د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

د سولې شورا: له حزب اسلامي سره شوې هوکړه پرخپل ځای ده


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له حزب اسلامي سره شوې هوکړه پرخپل ځای ده او ښايي تر راتلونکې یوې اوونۍ حزب اسلامي رسماً خپل نظر له دوی سره شریک کړي.

د دغې شورا مرستیال وايي، د حزب اسلامي د سولې د مذاکرې پلاوی مشخص شوی او له دغه پلاوي پرته هیڅوک د حزب اسلامي په استازیتوب په دغه برخه کې څرګندونې نه شي کولای.

د سولې عالي شورا وايي، تقریباً له حزب اسلامي سره ټول اختلافي موارد حل شوي او په دې برخه کې جدي ستونزه نشته.

د دغې شورا یوه مرستیال عطاالرحمان سلیم د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې له مشخص شوي ادرس پرته باید څوک د حزب اسلامي په استازیتوب څرګندونې او شرطونه وړاندې نه کړي.

سلیم: له مشخص شوي ادرس پرته باید څوک د حزب اسلامي په استازیتوب شرطونه وړاندې نه کړي.
سلیم: له مشخص شوي ادرس پرته باید څوک د حزب اسلامي په استازیتوب شرطونه وړاندې نه کړي.

د ښاغلي سلیم په خبره تر اوسه د حزب اسلامي له رسمي ادرسه دوی ته د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د شوې لومړنۍ هوکړې په اړه تازه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"موږ ته رسمي ادرس هماغه د حزب اسلامي رالیږل شوی پلاوی دی چې شخصیتونه یې مشخص دي ترهغو همدغه هیت رانه شي او له خپل درېځه موږ ته څه ونه وايي، زه فکر کوم هر ډول تبصره له وخته وړاندې ده او که هر ادرس له هرې خوا کومه موضوع مطرح کوي موږ نه غواړو چې په اړه یې تبصره وکړو."

د سولې عالي شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه د قاضي محمد حکیم په نوم د حزب اسلامي یوه لوړ پوړي غړي ویلي چې لا هم د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ پر اختلافي ټکو موافقه نه ده شوې.

محمد حکیم ویلي، تر هغو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د مهالوېش د نه رامنځته کېدو سربیره ځیني نور د اختلاف وړ موضوعات نه وي حل شوي د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ به د سولې موافقه لاسلیک نه شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د استازو او د سولې عالي شورا ترمنځ دوه اوونۍ وړاندې پر یوې ابتدايي طرحې موافقه وشوه چې وروسته بیا د دغې موافقې طرح ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ته د کتنې لپاره واستول شوه.

له دې ټولو سره ـ سره په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د حزب اسلامي په استازیتوب د قاضي حکیم څرګندونې سمې نه دي.

سرچینه وايي، د حزب اسلامي له ادرسه یوازې مشخص شوی پلاوی چې په راس کې یې امین کریم دی خبرې کولای شي.

د حزب اسلامي په استازیتوب د قاضي حکیم څرګندونې سمې نه دي
د حزب اسلامي په استازیتوب د قاضي حکیم څرګندونې سمې نه دي

که څه هم د سولې عالي شورا او په خپله حزب اسلامي وايي چې قاضي حکیم د حزب اسلامي استازیتوب نه شي کولای خو دا ډول څرګندونې په اوس کې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې پر بهیر څه اغېز کولای شي.

د چارو کارپوه او په امریکا کې د پوهنتون استاد عبدالقیوم مومند دغه پوښتنه ځوابوي:

"دا ډول څرګندونې پروسه زیانموي او ښايي په ټپه یې ودروي، د بهرنیو ځواکونو لپاره خو مهالوېش یو څه ټاکل شوی هغوی خو معلوم دي چې څه وخت به وځي نو که د هغه وړاندې دوی نوي شرطونه کیږدي چې دوی دې مخکې ووځي دا خو بیا پروسه بیخې دروي."

ښاغلی مومند وايي، هره وسله واله ډله چې غواړي له حکومت سره سوله وکړي باید د خبرو په جریان کې تازه شرطونه رامخې ته نه کړي.

دی وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند ګڼ پر نفوذه غړي او مخور لري او که هر یو یې له مشخص شوي ادرس سره له همغږۍ پرته وېشلې څرګندونې وکړي له دغه حزب سره به کېدونکې سولې ته خنډونه پیښ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG