د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د موافقه لیک تر لاسلیک وروسته به د حکمتیار نوم له تور لسته وایستل شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، له حزب اسلامي سره د موافقه لیک تر امضا وروسته به د تروریستانو له لسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو قانوني مراحل پيل شي.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل، د موافقه لیک یوه کاپي ولسمشر محمد اشرف غني او بله یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته استول شوې ده.

ښاغلي اوچقون هیله څرګنده کړه چې د حزب اسلامي پلاوی به په څو ورځو کې له لاسلیک شوي موافقه لیک سره کابل ته ستون شي.

عبدالخبیر اوچقون زیاته کړه:

"په دې موافقه لیک کې راغلي چې د دې سند تر لاسلیک وروسته به له تورلسته د حکمتیار د نوم د ایستلو پروسه پيل، شي دا وعده د امنیت شورا اروپايي اتحادیې او امریکا هم کړې ده."

په ۲۰۰۳ کال کې د حکمتیار نوم په تور لست کې شامل شو
په ۲۰۰۳ کال کې د حکمتیار نوم په تور لست کې شامل شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ګلبدین حکمتیار نوم د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره د اړیکو له امله د تروریستانو په لست کې شامل کړ.

له افغان حکومت سره په مذاکرو کې د حزب اسلامي د پلاوي د مشر په وینا، د امنیت شورا د تروریستانو له لسته د حکمتیار د نوم لرې کېدل، له افغان حکومت سره د جوړې لپاره د دوی یو اساسي شرط و.

له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې موافقه لیک ۲۵ مادې لري چې د دواړو خواوو شرایط په کې توضیح شوي دي.

د سولې د عالي شورا د مرستیال عبدالخبیر اوچقون په وینا، د موافقه لیک په متن کې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د ملي امنیت شورا شرایط مراعت شوي دي.

ښاغلي اوچقون څرګنده کړه چې دا موافقه لیک د افغانستان د اساسي قانون او د جزا قانون په رڼا کې جوړ شوی او په دې هېواد کې وروستیو پرمختګونو ته هیڅ ډول زیان نه شي رسولای.

د سولې عالي شورا پرمدني ټولنې، بشري فعالانو او خلکو غږ وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره د دوی او حکومت د هڅو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG