي ځواکونه باید پرته له ځنډه د ارزګان پېښه وڅېړي.

ښاغلي حارث زیاته کړه:

"زه د افغانستان د اتلانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو پر دغه برید په کلکه انتقاد کوم. هیله ده د افغانستان د دفاع وزارت په دې برخه کې بې‌مسؤلیته و نه‌اوسي."

که څه هم ازادي رادیو هڅه وکړه چې د یادې پېښې د څېړلو په تړاو د کورنیو چارو وزارت د مسؤلانو نظر هم ولري خو د یاد و وزارت چارواکي وايي چې په دې اړه‌یې خپل دریځ په یوې اعلامیه کې څرګند کړی دی.

په اعلامیه کې چې ازادي راډیو ته رسېدلی ویل شوي چې د پېښې په اړه‌یې څېړنې پیل کړي او نتایج به‌یې ډېر ژر له خلکو سره شریک شي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو کې افغان ځواکونه یا عام خلک وژل کېږي بلکې پخوا تر دې هم په ځینو ولایتونو کې د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي چې په لسګونه ملکي او پوځي کسان په‎کې وژل شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG