د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

سلیم:د سولې طرحه به حکومت او ګلبدین حکمتیار ته وسپارل شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، نن سې شنبې به د سولې د هغه تفاهم لیک نسخې د ملي یووالي حکومت مشرانو او خپله ګلبدین حکتیار ته وسپارل شي چې دواړو لورو ورباندې موافقه کړې ده.

د سولې عالي شورا او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي تېره یکشنبې خپلو کې پر پاته یو لړ اختلافي مسایلو موافقه وکړه.

د سولې عالي شورا له حزب اسلامي سره یې پر پنځه ویشت ماده یې طرحې موافقه کړې او تمه کیږي د سې شنبې په ورځ به دغه سند د دواړو لورو مشرانو ته وسپارل شي.

عطا الرحمن سلیم چې د سولې د عالي شورا مرستیال او له حزب اسلامي سره د دغې شورا د مذاکره کوونکي پلاوي مشر دی، د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا سند د دواړو لورو مشرانو ته د لا نورو مشورو لپاره سپارل کیږي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"ټاکل شوې د حزب اسلامي پلاوی هغه ښاغلي حکمتیار ته یوسي تر څو د هغه مشورې ولري او موږ به هم دغه نسخه چې موافقه ورباندې شوې ده، د سولې عالي شورا او ملي وحدت حکومت ته وړاندې کړو ترڅو د دوی مشورې ولرو."

ښاغلي سلیم دا ونه ویل چې کله به دواړه خواوې د سولې وروستۍ تفاهم لیک لاسلیک کوي.

خو له دې مخکې د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي مشر کریم امین ازادي راډيو ته وویل چې د وروستي سند لاسلیکول به دوه – درې اوونۍ وخت ونیسي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې د دواړو لورو تر منځ د تفاهم لیک له مخې به حکومت افغانستان ته له پاکستانه د حزب اسلامي د زرګونه پلویانو په راستنولو کې مرسته کوي او له زندانونو به یې شاوخوا دوه زره بندیان راخوشې کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یو راپور کې د ځینو سرچینو په حواله ویلي، افغان حکومت به د کاله څلور میلیونه ډالر د حکمتیار په امنیت او دفتري چارو لګوي.

خو د سولې د عالي شورا مرستیال بیا حزب اسلامي ته د پیسو د ورکولو موضوع ردوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال بیا حزب اسلامي ته د پیسو د ورکولو موضوع ردوي
د سولې د عالي شورا مرستیال بیا حزب اسلامي ته د پیسو د ورکولو موضوع ردوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم له امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د بهیر ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې متحده ایالات به پر حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پلاوي له خوا په وړاندې شوي طرحې کې د بندیانو خوشې کول، له تور لېسته د دوی د مشرانو د نومونو لېرې کول، د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع، شفاف انتخابات او افغانستان ته د شمشتو کمپ انتقالول اختلافي ټکي وو.

جمهوري ریاست وایي، تقریباً پر ټولو مواردو باندې د حزب اسلامي له پلاوي سره موافقه شوې ده.

د چارو کارپوه محب الله شریف هم د سولې د وروستۍ موافقې لاسلېکېدو ته خوشبیني څرګندوي او وایي، ښایي په دغه بهیر کې تر ډېره د دغه ګوند اړوند پر سیاسي او تنظیمي مسایلو تمرکز وشي.

ښاغلي شریف زیاته کړه:

"زه فکر کوم زیات اختلافي ټکي چې حکومت به ورته غاړه کښینږدي، تر زیاته بریده به د افغانستان په نافذه قوانینو پورې هم مربوط نه وي. بلکې ډير زیات به کوښښ وشي چې د دوی خپلې ګټې خوندي وساتلی شي. د دوی خپل سیاسي او تنظیمي راتلونکی وساتل شي نسبت و دې ته چې هغه دې په قانوني مواردو پورې اړه ولري."

ښاغلی شریف وایي، د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره سوله نورو وسله والو ډلو ته د سولې یوه بېلګه کیدای شي.

خو دی ټینګار کوي چې د ځینو کړېو له خوا د خنډونو رامنځ ته کول به بیا په ټوله کې له حکومت سره د سولې پر بهیر بې باوري رامنځ ته کړي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG