د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

ولسمشر غني نن "پنجشنبه" حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیکوي


تمه ده چې نن په جمهوري ریاست کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د تړون مراسم ترسره شي.

په دې غونډه کې به ولسمشر اشرف غني هغه سند لاسلیک کړي چې تر دې مخکې د حزب اسلامي مشر لاسلیک کړی.

د حزب اسلامي سرچینې وایي چې ګلبدین حکمتیار به هم په دې غونډه کې خپل ویډیویي پیغام خپور کړي.

د حزب اسلامي د روغې جوړې پلاوي مشر امین کریم
د حزب اسلامي د روغې جوړې پلاوي مشر امین کریم

د حزب اسلامي د روغې جوړې پلاوي مشر امین کریم ازادي راډيو ته وویل:

"د سلام خانې ماڼۍ په سالون کې د سولې تړون د حزب اسلامي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کېږي چې په دې مراسمو کې دولتي چارواکي د کابینې غړي، بهرني مېلمانه، سیاسي مشران او د ګوندونو چارواکي برخه واخلي، دا مراسم به د سهار په ۱۰ بجې د ارګ دننه جوړ شي."

د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د روغې جوړې د تړون د پنځمې مادې له مخې د افغانستان حکومت ژمنه کړې ده چې د ولسمشر تر لاسلیک وروسته به په رسمي ډول له ملګرو ملتونو او د امریکا له حکومته وغواړي چې پر ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامي پر یو شمېر نورو غړو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.

حکمتیار په ۲۰۰۳ میلادي کال کې واشنګټن د ترورېستانو په تور لېست کې شامل کړ او بیا ملګرو ملتونو هم نوموړی په تور لېست کې داخل کړ.

له تور لېسته د حزب اسلامي د مشرانو د ایستلو په برخه کې مخکې هم کار شوی دی او د تلې په لومړۍ نېټه چې کله د سولې ابتدایي تړون د حزب اسلامي د پلاوي او د امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر له لورې لاسلیک شو، هغه مهال ښاغلي اتمر وویل چې د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو سره د دې روغې جوړې په اړه خبرې شوې دي.

یو شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې له حزب اسلامي سره به روغه جوړه، طالبان هم وهڅوي چې له دې بهیر سره یوځای شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی وايي:

"یو شی چې د مذاکراتو تر پیل مخکې معمولاً په داسې منازعاتو کې مطرح وي، د اعتماد فضا رامنځته کول دي. زه فکر کوم چې له حزب اسلامي سره توافقات د دغه اعتماد یوه تجربه ده د طالبانو لپاره چې هغوی هم کولای شي چې له دې تجربې استفاده وکړي."

د سولې تړون تر لاسلیک وروسته به د حکومت او حزب اسلامي له لوري اجرائیوي ګډ کمېسیون غونډې کوي او د روغې جوړې د بېلابېلو مادو پر پلي کېدو به خبرې کوي، ترڅو دې ته زمینه برابره شي چې حکمتیار هم کابل ته راشي.

امین کریم هیله‌مند دی چې په ډېر لنډ وخت کې به حکمتیار کابل ته داخل شي.

XS
SM
MD
LG