د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

دره یي: له حکومت سره د حکمتیار یو ځای کېدل د عدالت تر پښو لاندې کول دي


د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار په راتللو سره به عدالت تر پښو لاندې شي.

د دې غورځنګ غړو وویل چې ښاغلی حکمتیار د کورنیو جګړو پر مهال د اتیا زره کسانو په وژلو کې لاس لري او په تېرو څوارلسو کلونوکې یې هم د یو شمېر خونړیو حملو مسئولیت اخیستی.

د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي چې ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره د سولې په خبروکې امتیاز او باج اخیستې دی.

د دې غورځنګ یوه غړي سمېع دره یي د شنبې په ورځ په یوه خبرې ناسته کې چې د کابل د دارالمان ماڼۍ سره جوړه شوې وه وویل چې ښاغلی حکمتیار یو سخت دریځی دی او له حکومت سره د هغه یو ځای کېدل عدالت تر پښو لاندې کول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ښاغلي حکمتیار راتګ کولی شي واقعاً عدالت تر سوال لاندې راولې، د دې لپاره چې حکمتیار د کابل د اتیا زره ښاریانو په وژنه کې لاس درلود، په وروستیو کلونو کې یي د یو شمېر تروریستې حملو مسولیت په غاړه هم اخیستې دی."

د دی غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سازمان کې دی د تور لیست نه د حکمتیار د نوم د لېرې کولو مانع شي.

د سولې په تړاو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له پلاوي او د سولې د عالی شورا د غړو تر منځ د سولې د موافقتنامې مسوده نهایی شوی ده.

د افغان چارواکو په خبره د دغې مسودی یوه نسخه ولسمشر محمد اشرف غني او بله يې ګلبدین حکمتیار ته لېږل شوې ده.

تر دې دمه نه ده معلومه چې دغه نهايي شوی سند به کله د ولسمشر غني اوحکمتیار لخوا لاسلیک شي.

له دی ټولو سره ـ سره پوښتنه دلته ده هغه کسان چې په جنګي جنایتونو تورن دی او په افغان حکومت کې په عملي ډول کار کوي عدالت پر هغوې پلي شوی دی اوکنه؟

د دې غورځنګ غړي د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د ټولو جنایتکارانو قضیې د انتقالي عدالت په پروسه کې شاملې دي او دوی د دې پروسې د تطبق غوښتونکي دي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل له حزب اسلامی او نورو ډلو سره د سولې د خبرو په برخه کې د خلکو ټولې غوښتنې او د افغانستان اساسي قانون په پام کې نیول شوي دي.

هر څوک چې له حکومت سره سوله کوي لومړی باید اساسي قانونو قبول کړي
هر څوک چې له حکومت سره سوله کوي لومړی باید اساسي قانونو قبول کړي

هغه زیاته کړه:

"هر څوک چې له حکومت سره سوله کوي لومړی باید اساسي قانونو قبول کړي، له تاوتریخوالي لاس واخلي، ډیموکراټیک اصول ومنې چې دغه د حکومت، اساسي قانون او د افغانستان د خلکو اصول دي چې تطبیق کېږي."

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د تېرو دریو لسیزو جګړو قربانیانو او مدني فعالانو تل د مظاهرو په ترسره کولو سره د عدالت غوښتنه کړي او د جنایتکارانو د محاکمه کېدو غوښتونکي شوي دي.

دغه غوښتنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د یو شمېر سیاسي څیړونکو له نظره د افغانستان اوسني شرایط دې ته برابر نه دي.

سیاسي څېړونکی لطیف نظري سره له دې چې دانتقالی عدالت غوښتونکي دی وايي په دی موضوعاتو تمرکز په اوسني وخت کې نورې ستونزې هم زېږوي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG