د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

بارکزی: د ارزګان د پولیسو تشکیلاتو کې خیالي پولیس موجود دي


په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلګو استازي وایي، په دغه ولایت کې سلګونه خیالي پولیسو د پولیسو تشکیلات بشپړ کړي دي.

یاد استازي د دې ترڅنګ د دغه ولایت د پولیسو په لیکو کې د اداري فساد خبر هم کوي او وايي، ګڼ پولیس خپلو دندو ته نه حاضرېږي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازي عبیدلله بارکزي نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۸۰۰ داسې پولیس راجستر دي چې معاش اخلي، خو په دندو کې نه‌وي حاضر.

هغه وايي، د دې اندازې خیالي پولیسو پیسې قوماندان او نور چارواکي په خپلو جېبو کې اچوي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی

هغه زیاته کړه:

"ما جناب ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې د ارزګان ولایت په پولیسو کې خیالي پولیس موجود دي، د خیالي پولیسو راپور مې کورنیو چارو وزارت، امنیت شورا، دفاع وزارت ته ورکړی چې د ارزګان ولایت په پولیسو کې خیالي پولیس موجود دي، زما د معلوماتو له مخې ۱۸۰۰پولیس دي، خو تر ۲۰۰۰ هم زیات دي."

ښاغلی بارکزی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د څو ورځو راپه دې‌خوا د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وسله‌والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو او دولتي تأسیساتو بریدونه پیل کړي او ویل کېږي چې دغه ولایت په دې وروستیو کې تر بل هر وخت له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی.

د راپورونو له مخې وسله‌والو طالبانو په تېرو څو ورځو کې جګړه د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار تر بازاره ورسولې او ویل کېږي چې یو شمېر پوستې یې هم لاسته لوېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بیا د ارزګان د پولیسو په لیکو کې د خیالي پولیسو د موجودیت په اړه ادعا بې‌بنسټه بولي او وايي چې د یاد ولایت په پولیسو کې هېڅ خیالي پولیس موجودیت نه‌لري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

هغه زیاته کړه:

"دا ارقام چې دي حقیقت نه‌لري، موږ د دې لپاره ځانګړی پلاوی ټاکلی، دا هیئت وظیفه لري چې موږ ته د ټولو موضوعاتو په اړه راپور راکړي."

له دې سره د ارزګان ولایت سرپرست امنیه قوماندان سیداغا ثاقب هم دا خبرې بې‌بنسټه بولي.

دی وايي:

"دلته هېڅ ډول خیالي عسکر یا خیالي پولیس وجود نه‌لري، زه له ټولو دوستانو هیله کوم چې پولیس د هېواد دفاع کوي او هر وخت قرباني ورکوي، په هغوی باندې داسې تورونه ونه‌لګوي، دا کار زموږ د دفاعي ځواکونو لیکو ته زیان رسوي."

ترینکوټ
ترینکوټ

تېره شپه هم له دغه ولایت څخه د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي، د ارزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې نښتې پر مهال د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۶۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۹۰ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي حکومت دوه ورځې مخکې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان او د امنیت امر په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو زیاتېدو په خاطر له دندو ګوښه کړل.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG